Village’s Public Library د کلي عامه کتابتون

Village’s Public Library د کلي عامه کتابتون کتاب او قلم د جهل له تیارو سره د مبارزې یوازینۍ وسله ده. راځئ چې ټولنه په همدې وسله
سنبال کړو؛ ترڅو مثبت فکري بدلون رامنځته شي

05/07/2026

ویدیو وګورئ او د ثواب په نیت یې له نورو سره شریکه کړئ!

27/06/2026

ویدیو وګورئ او له نورو سره یې شریکه کړئ

راځئ چې یو روښانه سبا جوړ کړو!د شهید عزت الله عامه کتابتون د ودانۍ د جوړېدو کارونه په ډېره هیله، علاقمندۍ او مینې سره پی...
26/04/2026

راځئ چې یو روښانه سبا جوړ کړو!

د شهید عزت الله عامه کتابتون د ودانۍ د جوړېدو کارونه په ډېره هیله، علاقمندۍ او مینې سره پیل شوي وو، خو له بده مرغه د بودیجې د کمښت له امله اوس په ټپه ولاړ دي.
دوستانو دا ودانۍ د پوهې، رڼا او پرمختګ یو مرکز دی چې کولی شي زموږ د راتلونکو نسلونو ژوند بدل کړي.
یو کتابتون د یو ملت فکري ځواک دی؛ هغه ځای چې ځوانان پکې خپل خوبونه روزي، زده کړه کوي او د ښه راتلونکي بنسټ ږدي. که نن موږ لاس تر زنې کښېنو، سبا به زموږ اولادونه له همدې فرصتونو بې برخې وي.
دا یوه جاریه صدقه ده، هغه نېک عمل چې ثواب یې تر مرګ وروسته هم دوام کوي. هره مرسته، که کوچنۍ وي که لویه، د دې کار د بشپړېدو لپاره یو مهم ګام دی.

راځئ چې په ګډه د پوهې لپاره یو کور جوړ کړو
د ځوان نسل لپاره یوه دروازه پرانیزو
او د یوه تلپاتې ثواب برخه وګرځو
ستاسې لږ مرسته هم کولی شي دا کار بیا ژوندی کړي.
نن ګام واخلئ، ځکه سبا شاید ډېر ناوخته وي.


#کتابخوانی
#کتابتون
#علم
#مرسته
#راتلونکی

نن د اپرېل ۲۳مه، د کتاب نړیواله ورځ ده!د کلي عامه کتابتون خوځښت په دې ویاړي چې ستاسو په مرسته یې له ۱۳۵۲ هجري لمریز کال ...
23/04/2026

نن د اپرېل ۲۳مه، د کتاب نړیواله ورځ ده!

د کلي عامه کتابتون خوځښت په دې ویاړي چې ستاسو په مرسته یې له ۱۳۵۲ هجري لمریز کال راهیسې د پوهې او مطالعې د کلتور په پراختیا کې ونډه اخیستې ده. زموږ ۲۹ عامه کتابتونونه په لسګونو زره ټوکه بېلابېل کتابونه لري چې د لوستونکو خدمت ته وړاندې شوي دي.

کتابونه د پوهې سرچینه، د فکرونو لارښود او د نړۍ د کشفولو وسیله ده. راځئ چې د کتاب لوستلو په دې نړیواله ورځ، د کتابونو سره خپله مینه تازه او لا پسې زیاته کړو او نور خلک هم مطالعې ته وهڅوو.
د کتاب نړیواله ورځ مو مبارک شه!

ټولو هېوادوالو ته دې کوچنی اختر مبارک ويالله مو ټول عبادات او صدفات په خپل در کې قبول وګرځوه
19/03/2026

ټولو هېوادوالو ته دې کوچنی اختر مبارک وي
الله مو ټول عبادات او صدفات په خپل در کې قبول وګرځوه

د کتاب ډالۍ نړیوالې ورځې په اړهله ۱۳۹۲ هـ ل کال راهیسې مو ستاسو په مرسته ستاسو لپاره په ۲۹ عامه کتابتونونو کې په لسګونو ...
14/02/2026

د کتاب ډالۍ نړیوالې ورځې په اړه
له ۱۳۹۲ هـ ل کال راهیسې مو ستاسو په مرسته ستاسو لپاره په ۲۹ عامه کتابتونونو کې په لسګونو زره ټوکه کتابونه ډالۍ کړي دي.
ان شاءالله نور به هم مخ پر وړاندې ځو
ایا تاسو هم د کلي عامه کتابتون خوځښت له لارې کتابونه ډالۍ کړي؟

29/11/2025

له 25000 څارونکو نړۍ مننه

Address

Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Village’s Public Library د کلي عامه کتابتون posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to Village’s Public Library د کلي عامه کتابتون:

Shortcuts

Share

Category