28/05/2026
پښتو یواځې د پوهېدلو او پوهولو وسیله نه ده، بلکې زموږ تاریخ، کلتور، هویت، ارزښت او ملي غرور دی.
موږ داسې مهال دا خبره کوو چې نړۍ د مصنوعي ځيرکتيا، ټیکنالوژۍ او نړیوالتوب (ګلوبلایزیشن) په لور ګړندي ګامونه اخلي، زموږ د پښتو ويونکو دنده لا درنېږي ترڅو خپله مورنۍ ژبه په علمي، ادبي او معاصر ډګر کې بډایه او ژوندۍ وساتو.
تر هغې چې خپله ژبه پخپله ونه پالو، د بل چا څخه د ګیلې حق نه لرو. راځئ په دې نېکمرغه ورځ ژمنه وکړو چې په خپلو ورځنیو چارو، لیکنو، علمي هڅو او ان د خپلو اولادونو په نومونو کې پښتو ته لومړیتوب ورکوو.
د مۍ ۲۹مه او د غبرګولي اتمه د پښتو ژبې نړۍوالې ورځې په وياړ د لر او بر ټول افغان ولس، د نړۍ ټولو پښتو ویونکو او پالونکو ته او د پښتو ژبې ټولو مینوالو ته د زړه له کومې مبارکي وایم.
زما ژبه، زما هویت!
پښتو زموږ ویاړ!
C
| | | | | | | |