19/05/2026
د نجات څلي د ړنګېدو په اړه د «منډیګک تاریخي بنسټ» اعلامیه
کابل ښاروالي پلان لري چي د کابل ښار په ختیځه برخه کي د ترافیکي ګڼيګوڼي د کمولو په موخه د نجات څلی له منځه یوسي او پر ځای یې هوايي پل جوړ کړي.
د نجات څلی د اعلیحضرت نادر شاه او د هغه د متحدو جنګیالیو له بریا وروسته، د حبیب الله کلکاني مشهور په «بچه سقاو» پر ضد د جګړې د بریا او پکتیا او جنوبي سیمو د خلګو د قربانۍ په یاد، د هغه وخت د فواید عامې وزارت له لوري د کابل په ښار کي جوړ سو او دا ورځ جشن به هم دلته لمامځل کېده.
د دې څلي مخامخ سړک هماغه جنوبي لاره وه چي له چهارآسیاب څخه د افغانستان جنوبي ولایتونو ته غځېدلې وه. د سړک ښي لور ته لاره د لاهوري دروازې، تخته پل او سراجي پر لور او چپ لور ته د شاه شهید سیمي او کارته نو بګرامي خواته غځېدلی وه.
دغه څلی د ببرک کارمل د واکمنۍ پر مهال قصدا ویجاړ سو، او د تېر حکومت په دوره کي په نادولتي ډول بېرته ورغول سو. اوس یو ځل بیا ړنګېږي.
دلته تر ټولو مهم بحث د یوه څلي نه، بلکی د هغه د تاریخي کیسې او حافظې دئ. که کابل ښاروالي پر دې ځای هوايي پل جوړوي، نو مناسب به دا وي چي نوم یې «نجات پل» کښېښوول سي، څو د دې تاریخي ځای نوم او یاد خوندي پاته سي.
© منډیګګ تاریخي بنسټ
www.Mundigak.com
ـــــــــــ
شپېته کاله پخوا د دې څلي عکسونه