28/08/2017
خدایه بیا سړه هوا شوه ،خدایه بیا ورو ورو رڼا شوه
راښکاریږي چې سحر شو، نوره شپه لاړه سباح شوه
خدایه ښه ده خدایه ښه ده، هرې شپې پسې سباح شته
ګنې ترک به زړونه بیل وی، خدایه ښه ده چې رڼا شته
خدایه ښه ده چې باران شته، سپینو زړونو کې ارمان شته
ما به چاته د زړه حال ویل، خدای ښه ده چې جانان شته
منکر نه یم ستا له شانه، که یې وپښتې له مانه
ما څوک نه دی بل ستایلی، عبادت کې بې له تانه
خدایه تا دی پیدا کړی، خدایه تا دی نازولی
جانان خپله زړه ته راغی، ما خو ندی رابللی
ستا د سترګو مازدیګر شو، یار مخ پټ کړ ښکته لمر شو
بیا د زړه زخمونه ویښ شول، بیا روژه لاړه اختر شو
خدای دې وکړي نازولیه، چې دې ووینمه ښکلیه
ګني پرق به مې زړه وچوي، زما د زړه له کوره تللیه
ستا ژړا راته یادیږي، ستا خندا راته یادیږي
سپوږمې لمر نه چې مخ پټ کړي، ستا حیا راته یادیږي
ستا د سترګو چې باران شي، د ساحل زړه کې طوفان شي
ژوند مې ټول سلګۍ سلګۍ شي، لوند په اوښکو مې ګریوان شي
ستا د سترګو چې باران شي، لوند په اوښکو مې ګریوان شي
2010-09-08