09/08/2021
په نورستان کې د پاخه سړک د جوړولو کار بشپړ شو
۱۸ / زمری / ۱۴۰۰
په نورستان ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د پاخه سړک د جوړولو چارې بشپړې شوې. د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت په مرکز پارون کې د ۵۱۰ مترو په اوږدوالي اوسپنیز کانکریټي پوخ سړک چې د تطبیق چارې یې له پخوا پیل شوې وې جوړ شو.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال ۷۹۶۰ کاري ورځې رامنځته شوي او د سیمې ۱۲۳۰۰ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې دغې پروژې د سیمې د اوسیدونکو د تګ او راتګ په برخه کې د پام وړ آسانتیاوې رامنځته کړیدي.