Kandahar.Municipality کندهار ښاروالي

Kandahar.Municipality کندهار ښاروالي راځي دکندهار ښاروالۍ سره د ښار په بيارغوونه کښي برخه واخلئ
(4)

د کندهار ښار په ټولو ناحيوو کي د تنظیف چاري په منظم ډول رواني ديدوشنبه ۱۶ / ۶ / ۱۴۰۵ ه ش کالد کندهار ښاروالۍ د تنظیف عمو...
07/09/2026

د کندهار ښار په ټولو ناحيوو کي د تنظیف چاري په منظم ډول رواني دي
دوشنبه ۱۶ / ۶ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د تنظیف عمومي مدیریت اړوند تنظیف کارکونکو د منظم پلان له مخي د ښار په ټولو ناحیو کي د کثافاتو راټولو او انتقال چاري په دوامداره توګه ترسره کوي.
د دغو هڅو په پایله کي د تیري یوې اونۍ په ترڅ کي د ښار له بېلابیلو ناحیو څخه ۵۸۷ موټره کثافات چي ټولټال ۵۹۸۷ متره مکعب کیږي راټول او ټاکل سوو ځایونو ته انتقال سوي دي.
همداراز په څوارلسو ناحیو کي د چریو د پاکولو چاري رواني دي او په دریمه، لسمه او پنځلسمه ناحیو کي د چریو د پاکولو د اشر چاري هم په چټکۍ سره ترسره کیږي.
له بلي خوا د هغو عمومي پلچکانو او صوبو د پاکولو او خلاصولو چاري هم رواني دي، چي له اوږدې مودې راهیسي دکثافاتو د راټولېدو له امله بند سوي وه. اوس مهال د (ش.هید) اصف چوک لاندي د عمومي پلچک د پاکولو چاري هم رواني دي، چي په بشپړیدو سره به ئې د اوبو تګ راتګ اسانه او د ښار د پاکوالي وضعیت لا ښه سي.
په درنښت
د کندهار ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!کندهار ښاروالي په پام کي لري چي د ۶ عرادو فلډرانو د خریدارۍ تړون د تاج محمودي، زارعتي، مالداري، ...
07/09/2026

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!
کندهار ښاروالي په پام کي لري چي د ۶ عرادو فلډرانو د خریدارۍ تړون د تاج محمودي، زارعتي، مالداري، تجارتي او لوجستکي شرکت سره چي د جواز شمېره ئې ( ۳۹۵۳۵) ده، په مبلغ ۵۲۹۶۵۰۰ پنځه میلیونه دوه سوه شپږ نیوي زره پنځه سوه افغانۍ ترسره کړي.
هغه داوطلبان چي په دې اړه هر ډول نیوکه یا اعتراض ولري، کولای سي خپلي نیوکي له لیکلو دلایلو سره یو ځای د دې خبرتیا د خپریدو له نېټې څخه تر پنځو کاري ورځو پوري د کندهار ښاروالۍ د اجناسو او غیر مشورتي خدماتو د تدارکاتو مدیریت ته سلستاً وړاندي کړي.
یادونه: دا خبرتیا د تړون دعقد په معنی نه ده او د یادي مودې او قانوني پړاونو تر بشپړېدو پوري به تړون عقد نه سي.

05/09/2026

د کندهار ښار په دوهمه ناحيه، کاريز بازار کي د حاجي باقي کالونۍ مخته د يوې عمومي او دوو فرعي کوڅو رغول جريان لري

کندهار ښاروالي کي د ساختمان اجازې د صدور آمریت اړوند واحد مرکز له لاري په شپږو میاشتو کي ۷۲۵ ساختماني جوازونه صادر سويشن...
05/09/2026

کندهار ښاروالي کي د ساختمان اجازې د صدور آمریت اړوند واحد مرکز له لاري په شپږو میاشتو کي ۷۲۵ ساختماني جوازونه صادر سوي
شنبه ۱۴ / ۶ / ۱۴۰۵ ه ش کال
کندهار ښاروالۍ د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۳ ګڼي فرمان له مخي د ښاریانو د قانوني ساختماني چارو د اسانتیا او چټکتیا په موخه د ساختمان اجازې واحد مرکز جوړ کړی دی. دغه مرکز د پرانیستل کېدو له ورځي راهیسي د رهایشي او تجارتي ودانیو د ساختماني جوازونو د صادرولو اړوند خدمات په منظم، شفاف او معیاري ډول وړاندي کوي.
د ساختمان اجازې د صدور آمریت اړوند د یاد واحد مرکز تخنیکي کارکوونکو د تیرو شپږو میاشتو په موده کي د ۱۳۹۲ مراجعینو له جملې څخه ۷۲۵ مراجعینو ته د رهایشي او تجارتي ودانیو د اعمار جوازونه صادر کړي دي.
هغه کسان چي غواړي په قانوني توګه رهایشي یا تجارتي ودانیو دجوړولو چاري ترسره کړي، کولای سي د ساختمان اجازې واحد مرکز له لاري د اعمار جواز ترلاسه کړي. په دې بهیر کي عارض لومړی ښاروالۍ ته عریضه کوي، وروسته د ملکیت د تثبیت په موخه اړوند اسناد د ساختمان اجازې واحد مرکز له لوري د کرني ریاست د ملکیت د تثبیت اړوند واحد مرکز ته استول کیږي. د ملکیت له تثبیت وروسته عارض د ساختمان اجازې واحد مرکز ته مراجعه کوي، نقشه ئې د اړوندو تخنیکي معیارونو له مخي ارزول او تطبیقیږي او د قانوني مراحلو له بشپړېدو وروسته د اعمار اجازه ورکول کیږي.
یادونه: عارضین مکلف دي چي د اعمار جواز د ترلاسه کولو پر مهال ټول رسمي مراحل په خپله تعقیب او بشپړ کړي او خپل اصلي اسناد غیرمسؤلو کسانو ته له سپارلو څخه ډډه وکړي. د اعمار جواز د ترلاسه کولو چاري باید د ملکیت د اصلي مالک یا د هغه د شرعي وکیل له لوري ترسره سي او عریضه باید د ملکیت له شرعي او عرفي سند سره مطابقت ولري؛ ځکه که د ملکیت سند د یوه شخص په نوم وي او د اعمار جواز د ترلاسه کولو عریضه د بل شخص په نوم وړاندي سي، د عریضې چاري به له ځنډ او خنډ سره مخ سي.
کندهار ښاروالي له ټولو ښاریانو غوښتنه کوي چي د هر ډول ساختماني چارو له شروع مخکي یاد واحد مرکز ته مراجعه وکړي او له قانوني جواز پرته له هر ډول ودانیز فعالیت څخه ډډه وکړي. دا کار به د راتلونکو قانوني ستونزو د مخنیوي ترڅنګ د ښار د منظمي ودي او معیاري پراختیا په برخه کي د لا ښې همکارۍ زمینه برابره کړي.
په درنښت
د کندهار ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر

03/09/2026

کندهار ښاروالۍ د صنعتي پارک جنوبي طرف عمومي سړک رغنيزي چاري پيل کړې

03/09/2026

د کندهار ښار په څلرمه ناحيه کي د باميزو کوڅې ته څيرمه د پنځو کوڅو اويوه پاتاب د رغولو چاري پيل سوي دي

د کندهار ښار په دوهمه ناحيه، کاريز بازار کي د درو کوڅو رغنيزي چاري رواني ديپنج شنبه ۱۲ / ۱۴۰۵ ه ش کالکندهار ښاروالۍ د ښا...
03/09/2026

د کندهار ښار په دوهمه ناحيه، کاريز بازار کي د درو کوڅو رغنيزي چاري رواني دي
پنج شنبه ۱۲ / ۱۴۰۵ ه ش کال
کندهار ښاروالۍ د ښار په دوهمه ناحیه، کاريزبازار کي د حاجي باقي کالونۍ مخته د یوې عمومي او دوو فرعي کوڅو د جوړولو چاري پيل کړي دي.
د یادو کوڅو رغنیزي چاري، چي ۳۷۰ متره اوږدوالی او ۷،۵ متره پلنوالی لري، یوه میاشت وړاندي پيل سوي او ټاکل سوې پاته کارونه یې په راتلونکو شلو ورځو کې بشپړ سي.
په دې پروژه کي هره ورځ ۱۲۵ کسانو ته د کار زمینه برابره سوې، چي ورسره د سیمي اوسېدونکي خوښي څرګندوي او د کندهار ښاروالۍ د دې اقدام هرکلی کوي.
په درنښت
د کندهار ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر

د کندهار ښار په ۱۱ ناحيه، عينومېنه کي له خوړنځايونو او هوټلونو څخه نظارت ترسره سوپنج شنبه ۱۲ / ۶ / ۱۴۰۵ ه ش کالد کندهار ...
03/09/2026

د کندهار ښار په ۱۱ ناحيه، عينومېنه کي له خوړنځايونو او هوټلونو څخه نظارت ترسره سو
پنج شنبه ۱۲ / ۶ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ اړوند د مارکیټونو تنظیم آمریت، د محیطي روغتیا مدیریت له لوري د ۱۱ ناحیې اړوند په عینو مېنه کي د ښاروالۍ د ټاکل سوي لایحې له مخي د بېلابیلو خوړنځایونو او هوټلونو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره سو.
د یاد نظارت پر مهال هغه خوړنځایونه او هوټلونه چي د ښاروالۍ ټاکل سوې لایحه او د حفظ‌الصحې اصول ئې نه وه مراعت کړي، مسؤلینو ته ئې جدي سپارښتنه وسوه چي د لایحې شرایط په بشپړ ډول عملي کړي، د نظافت ساتلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، د روغتیا کارتونه ترلاسه کړي او د کار لپاره مشخص لباس وکاروي.
همداراز ټینګار وسو چي ټول خوړنځایونه او هوټلونه باید د ښاروالۍ د ټاکل سوي لایحې له مخي ښاریانو ته پاک او صحي خدمات وړاندي کړي. له دې اصولو او لایحې څخه د هر ډول سرغړوني په صورت کي به له سرغړوونکو سره قانوني چلند وسي.
یادونه: د کندهار ښاروالۍ د محیطي روغتیا مدیریت به د ښار په سالونونو، هوټلونو او خوړنځایونو کي د نظافت او حفظ‌الصحې د اصولو د رعایت په موخه خپل نظارتي فعالیتونه په دوامداره توګه ترسره کوي.
په درنښت
د کندهار ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر

Address

Kandahar. Afghanistan
Kandahar

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Kandahar.Municipality کندهار ښاروالي posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category