قيادت - Qiyadat

قيادت - Qiyadat په دغه پاڼه کې سیاسي او فکري موضوعات خپرېږي او د مسلمانانو ويښتابه خپل رسالت ګڼي.

په ویجاړوونکو عادتونو کې راګیر له انرژي ډک نسل؛ د نن ورځې د ژوند ډول څنګه د امت راتلونکی جوړوي؟په نننۍ ټولنه کې د ځوان ن...
13/08/2026

په ویجاړوونکو عادتونو کې راګیر له انرژي ډک نسل؛
د نن ورځې د ژوند ډول څنګه د امت راتلونکی جوړوي؟
په نننۍ ټولنه کې د ځوان نسل ډېره انرژي په داسې عادتونو لګېږي چې د بدن او ذهن له طبیعي اړتیاوو سره سمون نه لري. د ټولنیزو شبکو زیات استعمال، بې‌معنا ریلزونه، بې‌خوبي، د ورزش کمښت، ناسالم خوراک او ګاز لرونکي مشروبات د ډېرو ځوانانو د ژوند برخه ګرځېدلې ده. په لومړي نظر کې دا یوازې شخصي عادتونه ښکاري، خو کله چې دا د امت په کچه عام شي، نو د راتلونکي لپاره جدي خطر جوړوي.
ځکه اسلامي امت د نهضت، بیدارۍ، دعوت، علم، رهبرۍ او وږدمهاله پلان او رهبرۍ په برخه کې له ستونزو سره مخ دی. دا حالت د امت علمي او تمدني پرمختګ ته زیان رسوي. له همدې امله د ځوانانو د بدن او ذهن روغتیا یوازې شخصي موضوع نه ده، بلکې د امت د راتلونکي بنسټ جوړوي. که نسل سالم او منظم وي، نو امت به هم قوي، بیدار او پرمختللی وي.
تمدن جوړونې لپاره داسې ځوانانو ته اړتیا لري چې سالم بدن، پیاوړی فکر، استقامت او قوي اراده ولري. خو ناسالم ژوند د تمرکز کمزورتیا، ستړیا، بې‌حوصلګي او اضطراب زیاتوي، چې په مستقیم ډول د فکر، زده‌کړې، پرېکړې کولو او مسؤلیت‌پالنې پر کیفیت اغېز کوي.
نننی نسل که څه هم معلوماتو ته اسانه لاسرسی لري، خو د ژور فکر، ا
ټيليګرام:👇👇👇
https://t.me/Qiyadat
وټسپ:👇👇👇
https://whatsapp.com/channel/0029VaEHdkrKrWQtR8QGoC1r

12/08/2026
د «مکي دفاعي تړون» څه دی؟د «مکي دفاعي تړون» د پاکستان اټومي قدرت، د ترکیې پوځي صنعت او د سعودي اقتصادي ظرفیت سره یوځای ک...
09/08/2026

د «مکي دفاعي تړون» څه دی؟
د «مکي دفاعي تړون» د پاکستان اټومي قدرت، د ترکیې پوځي صنعت او د سعودي اقتصادي ظرفیت سره یوځای کوي؛ خو نه د غزې او کشمیر د ازادولو لپاره، نه د یهودي رژیم د جریحو ایستلو لپاره او نه له امریکا له نفوذ څخه د وتلو لپاره؛ بلکې په منطقې کې د امریکا د ګټو ساتلو او د ایران د مهارولو لپاره، خو په سیمه کې د امریکا د ګټو او د متحدینو ګټې د تامینولو لپاره. دوی د دې پر ځای چې د مظلومانو مرستې ته ور ودانګي، په پوره بې‌شرمۍ حتی له غاصب یهودي رژیم سره د اړیکو، «امنیتي تړونونو» او د «هراړخیزې سولې» پر لور د تګ خبرې هم کوي.

ټيليګرام:👇👇👇
https://t.me/Qiyadat
وټسپ:👇👇👇
https://whatsapp.com/channel/0029VaEHdkrKrWQtR8QGoC1r

د خلیج امنیتي بدلون؛ خپلواکي که د استعمار نوې بڼه؟د ۲۰۲۶ کال د ایران او امریکا جګړې وښودله چې د امریکا امنیتي چتر د خلیج...
06/08/2026

د خلیج امنیتي بدلون؛ خپلواکي که د استعمار نوې بڼه؟
د ۲۰۲۶ کال د ایران او امریکا جګړې وښودله چې د امریکا امنیتي چتر د خلیج هېوادونو لپاره مطلق تضمین نه دی. که څه هم امریکايي دفاعي سیستمونو ډېری توغندي شنډ کړل، خو جګړه ټولو شپږو خلیجي هېوادونو ته ورسېده او د انرژۍ مهمو تأسیساتو ته یې میلیاردونه ډالره زیان واړاوه. دې پېښې د خلیج هېوادونه له «ستراتېژیکې یوازیتوب» سره مخ کړل او هغوی دې ته اړ کړل چې پر یوه ځواک د تکیې پر ځای له امریکا، چین، هند او پاکستان سره متوازن امنیتي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي.
د دې نوې تګلارې بنسټ درې برخې لري: له سیمه‌ییزو سیالانو سره د کړکېچ کمول او اقتصادي ګټې خوندي کول، د دفاعي وړتیاوو او پرمختللو پوځي ټکنالوژیو پیاوړتیا، او له هند او پاکستان سره د شبکې په بڼه امنیتي همکاري.
خو له اسلامي لیدلوري دا بدلونونه د اسلامي نړۍ د خپلواکۍ پیاوړتیا نه، بلکې د بهرنیو قدرتونو د نفوذ دوام ګڼل کېږي. د دې لید له مخې، بهرني ائتلافونه او پوځي اډې د امت د شتمنیو د ساتنې پر ځای د استعماري ګټو او د اسلامي ویښتابه د مخنیوي وسیلې دي.

ټيليګرام:👇👇👇
https://t.me/Qiyadat
وټسپ:👇👇👇
https://whatsapp.com/channel/0029VaEHdkrKrWQtR8QGoC1r

امریکا او د اسلامي امت نه ختمېدونکي زخمونهامریکا د اسلامي امت تر ټولو ستر دښمن دی؛ هغه دښمن چې د وینو او ویجاړۍ نښې یې ل...
26/07/2026

امریکا او د اسلامي امت نه ختمېدونکي زخمونه
امریکا د اسلامي امت تر ټولو ستر دښمن دی؛ هغه دښمن چې د وینو او ویجاړۍ نښې یې له عراق او افغانستان څخه تر سوریې، یمن، سوډان، فلسطین او لبنان پورې څرګندې دي. د جګړې اورونه بلوي، انقلابونه له خپلې اصلي لارې اړوي، د یهودي رژیم ملاتړ کوي او ملتونه په وینو او اور کې ډوبوي. وروسته بیا د خپلو مزدورو واکمنانو په مټ د اسلامي هېوادونو شتمنۍ او طبیعي سرچینې لوټي. د دې سیاست پایله یوازې تویې شوې وینې، وران کورونه او میلیونونه بې‌ځایه شوي او کډوال انسانان دي.

ټيليګرام:👇👇👇
https://t.me/Qiyadat
وټسپ:👇👇👇
https://whatsapp.com/channel/0029VaEHdkrKrWQtR8QGoC1r

Address

Kandahar

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when قيادت - Qiyadat posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share