21/02/2026
په کندهار کې د جمهوریت د پخواني نظام منسوبین تر بل هر وخت زیات نیول کېږي او شکنجه کېږي.
د تېرو دریو اونیو راهیسې لسګونه راپورونه مي تر لاسه کړي . د ډېری نیول سوو کسانو کورنۍ شکایت کوي چې د شپې ناوخته یې پر کورونو چاپې وهل کېږي او خپلوان یې بیول کېږي. وروسته چې حوزو، قومندانۍ او یا نورو اړوندو ادارو ته مراجعه کوي، هغوی د نیولو او بیولو څخه انکار کوي .
د دې کړنو عواقب به خورا خطرناک وي.
موږ به په مناسب وخت د هر څه پوښتنه وکړو او جواب به یې ورکړو.
❤️🇦🇫Rahmati