خوست ښاروالي Municipality Of Khost

خوست ښاروالي Municipality Of Khost د خوست ښاروالۍ فسبوک پاڼې ته ښه راغلاست! Welcome to the Khost Municipality page!
(3)

خوست ښاروالۍ خبرتیا!د خوست ښار تفصیلي پلان نمرو/دوکانونو د نوي ثبت کولو کمیټه د ریاست الوزرا عالي مقام د (۶۷۲۲) ۱۴۴۷/۹/۲...
02/09/2026

خوست ښاروالۍ خبرتیا!

د خوست ښار تفصیلي پلان نمرو/دوکانونو د نوي ثبت کولو کمیټه د ریاست الوزرا عالي مقام د (۶۷۲۲) ۱۴۴۷/۹/۲۱ حکم د ښاروالۍ ادارې د (۱۴۴۷/۱۰/۲۳(۲۲۸/۱۱۹) ګڼه پیشنهاد او د ولایت محترم مقام د (۱۴۴۷/۱۰۲۵) نیټې احکامو په اساس رامنځته شوي ده، محترم لعل مائیر ولد ګل امان خوست ښاروالۍ ادارې ته(۳۹۹۱۰) نمبر عریضې په اساس عارض شویدی، د خوست ښار اړوند خوست ښار امنیه قومندانۍ ته څېرمه دریمه ناحیه کې د (۲۴۵) نمبر نمره ځمکې د نوي ثبت کولو غوښتنه کړیده، که هر څوک یې د دعوې غوښتنه لري تر اوو(۷) ورځو پورې د ښاروالۍ ادارې دریم منزل د تفصیلي پلانونو ثبت کمیسیون ته مراجعه وکړي، د نه حاضریدو په صورت کې مسؤلیت ستاسو په غاړه وي.

د وږي ۱۱ مه ـ ۱۴۰۵

خوست ښاروالۍ د څلورمې، پنځمې او شپږمې رتبې اعلان شویو بستونو د ازموینې ګډونوالو نوملړ ترتیب کړموده وړاندې خوست ښاروالۍ ل...
02/09/2026

خوست ښاروالۍ د څلورمې، پنځمې او شپږمې رتبې اعلان شویو بستونو د ازموینې ګډونوالو نوملړ ترتیب کړ

موده وړاندې خوست ښاروالۍ له لوري کار اهل کار ته د سپارلو په موخه د څلورمې، پنځمې او شپږمې رتبې خالي بستونه اعلان ته سپارل شوي وو، چې د نوم‌لیکنې وخت یې بشپړ، د ازموینې د ګډونوالو نوملړ یې ترتیب او ډېر ژر به یې د ازموینې وخت او ځای اعلان شي.

د یادونې ده، که د یاد نوملړ په اړه کوم شخص ملاحظات ولري، کولای شي د اعلان له خپرېدو وروسته تر درېیو ورځو پورې د ښاروالۍ د کارکوونکو چارو مدیریت ته مراجعه وکړي.

د وږي ۱۱ مه ـ ۱۴۰۵

خوست ښاروالۍ ښاریانو ته د ۱۴۰۵ کال د تېرو دوو ربعو د ترسره کړو کړنو معلومات وړاندې کړل.ناستې پیلیزې وینا کې خوست ښاروال ...
01/09/2026

خوست ښاروالۍ ښاریانو ته د ۱۴۰۵ کال د تېرو دوو ربعو د ترسره کړو کړنو معلومات وړاندې کړل.

ناستې پیلیزې وینا کې خوست ښاروال الحاج حافظ عبدالرشید عمري حساب ورکول د ادارو اصل یاد کړ او وویل چې خوست ښاروالۍ یاد اصل ته ژمنه ده او تل یې یاد اصل د اسلام په چوکاټ کې تطبیق کړی دی.

ښاغلي عمري وویل، خوست ښاروالۍ د تېرو کلونو په شان روان کال د دوو ربعو کې د ترسره کړو کړنو په جریان کې وویل چې خوست ښاروالۍ د عوایدو تر څنګ په انکشافي برخه کې د پام وړ پروژې روانې کړې دي او همدارنګه ټولنیزو ستونزو او د ښاریانو غوښتنو ته په پام یې د ماڼۍ سیمه کې د اوبو مسیر معلومولو لپاره د ولایت په کچه هیئت ټاکل، د کثافاتو د انتقال لپاره د خوندي ځای ټاکل، روان کال د ګڼو پروژو پیل، د کاري فرصتونو ایجاد، د اداري چارو د لا ښه والي په موخه د بستونو اعلان، ښاري ښکلا ته ځانګړې پاملرنه، د ښاریانو سره د ستونزو اورېدل او له دوی سره ناستې ترسره شوې دي.

ښاغلي عمري ښاریانو ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او له دوی یې وغوښتل چې په ګډه به د ښار د ښکلا، رغونې او پراختیا په برخه کې کار کوو.

ورپسې د خوست ښاروالۍ د دعوت او ارشاد مدیر مولوي شفیق‌الله په خپلو خبرو کې وویل چې په اسلامي نظام کې پر حساب ورکولو ټینګار شوی او حساب ورکول په ادارو کې د شفافیت د رامنځته کېدو لامل کېږي.

نوموړي زیاته کړه، هغه پیسې چې له ښاریانو څخه راټولېږي، بېرته د دوی د ښار او ښاریانو لپاره په بېلابېلو برخو کې لګول کېږي، چې له همدې امله د عوایدو راټولول او په سمه توګه یې مصرفول د ښار د لا ښې ودې او پرمختګ لپاره مهم دي.

د ښاري حکومتولۍ په چوکاټ کې د ۸ اداري مجلسونو دایرول، د مراجعینو د خدماتو مرکز ته د ۲۴۸۹ کسانو مراجعه، د ښاري نظم او پراختیا کمیسیون یوه ناسته، د مشورتي بورډ سره د ګډو ناستو بهیر د ښار د اوو ناحیو د ګذرونو نقشې برابرول، د ښار د مرکزي ۱۲ لیسو ترڅنګ په اتو مدرسو کې د ښاروالۍ کمیټو فعالول، د «بریالۍ ادارې» په نوم د کتاب چاپ او وېش، د ښاروالۍ د ځینو ځایونو نومونو تغییر، د عامه پوهاوي او تجارتي اعلاناتو په موخه د ۱۸ لوحو نصب، د ۸ بلبورډونو نصب، د ښاروالۍ له لوري د ښار پاکوالي ولسي آشر، د «زرغون خوست» نیالګیو آشر، د ښاروالیو ولایتي شبکې دوه ناستې، د بېلابېلو دولتي ادارو ترڅنګ له نېږدې پنځو خصوصي ادارو سره د ګډې همکارۍ او همغږۍ په برخه کې د تفاهم‌لیکونو لاسلیک، د نرخونو کنټرول او احتکار کمیسیون سره په ګډه د بېلابېلو صنفونو څخه نظارت هغه مهمې چارې وې چې د ښاري حکومتولۍ آمریت له خوا ترسره شوې دي.

په مالي او اداري برخه کې، له بېلابېلو عایداتي سرچینو، چې شمېر یې نېږدې ۲۰ ته رسېږي، روان کال ۴۶۰ میلیونه افغانۍ عواید پېشبیني شوي دي، چې په فزیکي توګه په نېږدې شپږو میاشتو کې شاوخوا ۱۳۰ میلیونه افغانۍ راټولې شوې دي. د روانې میاشتې تر پایه به د وېشل شویو تعرفو د تحویل سره یاد ارقام د پام وړ لوړ شي، چې له دې جملې څخه ۲۹۲ میلیونه افغانۍ شاوخوا انکشافي برخې ته ځانګړې شوې دي، چې د نېږدې ۲۰ عایداتي سرچینو څخه لاسته راځي.

د تخنیکي او سکتوري آمریت په چوکاټ کې روان کال په مختلفو ناحیو کې د زرګونو نیالګیو کېنول، د تنظیف په برخه کې د زرګونو متره مکعب کثافاتو شپه او ورځ انتقال، د ښاري خدماتو وړاندې کول او روان کال شاوخوا ۳۰ لویې او وړې پروژې په پلان کې شاملې وې، چې د ګڼو پروژو کارونه روان دي او هڅه کېږي چې روان کال تر پایه ټولې پروژې بشپړې شي، چې ښاري ښکلا ته پکې ځانګړې پاملرنه شوې ده.

د ناستې وروستۍ برخه د ګډونوالو پوښتنو ته ځانګړې شوې وه. هغوی خپلې اندېښنې، وړاندیزونه او نیوکې شریکې کړې، او مسؤلینو په پوره حوصلې سره د دوی غوښتنې واورېدلې او پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.
د وږي ۱۰ مه ـ ۱۴۰۵

خوست ښاروالۍ خبرتیا!موضوع: د اولي ناحیې اړوند منبع الجهاد مارکیت ۳۹ نمبر دوکان کرایي تحویلي او خلاصوالي په اړه...محترما!...
01/09/2026

خوست ښاروالۍ خبرتیا!

موضوع: د اولي ناحیې اړوند منبع الجهاد مارکیت ۳۹ نمبر دوکان کرایي تحویلي او خلاصوالي په اړه...

محترما! څرنگه چي ښاروالۍ اداره ملکیتونو څخه کرایې د ثابتو عوایدو له ډلې څخه دي، چې په خنډ او ځنډ سره یې ښاروالۍ ادارې د بیا رغوني، تنظیف، سرسبزي او نورو برخو کې د خدمتونو پر وړاندې کولو منفي اغیز کوي، نو د منبع الجهاد مارکیت داخل کې (۳۹) نمبر دوکان چي ضیا الحق د ذاکر زوی په نوم دی؛ بند او کرایي یې نه تحویلي. له نوموړي څخه په ډیر درنښت هېله کیږي،چي د اعلان د خپرېدو له نېټې د وروستۍ درېیو ورځو په جریان کې دوکان خلاص او کرایي یې تحویل کړي، د نه حاضرېدو په صورت کې یې د دوکان خلاصیږي، او بل چا ته په کرایه ور کول کیږي،چي بیا د شکایت حق نه لري.

د وږي ۱۰ مه ۱۴۰۵

خوست ښاروالۍ خبرتیا!موضوع: د خوست ښاروالۍ جرګو تالار په جنوب کې د یو باب غرفې کرایه نشین په اړه...د جرګو تالار جنوب کې د...
31/08/2026

خوست ښاروالۍ خبرتیا!

موضوع: د خوست ښاروالۍ جرګو تالار په جنوب کې د یو باب غرفې کرایه نشین په اړه...

د جرګو تالار جنوب کې د غرفې کرایه نیشین محمد حکیم خان ولد حکیم خان خبر ور کول کیږي، چې تر راتلونکو دریو ورځو پورې خوست ښاروالۍ دوهمې ناحیې عمومي مدیریت ته د عارض شخص ولي الرحمن ولد افضل خان سره د خپلو حسابونو تصفیې لپاره حاضر شي، د نه حاضریدو په صورت دوکان د هیئت په حضورداشت کې خلاصیږي، بیا د شکایت حق نه لري.

د وږي ۹ مه َ ۱۴۰۵

خوست ښاروالۍ خبرتیا!د خوست ښار تفصیلي پلان نمرو/دوکانونو د نوي ثبت کولو کمیټه د ریاست الوزرا عالي مقام د (۶۷۲۲) ۱۴۴۷/۹/۲...
30/08/2026

خوست ښاروالۍ خبرتیا!

د خوست ښار تفصیلي پلان نمرو/دوکانونو د نوي ثبت کولو کمیټه د ریاست الوزرا عالي مقام د (۶۷۲۲) ۱۴۴۷/۹/۲۱ حکم د ښاروالۍ ادارې د (۱۴۴۷/۱۰/۲۳(۲۲۸/۱۱۹) ګڼه پیشنهاد او د ولایت محترم مقام د (۱۴۴۷/۱۰۲۵) نیټې احکامو په اساس رامنځته شوي ده، وارثه فدامحمد محترم ګل محمد وغیره ولدان فدامحمد خوست ښاروالۍ ادارې ته(۳۱۲۱۲) نمبر عریضې په اساس عارض شویدی، د خوست ښار اړوند پروژې پل ساحه کې د (۶۶۱) نمبر نمره ځمکې د نوي ثبت کولو غوښتنه کړیده، که هر څوک یې د دعوې غوښتنه لري تر اوو(۷) ورځو پورې د ښاروالۍ ادارې دریم منزل د تفصیلي پلانونو ثبت کمیسیون ته مراجعه وکړي، د نه حاضریدو په صورت کې مسؤلیت ستاسو په غاړه وي.

د وږي ۸ مه ـ ۱۴۰۵

څلورمه ناحیه کې د څو کلونو بند سړک خلاص او د هوارکارۍ چارې یې ترسره شوې.د خوست ښاروالۍ اړوند د څلورمې ناحیې مسؤلینو له ل...
30/08/2026

څلورمه ناحیه کې د څو کلونو بند سړک خلاص او د هوارکارۍ چارې یې ترسره شوې.

د خوست ښاروالۍ اړوند د څلورمې ناحیې مسؤلینو له لوري په یاده ناحیه کې سي پروژه کې د۲۰ متره فرعي سړک، چې له څو کلونو راهیسې بند او ویجاړ و او خلکو ته یې ستونزې جوړوې وې، د ښاروال الحاج حافظ عبدالرشید عمري په لارښوونه خلاص او د هوارکارۍ کارونه یې بشپړ شول.

خوست ښاروالۍ هڅه کوي، تر څو د ښاریانو غوښتنو او د ښاروالۍ پلانونو مطابق خپل فعالیتونه ترسره کړي او له تاسو درنو ښاریانو څخه په ټولو چارو کې د همکارۍ لا هیله لري.

د وږي ۸مه، ۱۴۰۵

خوست والي او ښاروال په ګډه د ښار له بېلابېلو برخو لیدنه وکړه.د خوست والي مولوي عبدالرحمن ح ق اني او د خوست ولایت ښاروال ...
29/08/2026

خوست والي او ښاروال په ګډه د ښار له بېلابېلو برخو لیدنه وکړه.

د خوست والي مولوي عبدالرحمن ح ق اني او د خوست ولایت ښاروال الحاج حافظ عبدالرشید عمري شنبه د ورځې ناوخته د ښار له مختلفو ساحو لیدنه وکړه.

ښاغلي عمري د لیدنې پر مهال خوست والي ته د ښار اړوند مهم معلومات وړاندې کړل او وویل چې ښاري ګڼې ګوڼې ښاریان له ستونزو سره مخ کړي دي او په وړاندې یې اجراات تر سره شويدي.

والي الحاج مولوي عبدالرحمن ح ق اني چې یو شمیر دوکاندارنو او ښاریانو سره یې له نېږدې وکتل او د دوی ستونزې یې واوریدې ښاروالۍ مسؤلینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د ښار د پراختیا، نظم او د ښاریانو د اسانتیاوو لپاره عملي اخیستل شوي اغېزناک ګامونه لا پیاوړي شي.

ښاغلي حقاني همدارنګه د ښار پراختیا په برخه کې ښاغلي عمري ته وویل چې د ښاري پراختیا اړوند پلانونه باید عملي شي، تر څو ښار پراخ او د ښاریانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

د وږي ۷ مه ـ ۱۴۰۵

ښاروالۍ ادارې خبرتیا!خوست ښاروالۍ په پام کې لري، چې د ښار داخلي سړکونو جوړولو قرارداد ( ۲۱ میلیونه ۱۷۹ زره نهه سوه پنځه ...
29/08/2026

ښاروالۍ ادارې خبرتیا!

خوست ښاروالۍ په پام کې لري، چې د ښار داخلي سړکونو جوړولو قرارداد ( ۲۱ میلیونه ۱۷۹ زره نهه سوه پنځه افغانیو په ارزښت اکبر نصرت ساختماني شرکت ته چې دفتر ادرس یې د خوست ښار غلام خان سړک سره دی، په قرارداد ور کړي هغه حکمي او حقیقي اشخاص چې په اړه یې اعتراض لري، خپل اعتراض لیکونه دې د لایلو سره یو ځای په لیکلي بڼه د اعلان څخه وروسته تر (۵) ورځو پورې تدارکاتو مدیریت ته وسپاري د لا زیاتو معلوماتو لپاره په (۰۷۷۸۸۴۴۳۸۸) شمیره اړیکه ونسئ.

پته: خوست ښار دوهمه ناحیه قومندانۍ سړک د مرکزي محمدي مسجد مخامخ د ښاروالۍ اداري تعمیر دریم پوړ..

د وږي ۷ مه َ ۱۴۰۵

ښاروالۍ ادارې خبرتیا!خوست ښاروالۍ په پام کې لري، چې کادري روغتون ته تللي سړک جوړولو قرارداد د (۲ میلیونه ۱۶۶ زره دوه اوی...
29/08/2026

ښاروالۍ ادارې خبرتیا!

خوست ښاروالۍ په پام کې لري، چې کادري روغتون ته تللي سړک جوړولو قرارداد د (۲ میلیونه ۱۶۶ زره دوه اویا ) افغانیو په ارزښت شفیق تڼیوال ساختماني شرکت ته چې دفتر ادرس یې خوست ښار یعقوبیو سړک کامل پلازا ده په قرارداد ور کړي هغه حکمي او حقیقي اشخاص چې په اړه یې اعتراض لري، خپل اعتراض لیکونه دې د لایلو سره یو ځای په لیکلي بڼه د اعلان څخه وروسته تر (۵) ورځو پورې تدارکاتو مدیریت تهذوسپاري او لا د زیاتو مالوماتو لپاره په (۰۷۷۸۸۴۴۳۸۸) شمېره اړیکه ونسئ.

پته: خوست ښار دوهمه ناحیه قومندانۍ سړک د مرکزي محمدي مسجد مخامخ د ښاروالۍ اداري تعمیر دریم پوړ..

د وږي ۷ مه َ ۱۴۰۵

Address

Khost City Front Of Mohammadi Mosque
Khost

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when خوست ښاروالي Municipality Of Khost posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to خوست ښاروالي Municipality Of Khost:

Shortcuts

Share