23/12/2023
میر احمد یاد صیب لیکلي:
وسیم اکرم نه پوښتنه وشوه چې افغان ټيم کې ولې فاسټ بالر نه پيدا کېږي؟
هغه ورته وویل، څه چې ستایل کېږي هغه وده کوي، یو وخت افغان لوبډله کې فاسټ بالران ستایل کېدل، څو ټاپ کلاس فاسټ بالران یې لرل، بیا چې راشد راغی، اوس سپينران ستایل کېږي او ښه ټاپ کلاس سپېنران لري.
دا د ستایلو خبره یوازې تر کرېکټ محدوده نه ده، بلکې د دې ژوندی مثال دی چې په ټولنه کې څه پرمختګ کوي او ولې یې کوي؟
زموږ په ټولنه کې علم نه دی ستایل شوی ځکه یې پرمختګ نشته، خو ټوپک، توره، جنګ، غچ، برجونه او تربږنۍ ښه ستایل کېږي، نو دا څيزونه په کې وده هم کوي.
په تېرو څو کلونو کې مالي فساد ښه وستایل شو، چې چا به ښه فساد کولای شو هغه به ډېر ستایل کېده، چا به چې نه کاوه یا به یې نه شو کولای، هغه به خلکو رټه... ځکه مو بیا په فساد کې هم ساری نه و.
اوس هم خپله ټولنه کې وګورئ چې څه ستایل کېږي، هماغه به وده کوي. داسې نه کېږي چې موږ دې په خپل انګړ کې د اغزو پالنه کوو او هغه دې راته ګلاب وکړي.