17/01/2025
#د تورو مرچو ګټې!!
د تورو مرچو په مرسته مو د معدې ستونزې لرې کړئ!!
د تورو مرچو نوم به مو اورېدلی وي. دا په نړۍ کې یو له هغو عامو مصالو څخه دی؛ چې په هر کور کې شته او د پخلي لپاره کارول کېږي. تور مرچ د مصالو د ملکې (پاچا) په نوم هم یادېږي. دا په حقیقت کې د یوې مېوې لرونکې بوټي مېوه ده چې کرل یې د دې مېوې د لاسته راوړلو لپاره ترسره کېږي. د دې ونو مېوه له وچولو وروسته د مصالو په توګه کارول کېږي.
د تورو مرچو استعمال سلګونه کلونه کېږي. دا نه یوازې د خوړو خوند زیاتوي، بلکې د بدن ساتنه کوي او له ډېرو ناروغیو او زیان رسوونکو جراثیمو څخه یې ژغوري. له تورو مرچو څخه د عیسي علیه السلام له زمانې وړاندې د درملنې په توګه کار اخېستل کېده. که څه هم تور مرچ بدن ته بې شمېره ګټې لري، مګر د معدې لپاره خورا ګټور دي.
تور مرچ معدې ته تحریک ورکوي او هایډروکلوریک اسید تولید زیاتوي، چې دا اسید د پروټین او نورو خوړو هضمولو لپاره اړین دي. کله چې خواړه په سمه توګه هضم شي، تاسو به هېڅکله د نس ناستې یا قبضیت ناروغۍ سره مخ نه شئ.
تور مرچ د انټي آکسیډنټ، انټي سیپټیک، انټي فنګل او انټي ټیومر ځانګړتیاوې لري. دا په معده کې د هر ډول انتاناتو مخنیوی کوي. دا د معدې تودوخه کموي، اشتها زیاتوي او د ځیګر صفا کولو لپاره ګټور دي. تور مرچ په پانقراس او کولمو کې د هضم لپاره اړین انزایمونه فعالوي او د کولمو فعالیت ښه کوي.
تور مرچ د ځینو نورو کیمیاوي موادو له امله د نس ناستې اغېزې کموي. دا د اعصابو سیسټم ځواکمنوي او د معدې ستونزې له منځه وړي. تور مرچ د بدن تودوخه کموي او د خولو تولید زیاتوي.
د معدې د مختلفو ستونزو لپاره د تورو مرچو کارولو آسانه لارې چارې:
1. د معدې تیزابیت لپاره: یو ګیلاس اوبو کې د لیمو لږ شانته اوبه واچوئ او یوه وړه کاشوغه تور مرچ پودر په کې ګډ کړئ؛ دا اوبه د ورځې دوه ځله د خوړو وروسته وڅښئ.
2. د هضم لپاره: پودر شوي تور مرچ، سونف، زیره او مالګه یو ځای ګډ کړئ. دا پوډر د ورځې دوه ځله د تودو اوبو سره د خوړو وروسته وخورئ.
3. د معدې او نس ګاز لپاره: د مستو غوړ لرې کړئ، یوه کاشوغه تور مرچ او یوه کاشوغه سمه زیره په کې واچوئ او یې وڅښئ.
4. د اشتها زیاتولو لپاره: نیمه کوچنۍ کاشوغه تور مرچ او یو لویه کاشوغه شهد (شات) سره ګډ کړئ او یې وخورئ.
5. د معدې ستونزو له منځه وړلو لپاره: یو ګیلاس مستې ته یوه کاشوغه تور مرچ اضافه کړئ او په نهاره یې وڅښئ.
6. د نس ناستې لپاره: یوه کاشوغه تور مرچ په کوچو کې ګډ کړئ او لږ لږ وخورئ.
7. د قبض لپاره: په ورځني خوړو کې د تور مرچو استعمال زیات کړئ.
دا طریقې د تورو مرچو په مرسته د معدې د ستونزو د حل لپاره خورا ګټورې دي.
که مو ولوستل؛ له نورو سره یې شریک کړئ!!