25/07/2026
ارواښاد حاجي کشمیر خان د لسم تلین په مناسبت
نن، د اسد درېیمه، د حزب اسلامي د نومیالي جهادي قومندان، ارواښاد حاجي کشمیر خان، د وفات لسم تلین دی.
ارواښاد حاجي کشمیر خان خپل ژوند د دین، وطن او ولس د خدمت لپاره وقف کړی و. تقوا، اخلاص، ایمانداري، مېړانه او نېک اخلاق یې هغه ځانګړنې وې چې د خلکو په زړونو کې یې تلپاتې ځای خپل کړی دی.
هغه د جهاد په سختو او ستونزمنو ورځو کې د خپل ایمان او عقیدې پر بنسټ په استقامت او زړورتیا مبارزه وکړه او د خپل وطن او ولس د دفاع لپاره یې سترې قربانۍ ورکړې. د هغه رښتینولي، امانتداري او ولس ته بېریا خدمت د دې لامل شول چې تر نن ورځې په درناوي او نېک نوم یاد شي.
الله تعالی فرمایي: ﴿مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ...﴾ (الأحزاب: ٢٣)
ژباړه: «له مؤمنانو داسې سړي شته چې له الله سره پر خپلې کړې ژمنې رښتیني ودرېدل.»
نن که څه هم ارواښاد زموږ په منځ کې نشته، خو د هغه نېک یاد، جهادي خدمتونه او ښې کړنې به د کورنۍ، دوستانو او ټولو پېژندونکو په زړونو کې تل ژوندۍ پاتې وي.
الله تعالی دې ارواښاد حاجي کشمیر خان وبښي، جنت الفردوس دې ور په برخه کړي، قبر دې ورته د جنت له باغونو څخه یو باغ وګرځوي، او کورنۍ، خپلوانو او ټولو خواخوږو ته دې صبر جمیل او اجر عظیم ورکړي.
له ټولو دوستانو، خپلوانو او د هغه له مینهوالو څخه په درنښت هیله کوم چې د مرحوم د روح د ایصال ثواب لپاره دعا وکړي او هغه په خپلو نېکو دعاوو کې یاد وساتي.
اللهم اغفر له وارحمه، وعافه واعف عنه، واجعل الفردوس الأعلى مأواه. آمین.
إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
نوررحمن کشمیرخان