کونړ سینديزې فرعي حوزې ریاست

کونړ سینديزې فرعي حوزې ریاست kunar noristan and laghman

21/07/2026

د کونړ سیندیزې فرعي حوزې ریاست خبرتیا!
د کونړ سیندیزې فرعي حوزې ریاست د هوا پېژندنې د وروستیو وړاندوینو له مخې، د سختو اورښتونو او ناڅاپي سیلابونو د رامنځته کېدو د احتمال له امله، د کونړ ولایت له ټولو هغو اوسېدونکو څخه چې د سیندونو او خوړونو په غاړو کې ژوند کوي، په درنښت غوښتنه کوي چې له بشپړ احتیاط څخه کار واخلي.
له ټولو هېوادوالو څخه هیله کېږي چې د سیلابونو د خطر پر مهال د سیندونو او خوړونو له غاړو څخه خوندي ځایونو ته انتقال شي، د خپلې کورنۍ غړي او څاروي خوندي وساتي، او د اړوندو دولتي ادارو سپارښتنې په جدي توګه عملي کړي.
ستاسو احتیاط کولای شي د انساني او مالي زیانونو مخه ونیسي.

د خواخوږۍ او تسلیت پیغامد نورستان ولایت د مرکز پارون په سیمه کې د وروستیو سيلابونو له امله چې پکې ګڼ شمېر درانه ځاني او ...
21/07/2026

د خواخوږۍ او تسلیت پیغام
د نورستان ولایت د مرکز پارون په سیمه کې د وروستیو سيلابونو له امله چې پکې ګڼ شمېر درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي، د کونړ سیندیزې فرعي حوزې ریاست رئیس الحاج ملا دوست محمد (حنفې) له لوري دنورستان مومن ولس او د قرباني شویو کورنیو، ټپیانو او زیانمنو شویو خلکو سره خپله ژوره خواخوږي او تسلیت څرګندوو.
موږ د الله تعالی په دربار کې په ډېر اخلاص دعا کوو چې د شهیدانو شهادت قبول او درجات یې لوړ کړي، زخمیانو ته عاجله او کامله شفا ورکړي، او هغه کسان چې تر اوسه بې درکه دي، په خپل فضل او کرم سره یې سالم او ژر خپلو کورنیو ته راستانه کړي.
همدارنګه د ټولو مړه شویو عزیزانو کورنیو ته د زړه له کومې تسلیت وړاندې کوو او له لوی الله تعالی څخه ورته د صبر، اجر او حوصلې غوښتنه کوو. الله تعالی دې د زیانمنو کورنیو غمونه په خوښیو بدل کړي، د دوی مالي او ځاني تاوانونه دې جبران کړي، او زموږ په ګران هېواد کې دې تلپاتې امن، ثبات او خیر راولي.
په درنښت

د چینګۍ او ناڅاپۍ کانالونو د اوبو استفاده کوونکو ترمنځ د اوبو پرسر رامنځته شوی منازعه حل شوه!  ۱۴۴۷/۱۲/۲۹ هـــ ق نیټهد ک...
17/06/2026

د چینګۍ او ناڅاپۍ کانالونو د اوبو استفاده کوونکو ترمنځ د اوبو پرسر رامنځته شوی منازعه حل شوه!
۱۴۴۷/۱۲/۲۹ هـــ ق نیټه
د کونړ سرکاڼو ولسواۍ اړوند د چینګۍ او ناڅاپۍ کانالونو د اوبو استفاده کوونکو ترمنځ داوبو پرسر د رامنځته شوی منازعی د حل په موخه د کونړ سیندیزی فرعي حوزی ریاست ریئس په لارښوونه ګډ هیئت ذکرشوو کلیو ولسونه سره راټول او د ولسوالۍ مؤظفو مامورینو په حضور کی د اختلافي مسایلو د حل وروسته د لاندی ذکرشوو مادو په توافق سره یاده ستونزه حل او فصل شوه .
د بیلی په ساحه کی د کانال څخه غزول شوی پایپ لری کول، د کانال پاک کاري په ولسي ملاتړ سره ترسره کول، د میراب مزد په خپل وخت ورکول، دکانال په حریم کی چی کوم دیوال جوړشوی دی د هغه تخریبول، د اوبو نوبت ټاکل او مراعت کول او د کانال لپاره دوه نیم متره حریم پریښودل.
پورته ذکرشوي موارد اړوند ولسونو په اتفاق او اتحاد سره ومنل او قناعت یې وکړ.

د کونړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ د پشد کانال مربوطه کلیو مشرانو د کونړ ولایت د سیندیزې فرعي حوزې د ریاست رئیس الحاج ملادوست م...
27/04/2026

د کونړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ د پشد کانال مربوطه کلیو مشرانو د کونړ ولایت د سیندیزې فرعي حوزې د ریاست رئیس الحاج ملادوست محمد حنفی سره په کاری دفتر کې ولیدل!
1447/11/9 هــــــــ ق نېټه
د کونړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ د پشد کانال مربوطه کلیو مشرانو د کونړ ولایت د سیندیزې فرعي حوزې د ریاست رئیس الحاج ملادوست محمد حنفی سره په کاری دفتر کې ولیدل، چې د ولسونو ترمنځ د اوبو د ویش او نور د کانال اړوند مسایلو پر سر مشکلات رامنځ ته شوی وو چی خپل مشکلات یې د ریاست مقام سره شریک کړل چې د مشکلاتو اوریدو څخه وروسته د ولس د سپین ږیرو سره په سلا مشوره مشکلاتو ته د حل لاری چاری ولټول شوی او د وزارت د اوبو د تنظیم قانون ورته هم تشریح شو چی د ولسونو د قناعت وړ وګرځید.

د کونړ سیندیزې فرعي حوزې  ریاست رئیس الحاج ملا دوست محمد (حنفي ) د سرکاڼو ولسوالۍاړوند د پشد ولسونو سره په خپل کارې دفتر...
29/03/2026

د کونړ سیندیزې فرعي حوزې ریاست رئیس الحاج ملا دوست محمد (حنفي ) د سرکاڼو ولسوالۍاړوند د پشد ولسونو سره په خپل کارې دفتر کې وکتل!
1446/10/09ه ق نېټه
د کونړ سیندیزې فرعي حوزې ریاست رئیس الحاج ملا دوست محمد (حنفي ) د سرکاڼو ولسوالۍاړوند د پشد ولسونو سره په خپل کارې دفتر کې وکتل ورسره د ذکر شوي ساحې د ابیارۍ د برخې ستونزي شریکي کړي او د ستونزو د ارزونې او تحلیل وروسته ورته د لازم حل او فصل اطمینان ورکړل شو.

د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معين مجیب الرحمن عمر آخندزاده د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې د وزیرانو په کچه د اوبو په نړيو...
26/03/2026

د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معين مجیب الرحمن عمر آخندزاده د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې د وزیرانو په کچه د اوبو په نړيوال فورم کې ګډون کړی. نوموړي د اوبو عادلانه وېش، د اوبو مدیریت، د نوې ټکنالوژۍ کارونه او د اقلیمي بدلون پر وړاندې پر ګډو همکاریو یې ټینګار کړی او د ازبکستان د اوبو له وزیر شوکت خمرایف سره یې هم کتلي دي.

د کونړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ مربوط د اوبو دری کانالونو ته د میراب سیستمونه جوړشول! 1447/08/29 هـــــــ ق نېټهد کونړ سیندی...
25/02/2026

د کونړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ مربوط د اوبو دری کانالونو ته د میراب سیستمونه جوړشول!
1447/08/29 هـــــــ ق نېټه
د کونړ سیندیزی فرعي حوزی ریاست ريئس الحاج ملا دوست محمد(حنفي) د هدایت سره سم د کونړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ مربوط داوبو دری کانالونو چینګۍ کانال ، ناڅاپۍ کانال او باراباد کانالونو ته د میراب سیستمونه جوړشول چی له مخی یی دیادو کانالونو د اوبو د استفاده کوونکو ولسونو د اوبو دښه تنظیم اومدیریت کولو په منظور د میراب سیستم اعضا او ریسان چی د اولسونو او ریاست په هماهنګۍ او سلا مشوره ټاکل شوی وو معرفی شول چی د یاد کانال اړوند داوبو استفاده کوونکو ولسونو ژمنه وکړه چی داوبو د ضایعاتو او بی ځایه مصرف مخنیوی به په کلکه کوو.

دکونړ سیندیزی فرعی حوزی ریاست د اوبو دسرچینو امریت دتخنیکی انجینرانو  لخوا د ناړی ولسوالی مربوطه  د دوکلام په ساحه کی  پ...
14/02/2026

دکونړ سیندیزی فرعی حوزی ریاست د اوبو دسرچینو امریت دتخنیکی انجینرانو لخوا د ناړی ولسوالی مربوطه د دوکلام په ساحه کی په عمومی سیند باندی د اوبو د دقیقی اندازه ګیری په خاطر نوی ستاف ګیچ نصب شو!
1447/08/18 هــــــــــ ق نېټه
دکونړسیندیزی فرعی حوزی ریاست داوبو سرچینو امریت تخنیکی انجینرانو لخوا د ناړی ولسوالی مربوطه د دوکلام په هغه ساحه کی چی دوزارت مقام د راغلی هئیت لخوا انتخاب شوی وو 5متره ستاف ګیچ داوبو د دقیقی اندازه ګیری پخاطر نصب شو. او مربوطه مامور ته لارښوونه وشوه چی دری وخته یعنی سهار 8:00بجی غرمه 1:00او ماذیګر4:00 بجی تری په دقیق ډول ارقام جمع او توحیدی راپور دی د هری میلادی میاشتی په 30نیټه د کونړ سیندیزی فرعی حوزی ریاست ته راواستوی.

1447/08/16 هــــــ ق نېټهد کونړ ولایت د اوبو او انرژۍ ریس ملادوست محمد حنفی سره د وزارت څخه راغلی تخنیکی انجینرصاحبانو چ...
07/02/2026

1447/08/16 هــــــ ق نېټه
د کونړ ولایت د اوبو او انرژۍ ریس ملادوست محمد حنفی سره د وزارت څخه راغلی تخنیکی انجینرصاحبانو چی د شرقی زون انرژۍ د تنظیم آمر او تخنیکی ټیم هم و رسره ملتیا کوله د ریاست په مقام کی ناسته ترسره کړه په دغه ناسته کی د کونړ په ټولو ولسوالیو کی دکوچنیو MHP (ایم ایچ پی ) لپاره د ساحو او منابعو په نښه کولو باندی سلا مشوری وشوی چی په پای کی یاد ټیم ولسوالیو ته رسمی معرفی شو ترڅو ساحی په نښه او سروی شی او د وزارت مقام سره شریک شی.

کنړ ولایت کې د یوه تحکیماتي دېوال جوړولو پروژې چارې د نږدې شپږ نیم میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوېد کنړ ولایت د منورې ول...
11/01/2026

کنړ ولایت کې د یوه تحکیماتي دېوال جوړولو پروژې چارې د نږدې شپږ نیم میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې
د کنړ ولایت د منورې ولسوالي په امین‌آباد کلي کې د یوه تحکیماتي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۶ میلیونه، ۴۵۷زره او ۲۲۴ افغانیو په لګښت پیل شوې.
نوموړی تحکیماتي دېوال د ۴۸۰ متره په اوږدوالي سره جوړیږي، چې چارې به یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
نوموړې پروژه د اوبو او انرژي وزارت له لوري یوه کورني شرکت ته په قرارداد ورکړل شوی او څارنه یې د کنړ د اوبو او انرژي ریاست له لوري ترسره کېږي.

Address

Kunar

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when کونړ سینديزې فرعي حوزې ریاست posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share