دهلمندولایت مخابراتواومعلوماتی ټکنالوجی ریاست پاڼه

دهلمندولایت مخابراتواومعلوماتی ټکنالوجی ریاست پاڼه provincial General IT Manager

د نوم لیکنې خبرتیاد هلمند ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د معلوماتي ټکنالوجۍ آمریت په پام کې لري چې د ډیجیټ...
08/07/2026

د نوم لیکنې خبرتیا
د هلمند ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د معلوماتي ټکنالوجۍ آمریت په پام کې لري چې د ډیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د شپږ میاشتني کمپیوټر کورس د اتلسمې (۱۸مې) دورې لپاره نوم لیکنه ترسره کړي.
د نوم لیکنې موده:
د ۱۷/۴/۱۴۰۵ هـ.ش، چهارشنبې ورځې څخه پیل او د ۲۷/۴/۱۴۰۵ هـ.ش، شنبې ورځې پورې به دوام ولري.
درنو علاقه‌مندانو ته خبر ورکول کېږي چې د نوم لیکنې لپاره د یادې مودې په ترڅ کې هره ورځ د سهار له ۹:۰۰ بجو څخه د ماسپښین تر ۳:۰۰ بجو پورې د هلمند ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د معلوماتي ټکنالوجۍ آمریت ته مراجعه وکړي.
د ازموینې نېټه:
د ۴/۵/۱۴۰۵ هـ.ش، د شنبې ورځ.
په دې شپږ میاشتني کورس کې به ګډونوال په لاندې برخو کې عملي او مسلکي زده کړې ترلاسه کړي:
• د کمپیوټر اساسات (Computer Fundamentals)
• وینډوز (Windows)
• ورډ (Microsoft Word)
• اکسل (Microsoft Excel)
• پاورپواینټ (Microsoft PowerPoint)
• انټرنیټ (Internet)
ځای (پته) :
د هلمند ولایت د زراعت نمرو ترڅنګ د امنیه قوماندانۍ ته څیرمه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست .

24/06/2026

مخابراتي شرکتونو سره د بنډلونو (پکیجونو) د بیو د راټیټیدو اړوند ناسته وشوه!
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) مخابراتي شرکتونو سره د وړاندې کېدونکو بنډلونو د بیو، کیفیت، ستونزو ته د رسېدنې او خدماتو د وړاندې کولو اړوند ناسته وکړه.
دغه غونډه د اترا ادارې تخنیکي مرستیال ښاغلي استاد عطاء محمد یاري په مشرۍ جوړه شوې وه چې د وزارت د اترا ادارې مالي او اداري مرستیال ښاغلي مفتي نجم الدین ملاخیل او ګڼو مسؤلینو هم پکې ګډون درلود.
په غونډه کې د هېواد په مخابراتي سکټور، د سکټور پر مکلفیتونو او هغو اصولو خبرې وشوې چې په اساس یې مخابراتي مارکېټ تنظیم، مدیریت او رهبري کېږي.
ناسته کې د مخابراتو وزارت د اترا ادارې تخنیکي مرستیال ټینګار وکړ د مخابراتي خدمتونو د تنظیم (اترا) اداره مکلفه ده چې د مخابراتي شرکتونو د پیرودونکو حقونه خوندي او ملاتړ یې وکړي همدا راز نوموړي یادونه وکړه چې ټول مخابراتي شرکتونه اړ دي څو د ټاکل شویو اصولو او طرزالعملونو په اساس چوپړتیاوې وړاندې کړي او هغه معیارونه چې ورته ټاکل شوي له هغې سرغړونه ونکړي او د سرغړونې په صورت کې به د نافذه قوانینو په اساس خلاف عمل ګڼل کېږي چې سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.
همداراز دغې ناسته کې تاکید وشو چې، د مخابراتي خدمتونو کیفیت او مناسبې بیې د مصرفوونکو اساسي حقونه دي او د تنظیم اداره به د دغو حقونو د خوندي کولو لپاره خپله ژمنتیا ثابته ساتي .
د یادونې وړ ده د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د رهبرۍ پرېکړې په اساس ټولو مخابراتي شبکو ته چې د پکیجونو په برخه کې یې بیې لوړې کړې وې تر یکشنبې ورځې وروستۍ نېټه وټاکل شوه څو خپلې بیې بیرته پخواني حالت ته یوسي.
په غونډه کې د اترا ادارې لخوا د مخابراتي شرکتونو استازو ته تر راتلونکې یکشنبې پورې وخت ورکړل شو ترڅو په غږیزو او انټرنټي بیو کې وروستي ډیروالی بېرته پخواني حالت ته یوسي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت هېواد کې د مخابراتي او ټکنالوژۍ سکټور د ودې او رهبري دنده پر غاړه لري او خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د دوی غوښتنې په پام کې نیسي، ستونزو ته یې رسېدنه کوي، نظرونه ته یې احترام لري او هڅه کوي د نافذه قوانینو او مقرراتو په اساس له مخابراتي مارکېټ څارنه او مدیریت وکړي.

د هلمند ولایت د رسنیو له مسئولینو سره غونډه ترسره شوهنېټه: ۱۴۰۴/۱۲/۵ځای: د هلمند ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ر...
24/02/2026

د هلمند ولایت د رسنیو له مسئولینو سره غونډه ترسره شوه

نېټه: ۱۴۰۴/۱۲/۵
ځای: د هلمند ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست مقام

د هلمند ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست په مقام کې د رسنیو له مسئولینو سره یوه مهمه غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د هلمند ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ محترم رئیس، د اترا ادارې استازي او د صوتي او تصویري رسنیو مسئولینو ګډون کړی و.

په غونډه کې د هلمند ولایت اړوند د صوتي او تصویري شبکو مسئولینو ته د فریکونسۍ د جواز د تمدید، په راډیوګانو کې د بانډپاس فلټر وسایلو د نصب او د خپلې ټاکلې فریکونسۍ په ساحه کې د اصولو مطابق د خدماتو د وړاندې کولو په اړه لازمې سپارښتنې او ټینګار وشو.

همدارنګه، ګډونوالو ته یادونه وشوه چې د روژې مبارکې میاشتې په جریان کې اسلامي خپرونې په لاره واچوي، څو ولس ترې لازم معنوي او دینی ګټه پورته کړي.

د رسنیو مسئولینو د جواز د تمدید، د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د خپرونو د تنظیم او هر ډول همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

په درنښت
د هلمند ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست

31/12/2025

د عامه پوهاوي په موخه!

د WhatsApp خوندي ساتلو څو مهمې لارې چارې.

وټساپ زمونږ ستاسې په ورځني ژوند کې یو له مهمو برخو څخه دی چې خلک یې د اړیکو نیولو او ورځنیو ستونزو د حل او پیغامونو د انتقال لپاره کاروي خو دا وټساپ بیا د یوه شخص خصوصي حریم هم ګڼل کېږي او معلومات یې خورا اهمیت لري د همدې مهمو معلوماتو د ساتلو لپاره یو شمېر لارې چارې دي که غور پرې وشي تر ډېره بریده به مو خپل معلومات خوندي ساتلي وي.
اوس وخت کې په انټرنټي نړۍ کې هکران د ګوسټ پیرینګ Ghost pairing په نوم یوه طریقه کاروي او هڅه کوي ستاسې د وټساپ حسابونه غلا کړي دوی لومړی یو شخص په نښه کوي وروسته ورته د لنک په بڼه یو داسې پیغام لېږي چې نښه شوی کس اړ کړي څو پیغام ولولي، لکه ورته وايي، ستاسې شخصي انځور مې پیدا کړی یا یوه ویډیو ده خو ځان ته یې وګوره او ورته نور داسې موارد.
خو کله چې شخص د ورخطایئ یا تشویش له کبله لنک پرانیزي او په داسې حال کې چې د لنک بڼه هم اصلي بریښي خو په حقیقت کې د وټساپ د هک کېدو یوه دوکه وي او لنک ته په داخلېدو سره هکر ستاسې وټساپ له خپل کمپیوټر سره Linked Device کوي او په آسانۍ ستاسې حساب ته داخلېږي.
او ستاسې وټساپ ته له لاسرسي سره سم کولای شي ستاسې پیغامونه ولولي، عکسونه ویډیوګانې او غږېز پیغامونه راښکته یا ډاونلوډ کړي، ستاسې له حسابه ستاسې ملګرو او د کورنۍ غړو ته جعلي لنکونه ولېږي او ستاسې له نوم څخه د ناوړې استفادې په ډول له خلکو رنګارنګ غوښتنې وکړي.
اوس دلته اصلي موخه دا ده چې مونږ باید له وړاندې، د خپلو معلوماتو او ډیټا د خوندي کولو لپاره چمتو وه اوسو.
هڅه مو باید دا وي چې هیڅ راز لنکونه که هغه د یوه نیږدې دوست او یا د کورنۍ د غړي له لوري هم وي له پرانیستلو یې ډډه وشي امکان دې ولري همدا شخص هم قرباني شوی وي او له حسابه یې غیر قانوني استفاده صورت نیولې وي .
کله مو چې وټساپ په بل ځای کې استفاده کاوه له استفادې وروسته خپل حساب پرانیستی مه پرېږدئ.
د وټساپ Linked Device همیشه ګورئ تر څو معلومات درته وشي چې ستاسې وټساپ خو به له کومې بلې وسیلې سره وصل نه وي که وصل وي وه یې ګورئ ،او مشکوک وسایل ترې حذف کړئ.
Two-Step Verification او Multi Factor Authentication مو باید وټساپ کې له وړاندې فعال وي.
که احیانا ستاسې حساب بل ځای خلاص شوی وي هڅه وکړئ ټول Linked Device حذف کړئ او په عاجل ډول کورنۍ او ملګرو ته خبر ورکړئ چې ستاسې له آدرسه ورلېږل شوي لنکونه خلاص نه کړي.
Engineer KhalidAman

provincial General IT Manager

📡  د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلینو عملي !لیدنه د اتصالات مخابراتي شبکې مرکزي سایټ تهنن د بُست پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوه...
20/11/2025

📡 د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلینو عملي !لیدنه د اتصالات مخابراتي شبکې مرکزي سایټ ته

نن د بُست پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د معلوماتي ټکنالوژۍ څانګې محصلین د یادې څانګې د آمر سید محمد عادل په لارښوونه، او د هلمند د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ ریاست له لوري د انجنیر خالدمان تر مدیریت لاندي رسمي معرفي کېدو وروسته، د اتصالات مخابراتي شرکت مرکزي سایټ ته د مخابراتو او ICT عملي زده کړو لپاره ور وپېژندل شول.

د اتصالات شبکې تخنیکي ټیم محصلینو ته د لاندې سیستمونو او ټکنالوژیو په اړه عملي معلومات وړاندې کړل:
• ریکټیفایر د بریښنا سیستم(Power Rectifier System for AC and DC)
• د ګرځنده مخابراتو لپاره نړیوال سیسټم (GSM)
• بیس ترانسیور سټیشن (Base Transceiver Station)
• د بي بي یو کارت((BBU-Card
• موبایل سویچینګ سیستم سنټر (Mobile Switch Center)
• راډیو نیټ ورک کانټرولرسیستم Radio Network Controler System))
• مایکرو ویو لینک ((MW) Point-to-Point Link
• مایکرو ویو اوټ ډور واحد Outdoor Unit (ODU):
• مایکرو ویو انډور واحد IDU (Indoor Unit)
• فریکونسي ((Radio Frequency
• روټرسیستم ((Router System
• لایر دوه او لایر درې (Layer 2,3 Switches) او د2G,3G,LTE

د هلمند ولایت د بهرامچې ولسوالۍ د چکول غره په سیمه کې د افغان بیسم مخابراتي خدماتو پیل، د هغو خلکو د ستونزو د حل لپاره چ...
07/11/2025

د هلمند ولایت د بهرامچې ولسوالۍ د چکول غره په سیمه کې د افغان بیسم مخابراتي خدماتو پیل، د هغو خلکو د ستونزو د حل لپاره چې د مخابراتي پوښښ له نشتوالي سره مخ وو

د شبکې انتن او اړوند تخنیکي تجهیزات په بریالیتوب سره نصب او فعال شول.

د پوښښ ساحه اوس د شاوخوا سیمو ته غځېدلې ده.

اوسېدونکي کولای شي له تلیفوني اړیکو، پیغامونو (SMS) او انټرنېټ څخه ګټه واخلي.

دا سیمه د بهرامچې له لرې پرتو او شګو ډکو سیمو څخه ده، چې خلک به یې د مخابراتي شبکې نشتوالي له امله د سفر پر مهال ورک کېدل او اړیکې به پرې کېدې. دا حالت د خلکو لپاره یوه جدي ستونزه وه
د افغان بیسم د شبکې په فعالېدو سره دا ستونزه په بشپړ ډول حل شوه.

اوس خلک کولای شي د سفر پر مهال اړیکې ونیسي او د بیړنیو حالاتو خبر ورکړي.

دا پرمختګ به د امنیت، روغتیا، سوداګرۍ او ټولنیزو اړیکو په برخه کې هم مثبته اغېزه ولري
د افغان بیسم شبکې له لوري د مخابراتي پوښښ پیل په سیمه کې یو پرمختګ دی. دا اقدام به د سیمې د خلکو ژوند اسانه او خوندي کړي.

ټولو ته دې مبارک وي! 🎉

Address

Lashkar Gah

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when دهلمندولایت مخابراتواومعلوماتی ټکنالوجی ریاست پاڼه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to دهلمندولایت مخابراتواومعلوماتی ټکنالوجی ریاست پاڼه:

Shortcuts

Share