28/09/2021
څنګه کولی شو چی دوه ملټه(دقیقو) کی ویده شو؟
پلټنه او ژباړه: داکتر طارق الله کاروان
دغه طرقه چی ما وروسته له ډیر زحمته تر لاسه کړه. چی د عملی کولو سره یی ما خپله مثبته نتیجه ولیده غواړم د دغی طرقی متن پښتو ته وژباړم!!
اول: د ژبی څوکه مو د پاسنی غاښونو په لیول سره سره راقات کړئ.
دویم:د خولی په واسطه ټوله تنفس شوی هوا خارج کړی.چی whooshing sound هم تولیدوی.
دریم:خوله مو بنده کړئ او د پوزی پواسطه تنفس اخستل شروع کړی.تر هغه پوری د پوزی د تنفس سره یوځای حساب شروع کړی چی کله مو تر څلورو پوری ورسوو د پوزی پواسطه تنفس بند کړئ.سمدلاسه څلورمه خبره تطبیق کړئ.
څلورم:تنفس بند کړی او حساب شروع کړی تر هغه وخت تنفس بند ونیسئ چی حساب مو (۷) ته ورسوو.بیا نو سمدلاسه پنځمه خبره تطبیق کړئ.
پنڅم:د خولی له لاری تنفس خارجول شروع سره حساب شروع کړئ. تر هغه پوری هوا خارج کړئ چی حساب مو تر (۸ ) ورسوو.
شپږم: اوس چی پاسه ټولی خبری مو تطبیق کړی اوس قراره او ژور تنفس شروع کړی او سوچ ووهل پریږدئ.
لاندې مهم نقاط هم تطبق کړئ
👈پاسه حساب د سکنډونو وخت په مطابق حساب کړی.
👈پاسنۍ طریقه بیا هم تکرار کړئ.
👈د میاشو په تیریدو سره دغه سایکل زیات کړئ.
👈همیشه خوب په تنظیم ډول کوئ یعني هره ورځ یو وخت ویده او پاڅیږئ.
👈د ویده کیدو وخت کی چائ مه څښئ.
کاپی کول منع دی.