09/09/2026
د لوګر ولایت د سیندیزې فرعې حوزې ریاست مسوولین وایي، چې د محمدآغې ولسوالۍ اړوند د سرخاب بند؛ د دروازې د خلاصون هڅې بریالۍ شوې.
د یاد بند د اوبو د تنظیم دروازه چې د رسوباتو د تجمع له امله، د پرانیستلو په برخه کې ستونزه رامنځته شوې وه، د تخنيکي ټيم او پرله پسې هڅو په پایله کې نن شپه ماخوستن مهال په بریالیتوب سره خلاصه شوه.
د سرخاب د اوبو بند د لوګر ولایت یو له ارزښتمنو بندونو څخه ګڼل کیږي، چې د ډېرو اوبو د ذخیره کولو او کرنیزو ځمکو ته د اوبو اسانتیاوو په برخه کې اغیزمن رول لري..
#رسنۍ
#لوګر