Shah Mohammad Aryan

Shah Mohammad Aryan Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Shah Mohammad Aryan, Government Organization, Sharan.

06/09/2021

درنو افغانانو ..
متحده عربي اماراتو دوه قسمه نوي وېزې اعلان کړې :
ګرین ویزا او فريلانسر یا ازادې وېزې .
- د دواړو ویزو لپاره کوم شرکت یا عرب کفیل ضرورت نشته مستقیما له ایمګریشن څخه یې ترلاسه کولائ شئ ، او کولائ شې چې په هرځای کې ازاد کار وکړې او نور امتیازات هم لري لکه د اولې درجې خپلوانو ته وېزې اوباسل ، خپل ځوی د ۲۵ کلنی پورې په خپل کفالت کې ساتل .
- د دواړو قسمو ویزو ( قیمت ، او اخیستلو څرنګوالئ) به ډېر ژر د امارات د ایمګریشن له خوا توضیح شي.

عبدالصمد. افغان.
نورو معلوماتو لپاره المبارک سیاحتي شرکت سره په تماس کې شي،

د کورنیو چارو وزارت پخوانی امنیتي مرستیال جنرال خوشحال سعادت له پژواک سره په ځانګړې مرکه کې: خوشحال سعادت پژواک خبري اژا...
03/09/2021

د کورنیو چارو وزارت پخوانی امنیتي مرستیال جنرال خوشحال سعادت له پژواک سره په ځانګړې مرکه کې:
خوشحال سعادت پژواک خبري اژانس ته وویل: ((له طالبانو سره مې خبرې کړې دي؛ که هغوی ملي سرود، ملي بیرغ، د ښځو حقونو او د خلکو خصوصي حریم ته درناوی وکړي، بېرته هېواد ته ستنېږم، له نوي حکومته ملاتړ اعلانوم او د افغانستان هوايي او ځانګړي ځواکونه بېرته پر پښو دروم.))
نوموړي زیاته کړه چې طالبان دې د خپلې ډلې بیرغ ولري، خو ملي بیرغ_ چې سل کلنه تاریخي مخینه لري_ باید لري نه شي.
سعادت وویل چې د طالبانو پر ضد لوی حرکتونه په پیلېدو دي او له ده هم غوښتل شوي چې ورسره یو ځای شي، خو دی نه غواړي چې نور په جګړه کې برخه واخلي.
د سعادت په خبره چې وروسته له ۴۰ کلونو لومړی ځل دی چې هېواد تر یوې متحدې ادارې لاندې دی.
هغه زیاتوي چې یاده اداره اصلاح او لا ښه تنظیم ته اړتیا لري، څو خلک د سوکالۍ او ډاډ احساس وکړي.
سعادت په خپلو خبرو کې دغه راز وویل چې نور په هېواد کې داسې حرکتونه چې هغه د تفرقې لامل کېږي، نه غواړي.

Address

Sharan

Telephone

+93790918782

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Shah Mohammad Aryan posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share