د پکتیکا ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست

  • Home
  • Afghanistan
  • Sharan
  • د پکتیکا ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست

د پکتیکا ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د پکتیکا ولایت کليو بيارغونې او پراختيا رياست په دې پاڼه کې، د ياد رياست ټول فعاليتونه څارلی شئ.

۱۴۰۵/۶/۱۶هـ ش ۱۴۴۸/۳/۲۵هـ قد کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست کې اداري غونډه ترسره شوهد کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست کې ...
07/09/2026

۱۴۰۵/۶/۱۶هـ ش ۱۴۴۸/۳/۲۵هـ ق
د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست کې د چارو د لا ښه تنظیم د کاري مسؤلیتونو د ترسره کولو او د پروژو د اغېزمنتیا په موخه اداري غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د ریاست پر بېلابېلو کاري موضوعاتو روانو چارو او پروژو په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وشوې. مسؤلینو او کارکوونکو ته ټینګار وشو چې خپلې دندې او مسؤلیتونه دې په اخلاص صداقت ژمنتیا او بشپړ مسؤلیت سره ترسره کړي څو د خلکو ستونزو ته پر وخت او اغېزمنه رسېدنه وشي.

همدارنګه د پروژو د تطبیق په اړه ټینګار وشو چې ټولې پروژې باید د ټاکل شوو اصولو معیارونو او اړتیاوو مطابق په بشپړه روڼتیا او شفافیت ترسره شي او د پروژو په ټولو پړاوونو کې د کیفیت عدالت او عامه ګټو رعایت ته ځانګړې پاملرنه وشي.

په پای کې پر دې ټینګار وشو چې د ریاست ټول کارکوونکي باید د ادارې د موخو د ترلاسه کولو لپاره له یو بل سره همغږي همکاري او متقابل تفاهم ولري څو چارې په ښه ډول پرمخ ولاړې شي او د خلکو لپاره لا اغېزمن خدمتونه وړاندې شي.

۱۴۰۵/۶/۷ هـ ش | ۱۴۴۸/۳/۱۶ هـ قد کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست رئیس مولوي محمدنبي جاوید د پکتیکا ولایت له مرکزي زندان څخ...
29/08/2026

۱۴۰۵/۶/۷ هـ ش | ۱۴۴۸/۳/۱۶ هـ ق
د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست رئیس مولوي محمدنبي جاوید د پکتیکا ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه.

د یادې لیدنې پر مهال د حفظ‌الصحې او روغتیايي وضعیت د ښه والي په موخه د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د پکتیکا مرکزي زندان له مسؤلینو سره پنځه د حفظ‌الصحې (هایجن) کیټونه او شل کارټنه د لاس مینځلو صابون مرسته وشوه.

د ریاست رئیس مولوي محمدنبي جاوید د حفظ‌الصحې مرعاتول د سالم او روغ چاپېریال د رامنځته کېدو لپاره مهم وبلل او ټینګار یې وکړ چې د روغتیايي او حفظ‌الصحې اصولو رعایت ته باید جدي پاملرنه وشي.

همدارنګه د یاد ریاست د اجتماعي او انکشافي چارو عمومي مدیر مولوي عبدالحلیم جابر له زندانیانو سره خبرې وکړې. نوموړي زندانیانو ته د ډاډ ورکولو پر مهال وویل مایوسه کېږئ مه ان‌شاءالله یوه ورځ به خپلو کورونو او خپلو کورنیو ته بېرته ستانه شئ. له صبر حوصلې او اصلاح څخه کار واخلئ او خپلې ورځې په نېکو هیلو او مثبت فکر سره تېرې کړئ.

د مرکزي زندان مسؤلینو د یادې مرستې له امله د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له مشرتابه څخه مننه او قدرداني وکړه او دا مرسته یې د زندانیانو د روغتیا او حفظ‌الصحې د وضعیت په ښه والي کې اغېزمنه وبلله.

د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست رئیس د UNOPS له استازو سره وکتلد کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست رئیس مولوي محمدنبي جاوی...
26/08/2026

د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست رئیس د UNOPS له استازو سره وکتل

د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست رئیس مولوي محمدنبي جاوید د(UNOPS)دفتر له استازو سره په کتنه کې د پکتیکا ولایت په یوسف‌خېل مټاخان شخیل‌آباد او اومنه ولسوالیو کې د څلورو چکډیمونو د منظور شویو پروژو په اړه مفصل بحث او خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د یادو پروژو د تطبیق د چارو د همغږۍ او د عملي پړاوونو په اړه لازمې خبرې وشوې. دغه چکډیمونه به د اوبو د مدیریت د کرنیزو ځمکو د خړوبولو د اوبو د زېرمه کولو او د سیمې د خلکو د ستونزو په هواري کې مهم رول ولري.

د غونډې پر مهال ټینګار وشو چې د یادو پروژو د چارو د پیل لپاره به لازم چمتووالی ونیول شي او تمه ده چې د څلورو چکډیمونو د پروژو د پرانیستې مراسم په نږدې راتلونکي کې ترسره شي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مشرتابه د پکتیکا ولایت د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو او د بنسټیزو پراختیايي پروژو د پلي کېدو په برخه کې د همکارو بنسټونو له ملاتړ او همکارۍ څخه مننه وکړه.

د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست  انجینري ټیم له لوري په ډیله او جانخیل ولسوالیو کي په بېلابېلو سیمو کې د پاکو اوبو رسول...
18/08/2026

د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست انجینري ټیم له لوري په ډیله او جانخیل ولسوالیو کي په بېلابېلو سیمو کې د پاکو اوبو رسولو شبکو څخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د دغه نظارت موخه د اوبو رسولو شبکو د چارو د کیفیت تخنیکي معیارونو د شبکو د فعالیت څرنګوالي او د ترسره شوو کارونو ارزونه وه. انجینري ټیم د شبکو بېلابېلې برخې له نږدې وکتلې او د اوبو د سرچینو پایپ‌لاینونو او اړوندو تأسیساتو تخنیکي وضعیت یې وارزاوه.

د نظارت پر مهال د شبکو د کیفیت او دوام ترڅنګ د احتمالي تخنیکي ستونزو د تشخیص او د هغو د حل لپاره لازمې سپارښتنې هم وړاندې شوې. د انجینري ټیم په وینا د پاکو اوبو رسولو شبکې د سیمې د خلکو لپاره له مهمو بنسټیزو خدمتونو څخه دي او د هغوی ساتنه او دوامداره فعالیت ځانګړی اهمیت لري.

د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست هڅه کوي چې د خپلو تخنیکي ټیمونو له لارې د اوبو رسولو پروژې په دوامداره توګه وڅاري، څو چارې د ټاکل شوو تخنیکي معیارونو سره سمې ترسره او د سیمې خلکو ته معیاري او پاکې اوبه برابرې شي.

په پکتیکا ولایت کې د اوبو رسولود (۳) شبکو د کار له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه۵/۳/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۲۷/۵/۱۴۰۵ هـ.شد پکتیکا ول...
18/08/2026

په پکتیکا ولایت کې د اوبو رسولود (۳) شبکو د کار له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

۵/۳/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۲۷/۵/۱۴۰۵ هـ.ش

د پکتیکا ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تخنیکي او انجینري ټیم د دغه ولایت په چهاربران ولسوالۍ کې د اوبو رسولو دریو شبکو د کار له بهیر څخه چې دڅه باندي (۱۲) میلیونه افغانیو په لګښت پلي کیږي، لیدنه ترسره کړه .
په دغو شبکو کې د (۱۳۰،۱۰۰،۱۵) مترو په ژوروالي د دریوڅاګانو کیندل، د (۳۰،۳۰،۳۰) متر مکعب په وړتیاوو د پاکو اوبو دریو ذخیرو جوړول، د (۱۴۰۵۳) مترو په اوږدوالي پایپ غځول شامل دي.
د یادو شبکو د کار په بهیر کې لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې او په بشپړیدو سره به یې د نوموړي کليو (۵۲۲)فامیله د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیداکړې.

۱۴۰۵/۵/۲۵ هـ ش ۱۴۴۸/۳/۳هـ ق د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست  رئیس د ډاکار مؤسیسې له استازو سره وکتلد کلیو بیارغونې او پ...
16/08/2026

۱۴۰۵/۵/۲۵ هـ ش ۱۴۴۸/۳/۳هـ ق
د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست رئیس د ډاکار مؤسیسې له استازو سره وکتل

د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست رئیس مولوي محمدنبې جاوید د ډاکار مؤسیسې له استازو سره په یاده ناسته کې د همغږۍ د پیاوړتیا د روانو پروژو د چارو د پرمختګ او د پرمختیايي فعالیتونو پر وخت ترسره کېدو په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وکړې.

په دې ناسته کې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست رئیس د ډاکار مؤسسې له استازو سره د همکارۍ او ګډې همغږۍ پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې د دولتي ادارو او همکارو مؤسسو ترمنځ منظمه همغږي کولای شي د پروژو د چارو د لا ښه تنظیم د خنډونو ته پر وخت حل او د خلکو لپاره د خدمتونو د اغېزمنتیا سبب شي.

د ناستې پر مهال د بېلابېلو پرمختیايي پروژو د روان بهیر د ترسره شوو فعالیتونو د پاتې چارو او د پروژو د عملي کېدو پر وړاندې د احتمالي خنډونو په اړه هم بحث وشو. دواړو لورو ټینګار وکړ چې د پروژو چارې باید د ټاکل شوو پلانونوله مخې په منظم ډول پر مخ یووړل شي څو ټاکل شوې پروژې په خپل وخت بشپړې او ګټې یې خلکو ته ورسېږي.

د ډاکار مؤسسې استازو هم د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له همکارۍ او همغږۍ څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د خپلو پرمختیايي پروژو د چارو د ښه تنظیم چټکتیا او کیفیت د لوړولو لپاره به له اړوندې ادارې سره لا نږدې همکاري او همغږي کوي.

په پای کې دواړو لورو د دوامدارې همکارۍ د معلوماتو د شریکولو او د پروژو د چارو د منظم تعقیب پر اړتیا ټینګار وکړ او هوکړه یې وکړه چې د ګډې همغږۍ له لارې به هڅه کېږي چي روانې او راتلونکې پروژې په ټاکلي وخت ښه کیفیت او د خلکو د اړتیاوو مطابق پلې شي.

د یادې ناستې موخه د دولتي ادارې او همکارې مؤسسې ترمنځ د اړیکو او همغږۍ پیاوړتیا د پرمختیايي پروژو د چارو چټکتیا او د خلکو لپاره د اغېزمنو خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابرول وو.

په پکتیکا ولایت کې د اوبو رسولو دوه شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې *۳/۳/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۲۵/۵/۱۴۰۵ هـ.شد پکتیکا ولایت د ک...
16/08/2026

په پکتیکا ولایت کې د اوبو رسولو دوه شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

*۳/۳/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۲۵/۵/۱۴۰۵ هـ.ش

د پکتیکا ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې دڅه باندي (۸) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولود دوو شبکو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په یادو شبکو کې د (۱۰،۲۰) متر مکعب په وړتیا د پاکو اوبو د دوو ذخیرو جوړول (۹۰)متره په اوژدوالې د دوو څاګانو کیندل او (۲۴) سولر تختو نښلول شامل دي.
د دې شبکې د کار په بهیر کې لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره يې د نوموړي کلي سلګونه کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.

۱۴۰۵/۵/۱۲هـ ش ۱۴۴۸/۲/۱۹هـ قد پکتیکا ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست رئیس الحاج ملامحمد نبي جاویدالرحمن د یاد ری...
03/08/2026

۱۴۰۵/۵/۱۲هـ ش ۱۴۴۸/۲/۱۹هـ ق
د پکتیکا ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست رئیس الحاج ملامحمد نبي جاویدالرحمن د یاد ریاست له کارمندانو سره اداري چارو د لا ښه والي په موخه غونډه ترسره کړه.

یاده ناسته د اداري نظم د پیاوړتیا د کارمندانو ترمنځ د همغږۍ او خپلمنځي همکارۍ د پراختیا د کاري مسؤلیتونو د اغېزمن ترسره کولو او هېوادوالو ته د غوره او پر وخت خدمتونو د وړاندې کولو په موخه جوړه شوې وه.

د ناستې په پیل کې محترم رئیس د اسلامي او اداري اصولو په رڼا کې د نظم مسؤلیت‌پالنې امانتدارۍ صداقت او د دندو پر وخت او معیاري ترسره کولو پر اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړې. نوموړي ټینګار وکړ چې د ادارې بریا د ګډ کار متقابل درناوي همغږۍ او ژمنتیا په مټ تضمینېږي او ټول کارکوونکي باید خپلې دندې د اسلامي ارزښتونو او اداري لایحو سره سم په بشپړ اخلاص ترسره کړي.

همدارنګه محترم رئیس له ټولو کارمندانو وغوښتل چې له مراجعینو سره د اسلامي اخلاقو او غوره چلند له مخې تعامل وکړي د ولس ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او د عامه خدمتونو د کیفیت د لوړولو لپاره خپلې هڅې لا زیاتې کړي.

د ناستې په پای کې کارمندانو د ریاست له رهبرۍ سره د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې د اداري نظم د ټینګښت د ریاست د موخو د تحقق او هېوادوالو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره به خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.

د پکتیکا ولایت د کلیو د بیارغونې اوپراختیاریاست مطبوعاتي دفتر

په پکتیکا ولایت کې (۸۱۴۱) اړمنو کورنیو ته د نغدو پیسو ویش۱۴۴۸/۲/۱۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳ هـ.شد کلیو بیارغونې او پراختیا ری...
25/07/2026

په پکتیکا ولایت کې (۸۱۴۱) اړمنو کورنیو ته د نغدو پیسو ویش
۱۴۴۸/۲/۱۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳ هـ.ش

د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته او د(RHDO) مؤسسې په همکارۍ د پکتیکا ولایت په مرکزشرنه سروضه او زرغون ښار ولسوالیوکې (۸۱۴۱) اړمنو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته ترسره شوه.
په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته (۲۹۰۰) افغانۍ نغدې پیسې ورکړل شوې.

په پکتیکا ولایت کې (۳۲۸۹) اړمنو کورنیو ته د نغدو پیسو ویش۱۴۴۸/۱/۴ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۹ هـ.شد کلیو بیارغونې او پراختیا ری...
19/06/2026

په پکتیکا ولایت کې (۳۲۸۹) اړمنو کورنیو ته د نغدو پیسو ویش
۱۴۴۸/۱/۴ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۹ هـ.ش

د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته او د(RHDO) مؤسسې په همکارۍ د پکتیکا ولایت په مرکزشرنه او سروضه ولسوالۍکې (۳۲۸۹) اړمنو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته ترسره شوه.
په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته (۲۹۰۰) افغانۍ نغدې پیسې ورکړل شوې.

Address

Paktika
Sharan
2403

Telephone

+93766181276

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د پکتیکا ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share