PTM Canada

PTM Canada Pashtun Tahafuz Movement (PTM) Canada is a human rights movement advocating for the rights of Pashtuns globally. PTM Canada is committed to peaceful resistance.

We raise awareness about injustices, enforced disappearances, and state violence.

Deadly Bomb Blast in Makeen Bazaar South Waziristan Another tragic day for the people of Waziristan. A powerful explosio...
08/28/2026

Deadly Bomb Blast in Makeen Bazaar South Waziristan

Another tragic day for the people of Waziristan. A powerful explosion struck Market No. 9 in Makeen Bazaar at approximately 10:40 AM. According to initial reports, Inayatullah lost his life while five others were injured. The explosion was reportedly caused by a bomb planted on a motorcycle. The blast also caused serious damage to nearby businesses, including a hotel and a clothing shop, affecting the livelihoods of local families. Behind every casualty is a family, a home, and loved ones left grieving. The people of Waziristan deserve to live their lives in peace, dignity, and security without constant fear of violence. May Allah Almighty grant Inayatullah the highest place in Jannat-ul-Firdous, give patience to his family, and grant a speedy recovery to all those injured. Ameen.





Manzoor Ahmad Pashteen Rahim Syial Sharif Babak Sardar Naiem Ibrahim Zai Malik Bazai Zubair Shah Agha Noor bacha Muhammad Zaman Tarakai Zakim Khan Wazir PTM Canada

د پي ټي اېم کاناډا اېډمونټن څانګې د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه ولمانځلهد پي ټي اېم کاناډا د اېډمونټن څانګې له خوا ه...
08/25/2026

د پي ټي اېم کاناډا اېډمونټن څانګې د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه ولمانځله

د پي ټي اېم کاناډا د اېډمونټن څانګې له خوا هم د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۷مه کلیزه په ملي او افغاني ویاړ ولمانځل شوه.

په دې مراسمو کې ګډونوالو د افغانستان د خپلواکۍ تاریخي ارزښت او د شاه امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو تاریخي مبارزې یادونه وکړه.
د پي ټي اېم کاناډا اېډمونټن څانګې ټینګار وکړ چې د لر او بر افغان د ملي یووالي، د جګړو او استعماري لاسوهنو د پای ته رسولو او د یوه خپلواک، ولسواک، جمهوري، باثباته او پر ټولنیز عدالت ولاړ افغانستان لپاره به خپلو سوله‌ییزو او فکري مبارزو ته دوام ورکوي.

د اېډمونټن مراسم د ملي احساس، یووالي او د افغانستان د خپلواکۍ د تاریخي ورځې د درناوي په فضا کې ترسره شول.

پي ټي اېم کاناډا په ټورنټو کې د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه ولمانځلهپی ټي اېم کاناډا د ګران هېواد افغانستان د خپلواک...
08/22/2026

پي ټي اېم کاناډا په ټورنټو کې د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه ولمانځله

پی ټي اېم کاناډا د ګران هېواد افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۷مه کلیزه د ټورنټو په ټورنکلیف پارک کې په افغانی هوډ او ویاړ ولمانځله . د برطانوی استعمار د ولکې، تېری او استعماري لاسوهنو پر وړاندې د افغانستان ملی مترقی امانی نهضت د هېواد د خپلواکۍ، ملی حاکمیت او تاریخی برم د بېرته راژوندی کولو لپاره یو ستر ملی افغانی غورځنګ ؤ.

د عصری پوهنې پراختیا، مشروطه واکمنۍ او قانون‌محوره دولتداری، د باتورو افغان میرمنو د بشپړو او مساوی حقونو تضمین، ټولنیز عدالت، اقتصادي وده او له بهرنۍ واکمنۍ څخه د یوه خپلواک او پرمختللی افغانستان جوړول د دغه مترقی ملی افغانی امانی نهضت بنسټیز ملی ارمانونه او ارزښتونه ؤ.

پي ټي اېم کاناډا ځان د همدې ازادی غوښتونکی استعمار ضد او ملی مترقی فکر لرونکی د میراث دوام او تسلسل ګڼی. پی ټی ایم کاناډا تنظیم ژمنه او هوډ کوی چې د لر او بر افغان د ملي یو والی، د جګړې او استعماري لاسوهنو د پای ته رسولو، او د یوه عصري، ولسواک، جمهوري، خپلواک، باثباته او پر ټولنیز عدالت ولاړ افغانستان د جوړېدو لپاره به پرامنه جمهوری مزاحمتی ، فکری مبارزې او هڅو ته دوام ورکوی.

په دغه ملی غونډه کې د ګران هیواد افغانستان او کاناډا ملی سرودونه وغږول شول او د خپلواکۍ د ورځې په ویاړ د کېک پرې کولو مرسم هم ترسره شو.

په غونډه کې د پښتو ژبی د پرمختګ او د افغانستان ملی مزاحمتی تاریخ او ملی مبارزینو له هڅو د اګاهی لپاره د کتابونو یو ښکلې سټال هم تنظیم شوې ؤ. په دغه سټال کې د ستر باچاخان بابا، ملی شهید ګیله من وزیر او ملی شهید مولانا خانزیب کتابونه هم په ګڼ شمیر کې اېښودل شوی ؤ.

08/20/2026

پښتون ژغورنې غورځنګ (P T M) کاناډا د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته تر لاسه کولو د ۱۰۷مې کلیزې په ویاړ، د ۲۰۲۶ کال د اګست پر ۲۱مه، د جمعې په ورځ، د مازدیګر په پنځه بجې ( 5:00pm)، د ټورنټو ښار په ټورنکلیف پارک کې یوه پرتمینه غونډه جوړه وي.
له تاسو ټولو درنو هېوادوالو څخه په درنښت هیله کوو چې په دې مهمې ملي غونډه کې له موږ سره په افغاني ننګ او هوډ ګډون وکړئ.
ستاسو ګډون به زموږ د ملي یووالي او خپلواکۍ پیغام لا پیاوړی کړي.
په درنښت
پښتون ژغورنې غورځنګ
کاناډا
نېټه: د جمعې ورځ، د ۲۰۲۶ کال د اګست ۲۱مه
وخت: د مازدیګر ۵:۰۰ بجې
ځای: ای ، ټی سیټن پارک ، ټورنکلیف ټورنټو
73 Thorncliffe Park Dr, East York, ON M4H 1L4, Canada

08/19/2026

د پیرنګیانو څخه د استقلال بېرته ګټلو ورځ دې ټولو ته نېکمرغه وي.
هم د دې تاریخي ورځې لوی نښان او د افغانیت نمائندګي، ملي بیرغ، د ورځې د لمانځلو په موخه په ټولنیزو رسنیو کې د پوسټ کولو په بنیاد، شپاړس ورځې مخکې په خوست کې طالبانو زموږ ملګری احسان سعادت بندي کړ او له سختو تکلیفونو وروسته یې له متعدینو سره په سیل کې بند کړ، چې تر اوسه هم بندي دی.
د تحریک د ملګرو حوصلې ته هم سلام، چې د پنجاب ادارو په دې تور لادرکه کړل چې ولې د پنجابي استعمار له ترانې څخه منکر دي، او طالبانو په دې تور بندي کړي چې ولې ملي بیرغ ته احترام لري؛ خو دوی د خپل ملت د اقدارو په هکله هېڅکله نه ټیټ شول او نه مات شول.

پښتون ژغورنې غورځنګ (P T M) کاناډا د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته تر لاسه کولو د ۱۰۷مې کلیزې په ویاړ، د ۲۰۲۶ کال د اګست پ...
08/18/2026

پښتون ژغورنې غورځنګ (P T M) کاناډا د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته تر لاسه کولو د ۱۰۷مې کلیزې په ویاړ، د ۲۰۲۶ کال د اګست پر ۲۱مه، د جمعې په ورځ، د مازدیګر په پنځه بجې ( 5:00pm)، د ټورنټو ښار په ټورنکلیف پارک کې یوه پرتمینه غونډه جوړه وي.
له تاسو ټولو درنو هېوادوالو څخه په درنښت هیله کوو چې په دې مهمې ملي غونډه کې له موږ سره په افغاني ننګ او هوډ ګډون وکړئ.

ستاسو ګډون به زموږ د ملي یووالي او خپلواکۍ پیغام لا پیاوړی کړي.

په درنښت
پښتون ژغورنې غورځنګ
کاناډا

نېټه: د جمعې ورځ، د ۲۰۲۶ کال د اګست ۲۱مه
وخت: د مازدیګر ۵:۰۰ بجې
ځای: ای ، ټی سیټن پارک ، ټورنکلیف ټورنټو

73 Thorncliffe Park Dr, East York, ON M4H 1L4, Canada

08/12/2026
له آمو تر آباسینه: یو ملت، یو هدفد پښتون ژغورنې غورځنګ—متحده ایالات په ویاړ سره اعلان کوي چې د «له آمو تر آباسینه: یو مل...
08/07/2026

له آمو تر آباسینه: یو ملت، یو هدف

د پښتون ژغورنې غورځنګ—متحده ایالات په ویاړ سره اعلان کوي چې د «له آمو تر آباسینه: یو ملت، یو هدف» تر سرلیک لاندې به د د لرو برو افغانانو د ملي یووالي غونډه د امریکا د کالوراډو په ایالت کې ترسره شي.

دا غونډه د هغو افغانانو ګډ غږ دی چې باور لري چې زموږ ملي یووالی، ګډ هویت او تاریخي مسؤلیت له هر ډول جغرافیوي او سیاسي وېش څخه لوړ دي. له آمو تر آباسینه پورې، موږ یو ملت یو، ګډ درد، ګډ برخلیک او ګډ هدف لرو.

په دې غونډه کې به د لر او بر افغانانو د ملي یووالي، ګډې مبارزې، د بشري حقونو او عدالت لپاره د ګډ دریځ، او د ملت د راتلونکي په اړه بحث او نظرونه شریک شي.

موږ باور لرو چې د ظلم، بې‌عدالتۍ او تفرقې پر وړاندې تر ټولو پیاوړی ځواک د ملت یووالی او ولسي همغږي ده.

موږ په امریکا کې له ټولو لرو برو افغانانو څخه په خورا درنښت هیله کوو چې په دې ملي غونډه کې ګډون وکړي او د یو موټي، باعزته او ویښ ملت د راتلونکي لپاره خپل غږ او حضور څرګند کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ — د امریکا متحده ایالات

07/24/2026

د پي ټي اېم د مرکزي کمېټې غړي زبیر شاه آغا ته نن، او د ضلع شېراني کورډینټر عثمان شېراني او د پي ټي اېم اسلام‌اباد ملګري محمد شعیب خان ته نزدې ورځو کې د زندان څخه په خلاصون هرکلی وایو.
په ځانګړي ډول د تحریک ټولو ملګرو او په ملت کې د خپل وطن خیرخوا وګړو ته افرین وایو، چې دوی د عدالت، وکالت، نړیوالو تنظیمونو او تر رسنیو پورې په هر ډګر د خپلو ټولو قیدي ملګرو د خلاصون لپاره هڅې کړې دي، او هم یې په هر پلیټفارم د خپل ملت او وطن داعیه ژوندۍ او ګړندۍ ساتلې ده.
له ټولو څخه هیله کېږي چې د حاجي عبدالصمد، علي وزیر، نورالله ترین، حنیف پشتین او فرید افریدي د خلاصون لپاره خپلې هڅې او کمپاینونه دوامدار او نور هم چټک وساتي.
د صوابۍ سیمې پښتون ځوان ضیاءالله همدرد ته د پي ټي اېم په موضوع د خپلې پي‌اېچ‌ډي (PhD) thesis په بریالۍ بشپړېدو مبارکي وایو.
په تېرو څو کلونو کې که چا د پي ټي اېم په موضوع، یا په عمومي ډول د پښتون ـ افغان خاورې او ولسونو په اړه تیسیز (Thesis) یا څېړنه (Research) کړې وي، مهرباني دې وکړي چې زموږ سره یې شریکه کړي. د تحریک مرکزي ریسرچ کمېټی به ټولې څېړنې په یوه ځای راټولې او یو عمومي جاج به ترې اخلي.

Address

Toronto, ON

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when PTM Canada posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share