Afghan International Congress افغان نړېواله کانګره

Afghan International Congress  افغان نړېواله کانګره Peace and happiness in the world...

د افغان پېغلو او ځوانانو نړېواله کانګره خپلې افغانې خور هوسۍ اندړ ته د جرمني په فرانکفورټ کې د ښاروالۍ په ټولټاکنو کې په...
18/03/2026

د افغان پېغلو او ځوانانو نړېواله کانګره خپلې افغانې خور هوسۍ اندړ ته د جرمني په فرانکفورټ کې د ښاروالۍ په ټولټاکنو کې په کاميابۍ د زړه له تله مبارکي وايي او ستر امان الله خانى سلام ورته وړاندې کوي 💪🏾🇦🇫💪🏾
وخت به لا نور هم ثابته کړي چې افغانې جونه د څومره وړتياوو او صلاحيتونو نه ډکې دي ـ
په خپل لوۍ کور افغانستان کې د ښځو په ښونځيو او نورو بنديزونو دا غږ پورته کوو چې ښځې پرېږدٸ چې ستاسو سره د ژوند په بار اوچتولو کې کومک وکړي ـ
خصوصا په بر وطن کې په حاکمو مولايانو غږ کوو چې خپلې ښپې پخپلو تبرونو مه وهۍ او د ګاونډ سړيخورو ته د افغانو جونو لاسونه مه تړٸ !! ژر تر ژره د جونو ښونځي ، پوهنتونونه او نور د ژوند مواقع بغېر له ځنډ نه پرانيزٸ۔
درخانۍ افغان جار :
د افغان پېغلو او ځوانانو د نړېوالې کانګرې مطبوعاتي سلاکاره نوى ښار محکومه پښتونخواه ـ

افغانستان د بدلېدونکي نړیوال نظم په څلورلارې کېراتلونکی تګ‌لوری او ستراتیژیک عمق :منطقوي سیاست رهبري کول د احساساتو ژبه ...
23/02/2026

افغانستان د بدلېدونکي نړیوال نظم په څلورلارې کې
راتلونکی تګ‌لوری او ستراتیژیک عمق :
منطقوي سیاست رهبري کول د احساساتو ژبه نه ده. دغبرګون پر ځای د محاسبې غوښتنه کوي. سیاست هغه هنر دی چې د قدرت توازن درک کړي او له شته محدودیتونو اعظمي ګټه واخلي. که افغانستان یوازې
اوس وخت کی د سخت غبرګون ژبه وکاروي ښايي لنډمهاله داخلي ملاتړ ترلاسه کړي.
خو اوږدمهاله سیمه‌ییز انزوا رامنځته کوي. برعکس که یوازې دفاعي او خاموش دریځ خپل کړي .د حاکمیت تصور کمزوری کېږي. نو اړینه ده چې متوازن ډیپلوماتیک مسیر غوره شی:
زه به خپل تحلیل د روسیې د جمهور رئیس پوتین د یوه ښایسته تحلیل څخه شروع کړم.
ښاغلې پوتین وايي: او په رښتیا هم سم وايي:
روسیه یو استعماري هېواد نه دی او هېڅکله د غلامانو په سوداګرۍ کې ښکېله نه وه. روسیې څو ځله جګړې کړې دي.
د خلکو ترمنځ د توازن د ساتلو لپاره او د بشریت د خیر لپاره یې جګړې کړې دي.
هغه وايي:
له دوو سوو کلونو څخه زیات وخت کېږي چې لوېدیځ هڅه کوي روسیه له منځه یوسي.
دناپلئون لوې امپراطورې پر موږ یرغل وکړو .
خو هغه د روسې له یخ او واورې څخه په تېښته بریالې شو او ووت.
جرمني زموږ پر ضد تر ټولو ستر یرغلیز جنګ پیل کړه.
د سړې جګړې پر مهال د امریکا متحده ایالاتو هڅه وکړه چې زموږ اقتصاد خفه کړي موږ محاصره کړي .
خو موږ لا هم دلته یو او روسیه لا ژوندې ده.
ځکه چې موږ یوازې د خپلې خاورې لپاره نه
بلکې د خپل تمدن دخپلو ارزښتونو او خپل عزت لپاره هم جنګېږو.

اصلي #خبره هم دلته شروع کېږي چې یو هېواد او ولس یې د خپل تمدن او خپلو ارزښتونو لپاره جګړه کوي.هغه جګړه به حتمان ګټې
تاسو ګورئ چین نن په کوم موقف کې دی .اسیایی هیوادونه او
افریقا ورو ورو ځان د بهرني تسلط څخه ازادوي.
دا نو نور هغه نړۍ نه ده چې د یوې واحدې قوې یا یو واحد بلاک تر واک لاندې ژوند وکړي.
موږ د څو قطبي نړۍ پړاو ته داخل شوي یو .
زه د افغانستان سیاستوالو ته او خپلو همکارانو ته وایم:
تاسو نه شئ کولی تل د اوبو پر خلاف لامبو ووهئ.
تاسو د ارزښتونو خبرې کوئ خو د خپلو خلکو انتخاب ته درناوی نه کوئ.
تاسو د نړیوالو قوانینو یادونه کوئ خو کله چې ستاسو په ګټه نه وي هغه تر پښو لاندې کوئ.
تاسو د سولې خبرې کوئ خو هر ځای چې ستاسو ګټې خوندي نه وي د جګړې او تعصب تخم شیندئ.
افغانستان #د هېچا شخصي کور او د هېچا شخصي ملکیت نه دی.
خو موږ به هېڅکله هیچا ته اجازه ورنه کړو چې زموږ راتلونکی زموږ پر ځای وټاکي.
موږ همکارۍ ته لېواله یو خو د برابرۍ پر بنسټ.
موږ سوله غواړو، خو نه د خپلې ازادۍ او هویت په بیه.
راځئ رښتیني واوسو:
هېڅوک به هېڅکله زموږ هېواد مات نه کړي.
موږ پېړۍ پېړۍ سختۍ زغملې دي.
د امپراتوریو راختل او لوېدنه مو لیدلې دی.
او لا هم دلته یو.
او سبا به هم همدلته یو.
په دې نوي څو قطبي نړۍ کې چې د زېږېدو په حال کې ده.
زموږ موقف څه دی؟
افغانستان د بدلېدونکي نړیوال نظم په څلورلارې کې ولاړ دی او د خپل برخلیک په تمه دی.
نړۍ په چټکۍ سره د یو قطبي نظم له مرحلې څخه د څو قطبي نړیوال جوړښت پر لور روانه ده.
په همدې تاریخي بدلون کې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو سیالیو په څلورلارې کې ولاړ دی او امنیت یی له ګواخ سره مخ دی . خو دا ځل له کمزوري دولت داخلي انزوا او ناپییلې ستراتیژۍ سره٫افغانستان ولې ستراتیژیک اهمیت لري؟
افغانستان یوازې یو جغرافیایي واحد نه دی بلکې:
د مرکزي او جنوبي اسیا د نښلونکې کړۍ حیثیت لري نن سبا د افغانستان اصلي عمق ستراتیژیک پوځي نه دی بلکې اقتصادي او جیواکونومیک دی. که هېواد ثبات ومومي کولی شي د سیمې د سوداګرۍ او انرژۍ مرکز شي.
د چین د ون بیلد لویه لار چی نړۍ محاصره کوی او د روسیې ایران هند او لوېدیځ د ګټو د تقاطع نقطه همدا زموږ زر خیزه خاوره ده .
همدا موقعیت د افغانستان عمق ستراتیژیک جوړوي خو تر اوسه افغان سیاستوال ونه توانېدل چې دا عمق د ملي ګټو په چوکاټ کې تعریف او مدیریت کړي .او له یو قطبي تجربې څخه زده کړه وکړي.

د تېرو دوو لسیزو ترخو تجربو وښوده چې پر یو نړیوال قطب تکیه
کول د کورني مشروعیت له پامه غورځول او د ملي اجماع نشتوالی څه معنا لري.او څومره لوې قیمت باید پرې کړی نن او پرون مو ولیدل ؟
موږ جګړې کړی دی او وبه کړو .خو افغانستان لا ژور بحران ته ټېل وهل کیږی .تاسی وګورې .
د امریکا او ناټو وتل دا ثابته کړه چې بهرني ځواکونه د خپلو ستراتیژیکو محاسبو له بدلون سره سم خپل متحدین پرېږدي.

په نوې څو قطبي نړۍ کې افغانستان کولای شي فعاله بې‌طرفه سیاست او لار غوره کړي.
ځان د تقابل پر ځای د همکارۍ دهلېز معرفي کړي.
خو دا یوازې هغه وخت ممکن دی چې افغانستان له اوسنې نیابتي جګړو څخه ووځي .
زما په اند د ستراتیژیک عمق او نوې ستراتیژې معنا د افغانستان لپاره
نور یوازې نظامي مفهوم نه لري بلکې
نوې ستراتیژي او عمق ستراتیژیک باید پر لاندې ستنو ولاړ وي.
سیاسي مشروعیت ټولشموله نظام چې د ولس اراده منعکس کړي.
اقتصادي نښلونې سیمه‌ییز تجارت ترانزیټ او سولیز اتومې انرژي یو اړخ وی.
امنیتي توازن نه د چا پر ضد اډه ،نه د چا تابع بل اړخ وی.
خو خطرونه هم شته . هغه خطرونه که زموږ سیاسیون او موږ د سیاست لوری بدل نه کړو .
او که افغانستان همداسې روان په انزوا کې پاتې شي بیا به د لویو قدرتونو د سیالیو ډګر وي .
دا وضعیت افغانستان د څو قطبي نړۍ له فرصتونو بې‌برخې کوي.
د افغان سیاسي قشر تاریخي مسئولیت دی چې .
ملي اجماع ته زمینه برابره کړي.
او نړیوالو ته د افغانستان د نوي سیاست نوې رول روښانه طرحه وړاندې کړي.
په ځانګړي هغه افغان او سیاسي قشر کولای شي د فکري ډیپلوماسۍ له لارې دا تشه ډکه کړي منطقوي سیاست څنګه رهبري شي چې روان کړکېچ ختم شي.
افغانستان د تاریخ په یوه حساسې څنډه کې ولاړ دی.
څو قطبي نړۍ که له یوې خوا خطرونه زېږوي له بلې خوا بې‌ساري فرصتونه هم وړاندې کوي.
د افغانستان راتلونکی تګ‌لوری باید د احساساتو نیابتي جګړو او بهرني تکیه‌ګاه پر ځای پر ملي عقلانیت متوازن سیاست او فعاله بې‌طرفۍ ولاړ وي.
که افغانان وکولای شي خپل عمق ستراتیژیک د ملي ګټو له زاویې تعریف کړي.
افغانستان به نور د لوبې میدان نه وي.
بلکې د سیمې د توازن یو اغېزمن لوبغاړی به وی.
ليک : امين ظريف د سياسي چارو کارپوه

رازق مامون لطیف پدرام ته لیکلي:زموږ د اوسني مېشت ځای جغرافیه، تر دې چې د افغانستان نوم ورباندې کېښودل شي، هېڅکله هم خراس...
25/01/2026

رازق مامون لطیف پدرام ته لیکلي:

زموږ د اوسني مېشت ځای جغرافیه، تر دې چې د افغانستان نوم ورباندې کېښودل شي، هېڅکله هم خراسان نه ده بلل شوې، بلکې افغانستان وه. دا ټولې ستونزې د ځینو کسانو د تاریخ له ناپوهۍ راولاړې شوې دي.
د افغان علمي مانا:

۱. باید وویل شي چې د «افغان» کلمه له مانا ډکه او پر خپل ځای ولاړه کلمه ده. معتبر اسناد شته چې د دې کلمې تاریخ، جغرافیه او د نوم ایښودلو لامل په ښه ډول ثابتوي. زه دلته یوازې د دې کلمې د ریښې (ایتیمولوژي) لنډه یادونه کوم:

▪ اسپه + ګان (اسپه = اسپ / آس، او ګان د جمع وروستاړی)؛ مانا: اس سپاره
▪ اپه + ګان (د اوستا او ویدا تر منځ د غږیز قانون له مخې «س» خپل ځای «ا» یا «هـ» ته پرېږدي)
▪ افه + غان (په عربي کې د «پ» پر ځای «ف» راځي او د «ګ» پر ځای «غ»)
چې پایله یې شوه: افهغان = افغان

/// د افغان کلمه ریښه په «دري» ژبه کې لري او مانا یې «اس سپاره» ده.
/// تاریخي بڼه یې په اوستا او ویدا کې: اپه ګان = افهغان (ځکه عربان د «پ» او «ګ» توري نه لري، نو «ف» او «غ» یې تلفظوي) = مانا: اس سپاره.

۲. په نړۍ کې داسې هېوادونه شته چې قومي نومونه لري، لکه تاجکستان او ازبکستان.

▪ د نړۍ ټول هېوادونه له قومونو او ډلو جوړ دي، خو ځینو هېوادونو خپله خاوره د خپلو قومونو له یوه قومه نومولې ده.
▪ په تاجکستان کې لسګونه نور قومونه هم اوسي، خو هغوی د «تاجک» پر نوم جهاد نه دی اعلان کړی، بلکې د تاجک قوم نوم یې د ګډ هویت او ګډ ټکي په توګه منلی دی.
▪ همدارنګه په ازبکستان او ترکمنستان کې ټول خلک ازبک او ترکمن نه دي، خو بیا یې هم دغه نومونه د ګډ هویت په توګه منلي او جهاد یې نه دی اعلان کړی.
▪ نور هېوادونه هم همداسې دي.

۳. له «افغان» کلمې سره د نسبتي «ي» کارول خپله مانا لري او د ژبې له قاعدې سره سم دي، لکه «افغاني» چې مانا یې هغه څه دي چې له افغان سره نسبت ولري.
خو د اشخاصو لپاره د «افغان» له کلمې سره د نسبتي «ي» تړل ناسم دي، ځکه افغان پخوا له مخکې ځانګړی نوم او فاعلي صفت لري.
له «افغانستان» سره د نسبتي «ي» له تړلو څخه «افغانستانی» جوړیږي، چې مانا یې هغه څه دي چې افغانستان ته منسوب وي.

▪ ځکه چې «افغان + ستان» مانا د افغانانو ځمکه ده، نو که درېیم کس دې هېواد ته منسوب شي، مانا یې «کډوال» کېږي.
په ساده ټکو: «افغانستانی» هغه څوک دی چې له بهر څخه د افغانانو دې کورني وطن ته نسبت لري. یعنې دا خاوره اصلاً د افغانانو ده، خو زه چې افغان نه یم، نو یوازې د نسبت له لارې ځان «افغانستانی» بولم.

۴. د هویت په اړه د افغانستان د خلکو اصلي ستونزه دا ده چې علمي او اکادمیکو مسایلو ته پوره پام نه کوي. زه دلته د هویت د روښانه کولو لپاره یوه کوچنۍ وېش رامنځته کوم، هسې نه لا ډېرې ستونزې پیدا کړي:

۱. شخصي هویت: حمید
۲. کورنی هویت: عزیزی
۳. سیمه ییز هویت: نوی ښار
۴. ښاري هویت: کابلی
۵. سمتي هویت: جنوبي
۶. قومي هویت (یا ملیت): تاجک (د وینې پر بنسټ؛ یعنې ګډه وینه)
۷. ملي هویت: افغان (د جغرافیې پر بنسټ؛ چې له بېلابېلو قومونو، دینونو او مذهبونو جوړ دی چې په یوه ګډه جغرافیه کې اوسي)
۸. قاره ییز هویت: آسیایي
۹. جیوپولیتیکي هویت: ختیځی
۱۰. نژادي هویت: سپین پوستکی
۱۱. طبیعي هویت: انسان
۱۲. ټولیز هویت: مسلمان
۱۳. … جدول دوام لري …

نو وینئ چې له دې جدول سره ټوکه نه شي کېدای، او هویتونه د خپلې خوښې له مخې نه شي بدلېدای او یو د بل پر ځای نه شي کېښودل کېدای.

یو ملګري ویل: «زه د ریاضي علم نه منم! ځم او له ځانه، د ځان لپاره یوه نوې ریاضي اختراع کوم!»
دنیا چې خوشاله ده، که خپه!؟ او هر څوک چې له ما سره موافق نه وي، هغه دا او هغه ها …!!

او بل دا چې پدرام یو ځان‌پلورونکی دی؛ هغه پاکستان ته ځان پلورلی، نه ایران ته. ایران خو خپله ویلي چې پدرام د ناموس پلورونکی، یعنې د وطن پلورونکی دی. هغه چې خپلې خاورې او وطن ته خدمت نه کوي، موږ ته به څه خدمت وکړي؟
ژباړه: مهیدي

Adresse

Dawonhell Str 123
Baden-Baden
81644

Benachrichtigungen

Lassen Sie sich von uns eine E-Mail senden und seien Sie der erste der Neuigkeiten und Aktionen von Afghan International Congress افغان نړېواله کانګره erfährt. Ihre E-Mail-Adresse wird nicht für andere Zwecke verwendet und Sie können sich jederzeit abmelden.

Verknüpfungen

Teilen