Eng Mohammad Zahir Durani

Eng Mohammad Zahir Durani I have graduated from Kandahar University Engineering faculty civil Department

د ځان څرګندولو او ښوودلو لپاره بې ځایه هڅې مه کوه؛کله چې کمال ته ورسیدې نو په خپله به څرګند او ولیدل شې!
14/05/2022

د ځان څرګندولو او ښوودلو لپاره بې ځایه هڅې مه کوه؛
کله چې کمال ته ورسیدې نو په خپله به څرګند او ولیدل شې!

Eid Mubarak
02/05/2022

Eid Mubarak

Fifth Ramadan in Frankfurt with best friend 😍🥰
06/04/2022

Fifth Ramadan in Frankfurt with best friend 😍🥰

24/03/2022

اُوْفُوْ بِعَهْدِکُمْ
په خپل عهد وفا وکړئ، الآیه .
بدترين نظامونه هغه دي چې د خپل رعيت د زړه ماتيدو سبب شي
او د ولس ملاتړ له ځانه سره ونلري او همدا باعث کیږی چی نظام ړنګ شی .
د هر چا شخصی حریم ته درناوی وکړئ
قومی او دینی ارزښتونو ته په شمول د نورو مذاهبو چی دلته شتون لری درناوی وکړئ

ځینو ملی ارزښتونو ته درناوی وکړئ ، بیرغ ، بندونه ، او د هر قوم فرهنګ ته درناوی وکړی

یو ځوان په مرداره ویاله کی مه ښکته کوی چی ولی تاسو پتلون اچولی د هغه د غرور درناوی وکړئ
د هر قوم ژبی کلتور فرهنګ ته درناوی وکړئ .

د خلکو سره خپل واټن او تفاوت کم کړئ ، د هغوی د خوښی نظام جوړ کړئ ، امنیتي ځواکونو ته هدایت ورکړی تر څو ډیسپلین په لباس شکل او خبرو کی مراعت کړی د خلکو د نظرونو درناوی وکړي .

نور بی بندوباره مسلح کسان له ښار ټول کړئ
او ټولو ته منظم یونیفرم او نظامی شکل ورکړئ ،
څوک په یوه کوڅه ننوځی او څوک په بله کوڅه ،
نه د مسیر پلان شته نه ټکټ رخصت شته نه د دندی او عمیلیاتو پلان او سند شته دا ډول اعمال ولس ځوروی .

د حکومت تشکیلات همه شموله کړی هر قوم ته ونده ورکړئ ، ماسټر لسانس ته پکی تر ډیره مسولیت ورکړی .
په هره برخه کې مسلکي کسان وګمارئ تر څو د خلکو ستونځو ته تر ممکنه حده ژر تر ژره لاس رسی وشي ،

بالاخره رعیت مه ځوروی په خپل لاس د دی نظام عمر مه لندوی او مه پریږدئ چه د شلو کلونو قربانۍ مو په اوبو لاهو شي او هیواد مو یو ځل بیا د اور خوراک شي د ملا عبدالسلام ضعیف

17/03/2022

وایي چې ...!!
سلطان محمود غزنوي خپل ورور بهلول ته وویل چې ولاړ شه د قصابانو د ترازو تیږې چې غوښه پرې تلي، وګوره که د چا ډبره کمه وه له ځانه سره یې راوله چې سزا ورکړو.

بهلول ومنله، بازار ته روان شو، د اول قصاب تیږه یې چې وکتله ډېره کمه وه ، له قصابه یې پوښتنه وکړه ، ژوند دې څنگه تېرېږي؟
قصاب وویل ، نن وي که سبا خلک به واوري چې دا چاړه به مې په خپله سینه کې ننه ايستلې وي، له ژونده همدومره په تنګ یم!
بهلول ترې روان شو، د دويم قصاب کاڼی چې يې وکوت، دغه هم تر خپلې اندازې يو څه کم وه.
بهلول پوښتنه ترې وکړه ، ژوند څنګه تېرېږي؟
قصاب په ژړا شو، ویل یې کاشکې خدای پاک بېخي نه وای پیدا کړی. ډېر خراب، ستړی، نارامه او بې‌عزته ژوند مې دی!
بهلول ترې روان شو.

د درېیم قصاب تیږه یې وکتله، وزن یې پوره و.
له قصابه یې وپوښتل؛
ژوند څنګه تېرېږي؟
قصاب وویل؛ شکر الحمدلله ډېر ښه ژوند مې دی، تر ډېرو خلکو مې اولادونه، ښځه، کور، مال او ملک ښه دی، ډېر خوشاله یم!
بهلول ترې روان شو، کله چې سلطان محمود ته ورسېد، سلطان پوښتنه ترې وکړه؛ د قصابانو تیږې څنګه وې؟

بهلول وویل؛ د يو څو قصابانو تیږې کمې وې!
سلطان وویل؛ نو ولې دې رانه وستل چې سزا مو ورکړې وای؟
بهلول وویل؛ خدای ج سزا ورکوله، د چا چې تيږې کمې وې، ښه ورځ يې نه درلوده.

نن ورځ چې د مسلمانانو حالات په دنیا کې سم نه دي ، همدې ته ورته داستانونه لري ، اکثریت خلک مو په دنیوي ژوند کې صادق ، رښتیني او صفا زړونه نلري.

که مو پوره ولوستله کمېنټ کې (ولوستل شوه)
د ثواب په خاطر یې شریک کړئ

‏دا دیوکرائن په خارکیف ښارکې د اورګاډي سټیشن دی او دوی ټول دجګړي له امله له خپل هېوادۀ روان دي!ماول نن به خبر شوې وي چې ...
07/03/2022

‏دا دیوکرائن په خارکیف ښار
کې د اورګاډي سټیشن دی او دوی ټول دجګړي له امله له خپل هېوادۀ روان دي!
ماول نن به خبر شوې وي چې دبل پر هېواد یرغل څه معنا او له خپله کوره بې کوره کېدل څومره زور لري.

د امت مجاهدين داسى وى نه لکه دا بعضى خره چه خپل مسلمانان وړونه وژنى او نوم د جهاد ورکوى. دعا راته کوﺉد خداﺉ په امان زه و...
26/12/2020

د امت مجاهدين داسى وى نه لکه دا بعضى خره چه خپل مسلمانان وړونه وژنى او نوم د جهاد ورکوى.
دعا راته کوﺉ
د خداﺉ په امان زه ولاړم!!!

په تصویر کی د مصر فدایی پیلوټان سعد طلال او احمد جابر لېدلاﺉ شۍ چې د بیت المقدس لپاره یې خپل سرونه قربان کړل

په 1970 میلادی کال د اپریل میاشتی په (21همه) نېټه د مصر پیلوټ (سعد طلال) ته د اسراییلو په یؤ عسکری دفاعی مرکز باندی د بمبار کولو امر وشو ، د سعد طلال په خونړی بمبار کی سلګونه قابض یهودی عسکر د لمبو خوراک شول ، په ځواب کی یهودیانو د طلال طیاره په نښه کړه ، دطلال طیاره ولګیده نیزدی وو چې طیاره ولویږی

پیلوټ طلال سره دوه لاری پاتی وی یا خو په پراشوټ باندی خپل ځان د اسرایلو سیمه کی وغورځوی یا خو په فدایې برید سره دغه طیاره د اسرایلو په یؤ بل مرکز باندی ور واچوی ، سعد طلال فدایې لار غؤره کړه
د فدایې په وخت یې پخپل وروستی تیلیفونی پیغام کی اوویل : په فدایې تعرض کی زما دوهم هدف د یهودو میزایل نظام ده ، دعا راته کوﺉ د خداﺉ په امان زه ولاړم!!!

دریمه ورځ یې بل فدایې ملګری (احمد جابر) هم په طیاره باندی د یهودو بل عسکری مرکز په نښه کړو او سلګونه یهودیان یې جهنم ته واصل کړل ۔ #تقبله #اللّٰه
***************************
(نجیب اللّٰه عادل)

د یهودانو ملی سرودتاسو پرېکړه وکړئ چي د نړۍ کوم ائین د انسانیت قاتل او د شاتګ لامل دی؟په نړۍ کی یواځېنۍ (ملی ترانه) ملی ...
26/12/2020

د یهودانو ملی سرود
تاسو پرېکړه وکړئ چي د نړۍ کوم ائین د انسانیت قاتل او د شاتګ لامل دی؟

په نړۍ کی یواځېنۍ (ملی ترانه) ملی سرود د اسرائیلو (یهودیانو) ده چې په هغه کی د تروریزم ، وحشت ، قتال او دهشت ارادې او اهداف زمزمه کېږی.
او د کلیسا په ترانو کي هم د اسلام پر وړاندي پاروني ذکر شوي دي،

د اسرائیلو (ملی سرود) ژباړه:

ترڅو چې زموږ په زړونو کی (یهودی) روح وي

په ډېر ارمان به د ختیځ لوری ته پرمختګ کوو

زموږ هغه هېلی تر اوسه ندی پوره شوي

چې په ځمکه باندی 1000 کاله پاچهی وکړو

چې موږ د خوبونو نړۍ فلسطین باندی پاچهي وکړو

چې دوښمن مو په نوم اوریدو سره په لړزان شي

چې د مصر او کنعان خلک راڅخه په لړزان شي

چې بیبولون (بغداد) خلک راڅخه اغېزناکه شي

چې د دوۍ په آسمانونو زموږ وېره غالبه شي

چې موږ خپلې توري د هغوﺉ په سینو کی ور ښخي کړو

چې د هغوﺉ وېني بهېدلی ووینو

چې موږ د هغوﺉ پرې شوي سرونه ووېنو

هله به موږ د خدای نیک بندګان یادیږو.

د تاريخ څخه ناخبره ځوانانو ته ! دا په اروپا کې يو د تاريخ ښوونکى دى چې د خپلو صليبي عسکرو په لباس کې خپلو زده کوونکو د ت...
16/09/2020

د تاريخ څخه ناخبره ځوانانو ته !
دا په اروپا کې يو د تاريخ ښوونکى دى چې د خپلو صليبي عسکرو په لباس کې خپلو زده کوونکو د تاريخ درس ورکوي خو تاسى د دى صليبي ښوونکي تر شا په سپينه تخته باندى نظر واچوئ تاسې ته به څه ليکلي کلونه په نظر درشي خو ايا تاسې په دى پوهيږئ چې دا کلونه يې ولى ليکلي دي ؟
په دى کلونو کې څه پيښې شوي دي ؟ او دا کلونه څه اهميت لري ؟ 1) لومړى کال ( 571 ز ) کال دى په کوم کې چې د انسانيت ستر لارښود ( صلى الله عليه وسلم ) پيدا شوى ، چا چې د نړۍ تاريخ مکمل بدل کړ .
2 ) ورپسى ( 725 ز ) کال دى ، په دى کال باندى د ګال ( اوسنۍ فرانسى ، د بلجيم څه برخس ، لويديځ جرمني او شمالى اټلي ) مسلمانانو فتحه کړي و ، دا فتحه د انبسه ابن سهيم الکالبى په مشرۍ کې مسلمانانو غازيانو د ( کار سسنى ، ګاز قلعه ګانى او کلى فتحه کړل بلکى د مسلمانانو سره چا څه خاص مزاحمت هم ونه کړ .
3 ) دا ( 732 ز ) هغه کال دى چې کله په فرانس کې اسلامي فتوحات ودريدل ، هم په دى کال باندى د شهيدانو د لارى جنګ کوم ته چې سياحتي جنګ هم ويل کيږي د مسلمانانو يو ستر قوماندان عبدالرحمن العفيقى شهيد کړى شو .
4 ) ورپسى ( 1095ز ) کال هغه کال دى چې کله د صليبي نړۍ ستر پاپ دويم اربن د اسلامي نړۍ په خلاف د منظمو صليبي جنګونو اعلان وکړ او ټوله صليبي نړۍ يې د مسلمانانو په خلاف راپورته کړه 5 ) دا کال ( 1453 ز ) هغه کال دى چې هيڅکله به يې صليبي بچيان هير نه کړي خو له بده مرغه د اسلام د زامنو ياد هم نه دى ، په دى کال باندى عثماني سلطان محمد الفاتح قسطنطينيه فتحه کړه هغه قسطنطينيه چې ختيځ روم يا بازنطينيه هم ورته ويل کيده او د دوى ( 1000 ) کلن حکومت يې ورته ړنګ کړ .
6 ) دا ( 1492 ز ) کال د ګراناډا زوال او په اندلس کې د مسلمانانو د اخرى حکومت او د واک کال دى .
دا ډيره د افسوس خبره ده چې دوى زموږ د تاريخ څخه دومره خبر دي او خپلو بچيانو او زده کوونکيو ته يې تدريسوي او د هغوى په زړونو کې د دى ازلي دښمنۍ ، کرکې او نفرت تخمونه شيندي خو موږ بيا د خپل روښانه تاريخ څخه ناخبره يو ، که خبر هم شو ورباندى خپلو کشرانو ته يې نه وايو بلکې ما ته خپله څو څو کرته په مختلفو ليسو کې د مديرانو لخوا ويل شوي دي چې څه په کتاب کې دي همغه شاګرد ته وايه او د نصاب څخه مه بهر بل خوا ته ځه !
زموږ لوستى طبقه په هندى او انګليسي فلمونو ، د دى فلمونو په ډمانو ، کرکټيانو او نورو فضولو شيانو باندى په ساعتونو تبصرى کولى شي خو د خپلو اتلانو نومونه يې هم نه دي زده بلکې په دى هر څه ورته ځانونه ماډرن ښکاري او همدا د غلامو قومونو لويه نښه ده چې هغوى د حاکم قوم هره غلطه خبره په پټو سترګو مني او په ښو عادتونو يې ځانونه ړانده کړي ځکه چې د ځان او د نړۍ د بدلولو لپاره خواري او محنت کيږي کوم چې د فکري غلامانو عادت نه دى ، زموږ موجوده نسل چې د خپل پرون ( ماضي ) څخه خبر نه شي نو حال او راتلونکى به يې ګډوډ وي او دښمنانو ته به يې بى لارى کول او تيرويستل اسانه وي .
سلمان قريشي

انجنیر محمد رفیع حیات دکندهارولایت اوسنی ښاروال مي دپوهنتون ددوري همصنفي دی ډیر دپاک احساس لرونکی اوپه وطن مین شخصیت دی،...
11/09/2020

انجنیر محمد رفیع حیات دکندهارولایت اوسنی ښاروال مي دپوهنتون ددوري همصنفي دی ډیر دپاک احساس لرونکی اوپه وطن مین شخصیت دی، نه پوهیږم داځینی اشخاص ولي منفي تبلیغ پسي کوي حتمی ددی خلګو دشخصی ګټومخه یی نیولي ده.
په چاروکي بریا درته غواړو ښاروال صاحب.

Adresse

Frankfurt
60599

Telefon

+491787806228

Webseite

Benachrichtigungen

Lassen Sie sich von uns eine E-Mail senden und seien Sie der erste der Neuigkeiten und Aktionen von Eng Mohammad Zahir Durani erfährt. Ihre E-Mail-Adresse wird nicht für andere Zwecke verwendet und Sie können sich jederzeit abmelden.

Teilen