22/02/2026
د یو نظامي افسر په توګه د پاکستان له لوري پرله پسې هوايي بریدونه پر افغان خاوره یو غیرقابل قبول تحریکی او د ملي حاکمیت ښکاره نقض ګڼم.
دا چې څو ځله د افغانستان خاوره په نښه شوی دا عمل د هېڅ ډول توجیه وړ نه دی او د ګاونډ یتوب له اصولو سره ښکاره ټکر لري.
د ملکي سیمو بمبارد د بې ګناه خلکو ژوند ته ګواښ او د زور تکراري کارول د جګړی له نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه ده.
دا ډول کړنې نه د امنیتي ستونزو حل راوړي او نه د سیمې د ثبات لپاره کومه مثبته پایله لري بلکې د کړکېچ د لا پراخېدو لامل ګرځي.
ملت باید پوه شي چې د افغانستان حاکمیت د هېڅ هېواد د پوځي فشار تر سیوري لاندې نه راځي.
د سرحدي او امنیتي اختلافاتو د حل یوازینۍ مؤثره لاره د مسلکي خبرو اترو، امنیتي همغږۍ او د متقابل درناوي پر بنسټ تعامل دی.
د زور کارول یوازې د بېثباتۍ اور ته لمن وهي.
زه یو نظامي افسر په توګه ټینګار کوم چې د افغانستان خاوره خلک او ملي حاکمیت د هر ډول غیرمسوولانه برید پر وړاندې د درناوي وړ دي او د سیمې ثبات هغه وخت خوندي کېږي چې د تاو تریخوالي پر ځای د همکارۍ او قانوني لارو کار وشي.