14/09/2026
د کاناډا په ټورنټو ښار کې به د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۱۱مه د پي ټي ایم کاناډا له خوا د “PTM International Conference, Unmasking Pakistan’s Atrocities” تر عنوان لاندې کانفرنس کېږي، چې د نورو محکومو قامونو غړي او یو شمېر کاناډايي سیاستوال به هم پکې ګډون کوي.
———————
په روانه سپتمبر میاشت کې د امریکا په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو (UN) مهمه غونډه کېږي، چې پکې د پاکستاني ریاست لوړپوړي چارواکي هم ګډون کوي. د سپتمبر په ۲۵مه به د همدې غونډې د ځای ناستې مخې ته د پي ټي ایم امریکا له خوا د پاکستاني ریاست د وحشتونو او ترهګریزو پالیسیو پر خلاف احتجاجي مظاهره کېږي.
——————————
همدارنګه په همدې سپتمبر میاشت کې د جنیوا، سویزرلینډ، کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کلنۍ غونډه کېږي. د سپتمبر په ۲۵مه به د دې غونډې د ځای ناستې مخې ته زموږ د ټولو اولسونو سره د روانو بشري حقونو د سرغړونو پر خلاف احتجاج کېږي او هم به دې غونډې ته تفصیل ورکول کېږي.
——————
د تحریک هغو ملګرو ته چې په دې غونډو کې ګډون کول ورته ممکن وي، له هغوی څخه د ګډون هیله کوو، او کوم ملګري چې ګډون نشي کولی، هغوی دې حتماً میډیایي کمپاین وکړي.
د خپل اولس او وطن سره وفادارو، زموږ محترمو ملګرو!
تل دې د خپل ملت او اولس لپاره داسې تکړه، په خپل ملي نظر او فکر مستقل مزاج او هر ګام ته چمتو وئ. آمین