PSO - University Of Swat

PSO - University Of Swat Pakhtunkhwa Students Organisation - University Of Swat

پښتون کلتور، ستا او زما ګډه شتمنيګرانه 🌸په ډېره پښتنه/افغانه مينه درته بلنه درکوو چې د پښتون کلتور ورځې په مناسبت راجوړ ...
20/09/2025

پښتون کلتور، ستا او زما ګډه شتمني
ګرانه 🌸
په ډېره پښتنه/افغانه مينه درته بلنه درکوو چې د پښتون کلتور ورځې په مناسبت راجوړ کړل شوي سيمينار کې ګډون وکړئ. ستاسو راتګ به نه يوازې مونږ خوشاله کړي، بلکې دغه ورځ به هم لا رنګينه کړي.
📍 ځای: دير مېوزيم، چکدره (کوز دير)
📅 نېټه: منګل، 23 ستمبر 2025
🕑 وخت: د ماسپښين 2 بجو نه وروسته
تاسې به د پښتون کلتور د بېلابېلو دورو په اړه خبرې واورئ، د پوهانو نظرونه به واخلئ، د اثار قديمه ننداره به وکړئ او د ملګرو سره يو دوستانه ماښام به تېر کړئ.
په مينه به درته سترګې په لار يو 🌺
ستاسو ملګري:
پښتونخوا ملي عوامي ګوند، دير
پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن، ملاکنډ پوهنتون

پښتونخوا سټوډنټس ارګنايزېشن سوات پوهنتون  د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پخواني مرکزي سيکټري او صوبائی صدر شهيد عثمان خان کاک...
21/06/2025

پښتونخوا سټوډنټس ارګنايزېشن سوات پوهنتون د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پخواني مرکزي سيکټري او صوبائی صدر شهيد عثمان خان کاکړ ته د هغوی په ٠٤م تلين په مناسبت د عقيدت سره ګلونه وړاندې کوي.

لخوا: اطلاعات څانګه پښتونخوا سټوډنټس ارګنايزېشن سوات پوهنتون




  د پشتونخوا سټوډنټس ارګنايزيشن مرکزي دوري په لړ کښې نن په سوات پوهنتون کي د پشتونخوا سټوډنټس ارګنايزيشن مرکزي ارګنايزر ...
14/05/2025


د پشتونخوا سټوډنټس ارګنايزيشن مرکزي دوري په لړ کښې نن په سوات پوهنتون کي د پشتونخوا سټوډنټس ارګنايزيشن مرکزي ارګنايزر سيف الله خان په مشری غونډه تر سره سوه. په غونډه کښی د پښتونخوا سټوډنټس ارګنايزيشن مرکزی رابطه ارګنايزر طيب کاکړ او عرفان بلند ګډون درلودی. په غونډه کښی د لوستونکو سره سیاسی قومی وطنی او د یونیورسٹی په مسائلو باندي تفصيلي بحثونه وسول. او په غونډه کښی د سوات پوهنتون ٩ کسزز آرګنائزنګ باډی وټاکل سوه. اسد باچا آرګنائزر محمد زېد سینئر آرګنائزر او آرګنائزنګ باډی ملګری سالر خان، نظام الدین، سلمان، احتشام، حبیب الله، نوید زاده، عبدالله وټاکل سو. او ملګری پر کار واچول سو. چی ډېر زر به د سوات پوهنتون پراخ کانفرنس کوی. ګڼ شمېر لوستونکو په پشتونخوا سټوډنټس ارګنايزيشن د شمولیت آمادگی وکړه.

Pakhtunkhwa Students Organisation - University Of Swat pays tribute to Malak Riaz Khan (Milli Malak Late)  for serving h...
13/07/2023

Pakhtunkhwa Students Organisation - University Of Swat pays tribute to Malak Riaz Khan (Milli Malak Late) for serving his people. He served and contributed to Pakhtunkhwa Milli Awami Party till his last breath.
We are remembering him on his second death anniversary. 🕊️
زما د زړه نه چې څوك تا اوباسي
لکه په زور چې رانه ساه او باسي

د پښتونخوا سټوډنټس آرګنائيزيشن له خوا دې تاسو او ستاسو درنې کورنۍ ته لوئې اختر ډير ډیر بختور شي - لوئې الله تعالٰی دې دا...
28/06/2023

د پښتونخوا سټوډنټس آرګنائيزيشن له خوا دې تاسو او ستاسو درنې کورنۍ ته لوئې اختر ډير ډیر بختور شي - لوئې الله تعالٰی دې دا اختر د پښتون وطن د خپلواکۍ او خوشالۍ زيرې وګرځئ. په خاصه توګه دې د پښتونخوا وطن ټولو مسافرو ته لوئې اختر بختور شي- او حاجيانو ته دې هم دا اختر بختور شي الله تعالی دې د ټولو حاجيانو حجونه قبول کړي.
له اړخه: سيد جلال باچا - سيکرټري پي ايس او سوات پوهنتون.

د پښتونخوا اسټوډنټس ارګنازيشن PSO اول شهيد شېخ ظريف خان مندوخېل، 29م مۍ 1968 سائنس کالج کوټه جنوبي پښتونخوا،ظريف شهيد ته...
29/05/2023

د پښتونخوا اسټوډنټس ارګنازيشن PSO اول شهيد شېخ ظريف خان مندوخېل، 29م مۍ 1968 سائنس کالج کوټه جنوبي پښتونخوا،
ظريف شهيد ته په 55م تلين د عقيدت سره ګلونه وړاندې کوو.
ياده دې وي چې د پښتونخوا سټوډنټس آرګنايزيشن باني ظريف خان شهيد وؤ
پښتونخوا سټوډنټس آرګنائزيشن - سوات پوهنتون

د پښتونخوا سټوډنټس آرګنائزيشن - سوات پوهنتون له خوا دې تاسو ته د   نيکمرغه وي -له بده مرغه په ټوله خيبر پښتونخوا کښې زمو...
29/05/2023

د پښتونخوا سټوډنټس آرګنائزيشن - سوات پوهنتون له خوا دې تاسو ته د نيکمرغه وي -
له بده مرغه په ټوله خيبر پښتونخوا کښې زمونږ پوهنتون يوازينی پوهنتون دې چې د پښتو ډيپارټمنټ نه لري -

د پښتونخوا سټوډنټس آرګنائيزيشن تنظيم نو غونډه نن په 24م مئې په سوات يونيورسټۍ کښې د ملک رفيع په صدارت کښې ترسره شوه.په د...
26/05/2023

د پښتونخوا سټوډنټس آرګنائيزيشن تنظيم نو غونډه نن په 24م مئې په سوات يونيورسټۍ کښې د ملک رفيع په صدارت کښې ترسره شوه.
په دې غونډه کښې د پي ايس او خيبر پښتونخوا ډپټي آرګنائيزر عدنان باچا، ملک رفيع وينا وکړه. غونډې په اتفاق رائے سره "سيد جلال باچا" د سوات پوهنتون سيکرټري وټاکلو، د هغه سره سينئر معاؤن "زبيح الله غورځنګ" وټاکل شو. او د دي سره معاون سيکرټريان هم وټاکل شو چې نومونه يې په دا ډول دي:
عماد اکبر، توصيف انور، هلال احمد، حيات ګل، کاشف خان، جواد خان، بهره مند، ابوبکر صديق، رحمان شير، سيد بلال باچا، عبدالباسط -
غونډې دا فيصله وکړه چې راروان کښې به په هر ډيپارټمنټ کښې يونټونه جوړوي او دا لپاسه کابينه به علاقائي رول ادا کوي -

Address

Main Chakdara Bazar
Chakdara Fort

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when PSO - University Of Swat posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share