07/04/2024
Congratulation.
زۀ “”””خپلې نيازبينې خور آرزو توروالي “”””تۀ ده پښتون سټوډنټس فېډريشن اسلاميه کالج پوهنتون “نائب صدره “ټاکلې کېدو باندې ډير ډير مبارکي وايم هيله لرم چې ده خپل تعليم سره سره بۀ ده سياست پۀ ميدان کښې هم مخکې ئې اؤ ده زدکونکو خدمت بۀ پۀ ډول سره اوکړي.
ده پښتون سټوډنټس فېډريشن اسلامیه کالج پوهنتون اليکشن اؤ آرګنائزنګ کميټي چیئرمین مصطفي خان اؤ ده کميټي غړو، صوبائي مشرانو، مرکزي مشرانو هم ډير منندو يم چې زما پۀ خور ئې دغه اعتماد اوکړو اؤ ده زدکونکو خدمت کولو موقع ئې ورکړه.
يقينن ده زما ده پاره ډيره ده فخر خبره وياړ يم چې ده کوم تنظيم دومره لويه زمه واري مشرانو اؤ ملګرو زما پۀ اوږه اچولې ده پۀ ما ئې اعتماد کړې دې پۀ دغه تنظيم چلولو کښې بۀ زما خور هم ما سره سنګ پۀ سنګ راونه ئې اؤ تنظيم چلولو کښې بۀ خپل کردار ادا کئ.
پکار ده چې مونږ تعليم سره سره خپل لور، خور لۀ سياسي شعور هم ورکړو ځکه چې ښځه قامونه جوړولو کښې لوي کردار ادا کوي چې څومره بۀ زمونږ ښځې ده تعليم پۀ ميدان ده سياست پۀ ميدان کښې روسته دومره بۀ مونږ ده ترقي یافته قامونو نۀ روسته يو هيڅ کله بۀ ده ترقي يافته قامونو سره سيال ونۀ کړې شو ده باچاخان بابا ده خبره بۀ زۀ دلته يو ځل بيا وکړم باچاخان بابا وائي چې(ښځۀ اؤ سړې ده ګاډي دوا پائې دي کۀ دې کښې يو هم نۀ وي نو ګاډې مخکې نشي تلې) څنګه چې ګاډې پائې نۀ بغير نشي تلې هم دغه شان دنيا اؤ قامونه هم ده ښځې نۀ باغير ترقي نۀ شي کولې. ښځې پۀ کور کښې بندول غلامې ساتل تعليم پرې نۀ کول ده زندګي پۀ هره شعبه کښې ورته لارې نيول سياست نۀ لرې ساتل ده خپل ځان، خپل خاندان، خپل قام ده دنيا نۀ نور هم پۀ شا بوتلل دي پۀ دې خبرو کښې هيڅ کله غيرت نۀ دې کتل پکار اؤ نۀ پۀ دې خبرو کښې غيرت شته.
دلته هميشه مذهبي انتها پسندو اؤ تنګ نطره خلکو ده ښځو ده تعليم اؤ ده سياست مخالفت کړې دې اؤ کوي ئې هم ده زکه چې ده خلک يره محسوسه وي چې زمونږ دکانداري بۀ بنده شي ځکه چې تر څو پورې خلک جاهلان يې ده ریاست اؤ ده مذهبي ټيهکادارانو دوکانداري بۀ راروانه وي ده دې هر څۀ مخ نيوې مونږ هم پۀ ده طريقه کولې شو.
زۀ يو ځل بيا آرزو تۀ ډير ډير مبارکي وايم ورسره ده اسلاميه کالج پوهنتون تنظيم هم ډيره مننه کوم.
“”آکاش توروالي””
جنرل سیکرټري
پښتون ستوډنټس فېډريشن اسلامیه کالج پوهنتون
هر خیال دې د مستۍ له سرحدونو اخوا واوړي
چې نوي ستوري راوړي
غرمې غرمې فکرونه دې له غرونو اخوا واوړي
چې سېوري سېوري راوړي
راپورته دې يو شړنګ شي د ستړيا له هره ګامه
ډيوې ډيوې ماښامه
چي ویړې د وختونو دا راتنګې دایرې شي
لمحې دې نن خورې شي
کړۍ کړۍ دې ماتې هغه واړه زولنې شی
چې شور شی او نغمې شي
آذاده دې دنیا شی د هر ډار له هره دامه
ډيوې ډيوې ماښامه
ممتاز اورکزے