11/08/2026
وخته دلته چې قدم ږدې نو په خيال ږده
دادې خاورې کاڼي بوټي شهيدان دي
نن د پښتون سټوډنټس فېډرېشن چارسدې کالج زمه وارو کارکنانو د کالج سابقه صدر محمد علي په مشرۍ کښې د دولسم اګست د شپې په مناسبت سره د بابړې د شهيدانو په يادګار څلي حاضري اوکړه او شهيدانو ته مو د عقيدت پېرزونې وړاندې کړې.
په دولسم اګست کال 1948ء بابړه(چارسده) کښې د خداېې خدمتګارو احتجاجي غونډه وه۔ چونکې د خداېې خدمتګار تحریک غړي د عدم تشدد پلویان وو ځکه ېې د تشې خلې احتېجاج کوو۔ د قیوم خان حکومت وو او په قیوم خان دا احتجاج بد لګیدو۔ پولېسو له ېې حکم ورکړو چې ډزې پرې وکړﺉ۔ د حکم تعمیل وشو او په نتیجه کښې ېې شپږ نیم سوه(650) پښتانه شهیدان شول او څه د پاسه دولس سوه زخمیان شول۔ بیا پرې دا د پاسه چې واېې هم د هغه شهیدانو د کور واله نه جرمانه هم اخستې ده او بیانیه ېې دا وه چې په تاسو د حکومت ګولۍ خرابې شوې دي۔ په دغه ورځ دظلم انتها شوې وه ځکه ورته پښتانه ”د پښتنو کربلا“ واېې۔
قیوم خان چې کوم ظلم کړی وو د هغې اجر دې ورله خداې ورکړي ۔ خو اوسني حکومتونه دا ظلم کوي چې نوی کول ترې ناخبره ساتي۔ زمونږ په نصاب کښې د دې واقعې هډو ذکر نشته۔ نتیجه ېې دا شوه چې د شپاړسم پاس هلک د بابړې د نوم سره هم اشنا نه وي۔ پښتانه دې باید دخپلو اتلانو او شهیدانو نه ځان باخبره وساتي۔
پښتون سټوډنټس فېډرېشن ګورنمنټ کالج چارسده
#بابړه