Mir Sher Shah

Mir Sher Shah Nationalist

24/12/2025

د بابک صېب انداز او قول _🕊️

26/11/2025

په پښتنهٔ خاوره د نړۍ د لرغونو مذهبونو بنسټونه ایښودی شوي د هندو ازم مقدس کتاب رګویدا د پښتنو په خاوره لیکلی شوی او دویم کتاب د هندو ازم ګیتا په دې خاوره په پښتو کښې لیکلی شوی وه او د ذردشت ازم د دین بنسټ او مقدس کتاب اویستا هم په دې خاووره لیکلی شوی دی زومونږ پښتنهٔ خاوره د مذهبونو زانګو پاتې شوي ده ارزښت د پښتنې خاورې دا دی چې دلته پاکې صفا اوبهٔ د سندونو په شکل کښې بهېږې او د موسم په اړه هم مختلف موسمونه لرې د پښتنو وطن د خاوري نه که شمال اړخ ته ځې نو یخنې ډېر وې چې ژوند پکښې ګران وې او که جنوبي اړخ ته ځې نو ګرمې ډېره وې چې ژوند پکښې ګران وې پښتنهٔ خاوره د شمال او جنوب په مئنځ کښې پرته ده چې نه ډېره یخنې وې پکښې او نه ډېره ګرمې ځکه د مختلفو مذهبونو بنسټونه دلته ایښودلی شوی وه او هر یرغلګر که په دې خاوره یرغل کړی دی نو د دې خاورې جغرافیه د خپلو مفاداتو د استعمال دپار یی کوشش کړی دی چې د چا د ککرو هدېرې جوړې شوی او ځنې په خپلو مفاداتو کښې بریالی شوي _
میر شېر شاه

11/10/2025

پښتنو ځوانانو راځئ دا عوامي نیشنل ګوند ملاتړ شئ چې ډوبه او برباده پښتونخوا یو ځل بیا د پرمختګ په لور بوځو
خپل تعصوب خپل انانیات باندې به سترګې پټوۍ _
میر شېر شاه

پیغام د عوامي نیشنل ګوند ملګرو ته!په سوشل میډیا د عوامي نيشنل ګوند پر ضد ټرولنګ روان دی یعني ښه پوهه دي خو داسې الفظ کار...
09/10/2025

پیغام د عوامي نیشنل ګوند ملګرو ته!

په سوشل میډیا د عوامي نيشنل ګوند پر ضد ټرولنګ روان دی یعني ښه پوهه دي خو داسې الفظ کاروي او پوسټونه کوې چې د ګوند ملګري جذباتي کړې او په ردعمل یې مجبور کړې په داسې حالاتو کښې د زغم نه کار واخلئ _ ډاکټر ان،استاذان، ملایان، او ټولو سیاسي ګوندونه په دي مشن کښې حصه اخستلې ده خو د دهغو زیان به زمونږ په زغم تمامیږې نو د زغم نه کار واخلئ _
میر شېر شاه

08/10/2025

دا دې خاورې د اختیار جنګ که څوک د عوامي نيشنل ګوند نه په ښهٔ ډول کولی شې نو رامخکښې دي شې مونږ به ورله شاباسې ورکؤ خو بې ځاي تنقید د زغملو نه دی _
میر شېر شاه

08/10/2025

اختلاف وساتئ خو د استدلال نه کار واخلئ داسې نیوکې چې بنیاد نه لرې ستاسو شخصیت ته زیان رسوې او تاسو په خام خیالۍ کښې ساتې _
میر شېر شاه

د پاکستان د یو بل قام د جوړولو هڅه!قامونه پهٔ زور زبردستۍ نه ورکیږې نه جوړیږې او نه ختمیږې د قامونو کلتور په وسائلو اختی...
05/10/2025

د پاکستان د یو بل قام د جوړولو هڅه!

قامونه پهٔ زور زبردستۍ نه ورکیږې نه جوړیږې او نه ختمیږې د قامونو کلتور په وسائلو اختیار جغرافیا خودمختاري یو شان حقوق برابروالی دا د ریاست فرض دي که ریاست په دي بنیادي حقونو ورکولو کښې ناکامه شې نو داسې ریاست پرمختګ نشې کولی پاکستان هم د قامونو مجموعه ده خو پاکستان چرې هم دا قامونه په قامیت نه دي منلې پاکستان هڅه کوي چې دا دې قامونو تاریخ،مورنۍ ژبه،ادب کلتور اقتصاد ختم کړې پاکستان چې کله پهٔ وجود کې راغلې دی همدا هڅه کوي چې دا قامونه د پاکستانیت د لاندې یو بل قام د دروغو په بنیاد جوړ کړې خو دا د پاکستان خام خیالي ده چې مدام به نېمګړي وې قام د ژبې کلتو او د شریکې خاوري په بنیاد قام وې چې د زرګونو کالو نه راتېر شوی وې په پاکستان کښې مختلف قامونه ژوند کوي چې د هر قام خپل کلتور خپله خاوره او خپله ژبه د زرګونو کالو نه ده _
میر شېر شاه

19/08/2025

په پښتنو سېمو سېلاب نه د افغانانو ازار دی نه د دېن اسلام نه لرې والی دی بلکې په دي خاوراه په سیاسي هنر د یو ډېر هښیار بلا دست کلاس تدبیر دی.
میر شیر شاه

پهٔ پښتنو سېلاب بدامنې بې روګارې!نن سبا پښتانهٔ په یو داسې حالاتو کښې ژوند کوي چې هر اړخ ته د ناامیدۍ وزرې د یو تورې بلا...
17/08/2025

پهٔ پښتنو سېلاب بدامنې بې روګارې!
نن سبا پښتانهٔ په یو داسې حالاتو کښې ژوند کوي چې هر اړخ ته د ناامیدۍ وزرې د یو تورې بلا په شکل کښې خورې دې هر اړخ تهٔ وېر دی یوه وېره تره د هر وګړې په زړهٔ کښې د تورې بلا پنجې خښې کړې دي هېڅ څه داسې د خوشالۍ بسری نشته په دی خاوره چې د رڼا مړه ډیوه بله کړې ژوند پکې د داسې ستونزو څه مخ دی چې خپله لار تې ورکه ده منزل خو لا لویهٔ خبره ده پهٔ دي حالاتو کښې پښنانهٔ دمومره ځپلی شوې چې هېڅ امید نه لرې کوشش کښې دې چې د خپل نن غم وکړې خو نن ورلهٔ هم عذاب شوی خاوره وطن ځوانان قدرتي وسائل هر څه تې روان دي نړۍ پی بې غمه مذهبونهٔ تې ناخبره د انسانې حقوق مرستیالو پې ځان غلی کړی هېڅ داسې کومک نشته چې پښتانهٔ پی د یوې لمحې ساه په خوشالئ واخلې یو داسې مصنوعي حالات پښتنو ته په سیاسې هنر جوړ کړی شوې دي چې پښتانهٔ یی د سیاست د نوم نه بېزاره کړې دي چې پښنانهٔ سیاست تهٔ راځې نو لوئ زیان به شوی وې حل یو دی زما په نظر کښې هر ملا دې ملانا خانزېب شې هر استاد دې پرویش شاهین او نور الامین شې هر ډاکټر دې سیراج الدین شې هر شاعر دې اجمل خټک او خان زمان کاکړ شې هر ذده کړیال دې سیاسې شې بیا کار اسان دی زمونږ ټولنه غېر سیاسې ده چې د پښتنو ناپوهې د ریاست په ګټه او د پښتنو په زیان د خپل مرګ په ژۍ د تیارو د منزل په لورې ولاړه ده.
میر شیر شاه

خلک وايی زمکهٔ او اسمان مونږ پښتنو ته یو شوي دي خو دي ته څوک فکر نه کوي چې پاکستان د ځنګل په ختمولو کې په نړۍ کې په دویم...
15/08/2025

خلک وايی زمکهٔ او اسمان مونږ پښتنو ته یو شوي دي خو دي ته څوک فکر نه کوي چې پاکستان د ځنګل په ختمولو کې په نړۍ کې په دویم لمبر دی هر کال 67500 ایکړ ځنګل په غیر قانونه توګه ختمول کېږې او ټول ځنګل د پښتنو په خاوره دی چې ټول ختم شو او د پنجاب کارخانو ته راوان دی دا څه چې روان دي هم لویه وجه یې د ځنګلو ختمول او نور بوټې نه نالول چې سیلابونو نن پښتونخوا تباه کړه او هېڅ کومک نشته.
میر شیر شاه

Address

Village Manzai Darora
Dir
SAHIL

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Mir Sher Shah posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share