Olasi Kitabtoon killa Abdullah Habibzai

Olasi Kitabtoon killa Abdullah  Habibzai Be Happy

15/01/2025

علم فہم عقل و دانائی کا دفتر یے کتاب

Leisure
25/12/2024

Leisure

10/06/2023

دغه پښتو لغاتونه په خپلو ليکنو کې ناپښتو خبرو ته مو ځانګړی ښکلا ورکوي.

ما خو کوښښ شروع کړي تاسو هم کوښښ وکړي.

خاص √ځانګړی

خاصو √ ځانګړو

خصوصيات √ ځانګړتياوې

نیرو √ ځواک

سرباز √ سرتېری

پرواز √ الوتنه

کتابخانه √ کتابتون

کتاب فروشي √ کتاب پلورنځی

دانشګاه √ پوهنتون

مکتب √ ښوونځی

تحصیل √ زده کړه

محصل √ زده کړيال

محصلين √زده کړيالان

معلم √ ښوونکی

شاګرد √ زده کوونکی

سرمعلم √ سر ښوونکی

نتایج √ پايلو

نتيجه √ پايلې

احترام √ درناوی

بې سواده √ نالوستی

محترم یا آقا √ ښاغلی

امتحان √ ازموينه

نام √ نوم

فیصده √ سلنه

ميلادي √ زیږدیز
توجه √ پاملرنه
فامیل نوم √ کورنی نوم
فاميلي √ کورنۍ
تاريخ تولد √ د زيږيدو نېټه
اِمضآ √ لاسليک
دواخانه √ درملتون
دوا √درمل
دوايي √ درملنه
مريض √ ناروغ
مریضي √ ناروغۍ
مرض √ رنځ
عکس √ انځور
عکاسي √ انځورګري√ انځورګرۍ
باغ √ بڼ
باغ وحش √ ژوبڼ
باغوان √ بڼوال
مهمان خانه √ مېلمه خونه یا کوټه
ګاوخانه √ غوجل
برق √ بريښنا
د برق لین √ د بريښنا مزی
برقي √ بريښنايي
غلط √ ناسم
غلطو √ ناسمو
غلطې √ ناسمې
اشتباه √ تېروتنه
ترس √ ويره ډار
سیزن √ موسم
مشکل √ ستونزه
مشکلات √ ستونزې
مشکله √ ستونزمنه
کثیق √ چټل ناولي
منزل طبقه √ پوړ
دومنزله √ دوه پوړه
ساختان √ ودانۍ
زندګي √ ژوند
زنده √ ژوندی
جوش √ ځوښ
قطار √ کتار
تماس √ اړیکه
مربوط √ اړوند
قطع √ پرې
ضرور √ اړین
ضرورت √ اړتیا
مجبور √ اړ
تایید √ منل
مفت √ وړيا
کیپ √ بټوه
قيمت √ بيه
شمارل √ شمېرل
نمبر شماره √ شمېره
بې شماره √ بې شمېره
انتخاب √ټاکل ټاکنه
انتخابات √ ټاکنې ټول ټاکنې
وقت √ وخت
میدان √ ډګر
امده √ چمتو
امدګي √ چمتوالی
محافظ √ ساتونکی
قهرمان √ اتل
قهرماني √ اتلولي
قهرمانان √ اتلان
نامي √ نوميالی
مالدار √ شتمن
مالداري √ شتمني
ثروتمند √ بډایه
دعوه √ شخړه
جنګ √ جګړه
بعضې √ ځينې
ماهي √ کب
ماهیان √ کبان
تقريباً √ کابو
غذا √ خواړه
ترجمان √ ژباړن
ترجمه √ ژباړه
ترجمه کول √ ژباړل
بخشه √ بښنه
معلوم √څرګند
زیاتره √ اکثره ډېری
بیرون √ دباندې
خارج √ بهر
خارجي √بهرني
مظاهره √ لاریون
قرض √ پور
قرضار √ پوره وړی
غیب √ نادرکه
سخت √ غښتلی
قوي √ پیاوړی
ضعيف √ کمزوری
وحدت √ يووالی
دعوت √ بلنه
دعوت نامه √ بلنلیک
درخواست √غوښتنه
درخواست نامه √ غوښتنلیک
تحقيق √څېړنه څېړل
جنګ √ جګړه
دعوه √ شخړه
تعقیب √څارنه
تحقيقات √ څېړني
دهقان √ بزګر
نجا ر . √ ترکاڼ
نجاري √ ترکاڼي
اخر √ پای
اول √ لومړی
شروع √ پیل
قديمي √پخوانی
چقو . √ چاړه
بخشش √ بښنه
لذت √ خوند
واقعه √ پېښه
موقعت √ ځای
شخص √وګړی
نفر √ کس
دوه نفره √ دوه کسيزه
زندان √ بندي خونه
ظلم √ تېری
کومک √ مرسته
کاریګر √ مزدور
اشپزخانه √ پخلنځی
اشپزي √ پخلی
اشپز √ پخلوونکی
اشپزه √ پخلوونکې
تاریکه √ تياره

اختیار √ واک
نوشته √ لیکل
تهديد √ ګواښ
سربلنده √ سرلوړی
مقدس √ سپېڅلی
سرمایه √ پانګه
سرمایه ګذاري √پانګونه
وعده √ ژمنه
مصرف √ لګښت
احسان √ نېکي
فیصله √ پريکړه
زخمي √ ټپي
جاسوس √ څارګر
جاسوسه √ څارګره
مرز √ پوله
خط √ کرښه
بېل √ یوم
جدا √ بېل
نزدې √ نږدې
تحفه √ ډالۍ
واحد √ یو "یواځنی
مصروف √ بوخت
مصروفیت √ بوختیا
هفته √ اونۍ
چابک √چالاکه ګړندی
مکمل √ پوره
مستقيم . √ سيده
بغل √ څنګ
بنیاد √ بنسټ
فروش √ پلورل خرڅول
حوصله √ زغم
حسد √ کینه


#پښتو

پښتانه په مجموع کې ځینې توري سم نه شي تلفظ کولی .داستونزه یوازې په پښتنو کې نه ده ،بلکې دنړۍ په ډیروخلکو کې شته چې په بی...
07/03/2023

پښتانه په مجموع کې ځینې توري سم نه شي تلفظ کولی .داستونزه یوازې په پښتنو کې نه ده ،بلکې دنړۍ په ډیروخلکو کې شته چې په بیلا بیلوژبو خبرې کوي.دبیلګې په توګه: د(ف) توری چې پښتانه یې زیاتره په (پ ) سره تلفظ کوي لکه فاروق (پاروک) ،فرمان ( پرمان)او یاهم د(ق) توری چې پښتانه یې په ( ک)سره تلفظ کوي لکه قند په (کند) سره او(قلم) په (کلم ) سره تلفظ کوي .زموږ ځینې بښتانه د(ح ) توری هم سم نشي تلفظ کولی او پرځای یې د(خ) توری کاروي لکه رحیم ته رخیم وایي.
دافغانستان دري ژبې بیا دپښتو ژبې (ډ) ( ڼ)(ټ)(څ) او (ړ) توري په سمه توګه نه شي تلفظ کولی ځکه دغه توري په دري یا پارسي ژبه کې نشته. دبیلګې په توګه ډوډۍ ته ( دودي)وایی او د(ړ) پر ځای د(ل) توری کاروي لکه: ناغېړه ته نا غېله وایي. (لاړم) ته (لالم )وایي .
ایرانیان هم په خبرواترو کې د(ق) پر ځای (غ) اود(غ) پرځای د(ق)توری کاروي.لکه (قابل) (غابل) ، حقوق ( حغوغ).
څینې پښتانه بیا د(ژ) دتوري پر ځای د(ز) توری کاروي لکه: ژمی ( زمی) ،(ژرنده) (زرنده )اوځینې بیا د(ژ) توری په (ج) سره تلفظ کوي لکه جرنده.
دپښتونخوا ځینې پښتانه د(خ) دکلمې پر ځای په خبرو کې د( ح) توری کاروي او دپښتو د(څ )پرځای ( س) کاروي دبیلګې په توکه څومره ته سومره وایی.
عربان په خپله ژبه کې د(پ) ،(ړ) (ڼ) ( ژ) او(ګ) توري نلري (پاکستان )ته (باکستان) وایی او هانګانګ ته بیا هونج کونج وایی. دمصر خلک که څه هم په عربی کې د(ګ) نوری نلري ،خو د(ج) پر ځای د(ګ) توری کاروي .دبیلګې په توګه جمال عبدالنا صر ته ، ګمال عبدالناصر وایي.
هندیان بیا خ نه شي تلفظ کولی او د(خ )پر ځای (ک) کاروي .دبیلګې په توګه خداحافظ ته کودا حافظ وایی.
هغه پښتانه زده کوونکي چې روسي ژبه زده کوي نوځینې حروف او توري یې دپښتو ژبې په څیر تلفظ کیږي لکه د(څ ) توری نو په دې حساب پښتانه دنورو بهرنیو زده کوونکو په پرتله روسي ژبه په اسانې سره زده کوي .
البته دا زما نظر و که تاسو هم پکې څه ورزیاتولی شئ منندوی به مو وم..
Copy latif yiad

ليک نښې؛ چېرې يې بايد وکاروو؟مخکې له دې چې د ليک نښو کارولو ځايونه وپېژنو لومړی بايد وپوهېږو، چې ليک نښې څه ته وايي؟ليک ...
06/11/2022

ليک نښې؛ چېرې يې بايد وکاروو؟

مخکې له دې چې د ليک نښو کارولو ځايونه وپېژنو لومړی بايد وپوهېږو، چې ليک نښې څه ته وايي؟

ليک نښو د سيستم پېژند (تعريف): هغه بې غږه، منلی شوی، سمبوليک سيستم دی چې په ليک او لوست کې اسانتيا رامنځته کوي. اوس به لاندې ځينې ليک نښې او د کارونې ځايونه يې سره د بېلګو در وپېژنو.

۱ - ټکی، نقطه يا Full stop (.) : د بشپړ درېدلو نښه ده. د خبري جملو په پای کې راوړل کېږي، چې د جملې پای او مستقل والی ښايي. د کارونې ځايونه يې په لاندې ډول دي:

الف – د هرې بشپړې جملې په پای کې د پوره توقف او درېدنې لپاره راځي، لکه:

- د ظالم کاسه نسکوره ده.

ب – په ليکنه کې د مخففاتو تر منځ هم راځي، لکه:

- م.م.م (د ملګرو ملتونو مؤسسه)

د – په زياترو اروپايي ژبو کې د حسابي رقمونو په منځ کې د عشاريې په توګه هم استعمالېږي؛ خو په پښتو ليک کې د (.) پر ځای د (،) نښه کاروو.

۲ – چپه پېښ، ويرګول يا Comma (،): دا ليک نښه په متن کې د لنډ ځنډ په موخه راوړل کېږي، همدارنګه د يوې غونډلې (جملې) مختلف واحدونه سره بېلوي. د کارونې ځايونه يې په دې ډول دي:

الف: په جمله کې د نومونو، فعلونو او صفتونو د بېلولو لپاره کارول کېږي، لګه:

- نومونـه: احمد، ولي، زړګی او عابد سره ټولګيوال دي.

- فعلونــه: تفکر، حرکت، کار او زيار د بريالي انسان نښې دي.

- صفتونه: د دوی ټولګی تل پاک، ښکلی او منظم وي.

ب: د هغو فقرو تر منځ هم راځي، چې د (خو، لاکن) او يا (ځکه، چې) کلمو په واسطه سره جلا شي. (فقره هغه نحوي عنصر دی، چې جمله بشپړوي.) بېلګې:

- احمد په ازموينه کې بريالی شو، ځکه پوره تياری يې ورته نيولی و.

- کمال که څه هم ښه سړی دی، خو ټولګيوال ترې خوښ نه دي.

۳ – دوه ټکي، شارحه يا Colon (:): په ځينو ځايونه کې ورته د (دوه ټکي سر په سر) نوم هم کارول شوی دی. د استعمال ځايونه يې په لاندې توګه دي:

الف: کله چې د په متن کې له يوې فقرې وروسته ځينې مهم نومونه او مفهومونه راځي، لکه:

- د افغانستان مشهور ولايتونه دا دي: کابل، کندهار، ننګرهار او ...

ب: له مستقيم نقل قول څخه د مخه هم راځي، لکه:

- رسول الله (ص) فرمايي: ((د علم زده کړه، په هر مسلمان (نارينه او ښځينه) فرض ده)).

ج: د ساعت او دقيقې د بېلولو لپاره هم کارول کېږي، لکه:

- ۳۵ : ۱۱.

۴ – ږغ نښه، ندايه يا Exclamation (!): د حيرانتيا نښه هم بلل کېږي.که څه هم په ډېرو ځايونو کې کارول کېږي، خو د استعمال په وخت کې يې زيات غور په کار دی. په لاندې ځايونو کې يې کارولې شو.

الف: د ارمان، افسوس او حيرانتيا په وخت کې، لکه:

- چې زه هم مالداره وای! ، ارمان چې تللی وای!

ب: د غږ او بلنې په وخت کې، لکه:

-ای! ، احمده! دلته راشه!

ج: د خطاب په وخت کې، لکه:

- درنو حاضرينو!

د: د امر په وخت کې، لکه:

- ودرېږه! ، لاړ شه!

هـ: د هيلې او خواهش د څرګندونې په وخت کې، لکه:

- کاشکې! احمد مې ليدلای وای!

و : د تحسين او افرين په وخت کې، لکه:

- آفرين! ستا په همت.

ی: د تمسخر په وخت کې هم کارول کېږي، لکه:

- کوم ناپوه شخص ته څوک ووايي: نابغه (!).

۵ - د پوښتنې نښه، سواليه يا Question mark (؟(: دا نښه د سوال او پوښتنې علامه ده، د هرې جملې په اخر کې چې دغه نښه وي، هغه جمله به استفهامي وي. په لاندې ځايونو کې يې کارولې شو.

الف: د پوښتنې په وخت کې، لکه:

- احمد سبق وايي؟

ب: د شک ښکاره کولو په وخت کې هم کارول کېږي، لکه: کله چې د چا د زېږېدنې يا مړينې په نېټه کې شک موجود وي نو تر داسې نېټې وروسته هم کارول کېږي، لکه:

- د رحمان بابا د مړينې کال (۱۱۲۸ هـ.ق) (؟) دی.

ج: کله چې يوه جمله کې دننه پوښتنه راغلې وې، لکه:

- درې کاله پخوا دې په ياد دي؟ مونږ چې تاسې کره درغلي وو.

۶ - ځنډ نښه، وير ګول با نقطه يا Semi column (؛): ځنډ نښه، چې په عمومي توګه د يو کمزوري ټکي او يا قوي کامې وظيفه ترسره کوي، لکه:

- زه له چا سره بد نه کوم؛ بدي مې نه ده خوښه.

۷ – ليندۍ، قوسين يا Small brackets (): ليندۍ هم د تنقيط علامو له جملې څخه ده، په ليندۍ کې (فرعي او تشريحي) عبارتونه راځي. ليندۍ او کرښۍ کابو يو ډول دنده لري، خو دومره توپير سره لري، چې کرښۍ پر توضيحاتو ټينګار کوي او هغه ته نظم او انسجام ورکوي. لاندې بېلګه کې دواړه ډوله ښودل شوي دي:

- ليلا – (د شهلا خور) – په ښوونځي کې اول نمره شوه.

- ليلا (د شهلا خور) په ښوونځي کې اول نمره شوه.

په لومړۍ جمله کې (د شهلا خور) عبارت چې په کرښيو کې راغلی، دا ښيي: هغه ليلا چې د شهلا خور ده، په ښوونځي کې اول نمره شوې ده، خو په دويمه جمله کې چې (د شهلا خور) عبارت په لينديو کې راغلی دی، د ليلا د پېژندنې لپاره کوم تاکيدي عبارت نه دی، يوازې دا ښايي، چې ليلا او شهلا سره خويندې دي.

همدارنګه د اشخاصو د ژوند نېټې هم په لينديو کې ليکل کېږي، لکه:

- احمد شاه بابا (۱۷۲۳ م – ۱۷۷۲ م) د پانې پت په جګړه کې بريالی شو.

هغه تورې او اعداد، چې په ليکنه کې د شمېرنې په منظور راځي، بايد په وړو لينديو کې ونيسو، لکه:

- په پوهنتون کې د محصل دندې: (۱) په خپل وخت ټولګي ته تګ (۲) د استاد درس ته غوږ نيول او ...

هېره دې نه وي، چې ځينې نورې ليک نښې هم شته.

یادونه : دا لېکنه د https://ketabton.com/ له پاڼې کاپې شوې ده.
Copy by latif yad

Address

Habibzai
111222

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Olasi Kitabtoon killa Abdullah Habibzai posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category