CYC Hasan Abdal

CYC Hasan Abdal We are committed to true service

18/02/2024

نن په ضلع اټک کې د ملګري ليکوال ادبي تنظيم د خلف بردارۍ يوه دستوره وشوه چې په کې د ټول اټک ضلعې د مختلفو تحصيلونو او علاقو څخه راغلي شاعرانو،اديبانو او د ادب مينوالو ګډون کړی وو چې مونږ هم سره د خپلو رضاکارانو هر يو ذبيح الله صديق،الله نور،ثواب خان،شېر عالم،عصمت الله او عبدالجبار سره دغې درنې دستورې ته ورغلي وو چې په اول قدم کې د خپل ګران او محترم مشر جاويد افګار صېب نړۍ مننه کوم چې مجلس عمل د چيرمېن عهده يې په ملګري ليکوال تنظيم کې راکړه هېره دې نه وي چې افګار صېب تل زمونږ په سر د مينې او شفقت لاسونه ايښې افګار صېب دې لا وځلېږي او هم د ملګري ليکوال تنظيم هم مننه کوم او ټولو ته مبارکي هم وايم د دوی د لابرياوو په هيله
په درنښت
سيار سورجوال د افغان مهاجرينو د امن کمېټې د ضلع اټک صدر او چيرمېن کميونټي يوتھ سنټر حسن ابدال

د خوشالۍ خبرد الله ډېر شکر دی چېزمونږ د ګران ورور او د کميونټي يوتھ سنټر حسن ابدال د موړه چوک رضاکار حميد خان بله روغه ه...
22/01/2024

د خوشالۍ خبر
د الله ډېر شکر دی چې
زمونږ د ګران ورور او د کميونټي يوتھ سنټر حسن ابدال د موړه چوک رضاکار حميد خان بله روغه هم وشوه دېنه وړاندې يې په کاټلنګ بونېرو ګېټ علاقه کې دوه کاله وړاندې اوله روغه شوې وه هېره دې نه وي چې دغه دوشمني دوه ويشت کاله پخوا منځته راغلې وه چې د الله په فضل او د علاقې د مشرانو علماء کرامو او د پوليسو په ګډو کوششونو دغه روغ وشوه مونږ هم د خپلې امن کمېټې کوششونه ورسره يوځای کړي وو چې په نتيجه کې يې په 21/01/2024 د اتوار په ورځ دجمال ګړۍ په مرکز کاټلنګ کې دجرگې دمشرانو هلې ځلې پاى ته ورسيدې، ددواړو خواوو ترمنځ سخته دښمني په دوستۍ بدله شوه، چې په ترڅ کې يې يو تن ووژل شو. د مولانا عقيل انصاري چيئرمېن جمال گڑھي مفتي دلاور شاه مفتي صدام چيئرمېن جمال گڑھي مولانا شاهزيب حقاني، ډي اېس پي سرکل نسيم خان، د مولانا خالد حقاني په کوششونو سره دواړه خواوې معاهدې ته تيارې دي.د معاهدې په مراسمو کې د سيمې په زرګونو اوسيدونکو برخه اخيستې وه چې مونږ سره د افغان مهاجرينو د امن کمېټې مالي مسؤل او د غرشين رضاکار ذبيح الله بشر مل،د ذبخه خانې رضاکار رسول خان،د پېښور د تهکال د ګجرانو کندي د امن کميټې مسؤل ډاکتر فضل الرحيم سيار او د پنډۍ د امن کميټې مسؤل اختر محمد او خېبر پښتونخوا د معلولينو د اتحاديې رېيس جميل الرحمن صافي هم ګډون کړی وو چې د ټولو راغلو مېلمنو د زړه له تله مننه کوم
په درنښت
سيار سورجوال د افغان مهاجرينو د امن کمېټې صدر ضلع اټک او چئيرمېن کميونټي يوتھ سنټر حسن ابدال

د خوشالۍ خبرټول هاغه افغان مهاجرينو ته خبر ورکول کېږي چې که غواړي خپل کاروبار شروع هغه هم په اسانه او د لږې سرمايې نو مو...
08/01/2024

د خوشالۍ خبر
ټول هاغه افغان مهاجرينو ته خبر ورکول کېږي چې که غواړي خپل کاروبار شروع هغه هم په اسانه او د لږې سرمايې نو مونږ سره دې رابطه وکړي
نن د ګيل کاسميټکس پراډکس کمپنۍ د نيشنل سېلز منېجر سيد طاهر حسين شاه او د دوی معاون فياض سره مو په کنيونټي يوتھ سنټر حسن ابدال کې يوه ناسته لرله چې پدې ناسته کې زمونږ رضاکاران هر يو حميد خان او رسول خان هم موجود وو چې د ګيل پراډکس په باره کې مو تفصيلي خبرې وکړې چې ګيل پراډکس مختلف شيان لکه وايټننګ صابون،بلېک ماسک،ګولډ ماسک،د ويښتانو رنګ،د ويښتانو د رنګ شيمپو،او د مخ کريم او داسې نور چې ان شاالله ډېر زر به دغه ټول اشيا په ان لاين او د کميونټي يوتھ سنټر حسن ابدال څخه په اسانه تر لاسه شي
ارډر لپاره پدې نمبرو رابطه وکړيٙ
00923059631606
00923129796135
په درنښت
سيار سورجوال

له مراد علی مراد صېب نړۍ مننه کومپه درنښت سيار سورجوال
25/12/2023

له مراد علی مراد صېب نړۍ مننه کوم
په درنښت
سيار سورجوال

تېره ورځ په کميونټي يوتھ سنټر حسن ابدال کې د ماشومانو د نړيوالې ورځ په مناسبت د پاتھ فاينډر يونيسيار له خوا يو پروګرام ج...
23/12/2023

تېره ورځ په کميونټي يوتھ سنټر حسن ابدال کې د ماشومانو د نړيوالې ورځ په مناسبت د پاتھ فاينډر يونيسيار له خوا يو پروګرام جوړ شوی و چې په کې د ماشومانو تر منځ مختلفې مقابلې وشوې چې ماشومانو په کې ډېر په مينه برخه واخيسته چې په اخېر کې ګټونکو ماشومانو ته انعامونه هم ورکړای شو چې د پاتھ فاينډر او يونيسيار نړۍ مننه کوم
په درنښت
سيار سورجوال

نن د پاتھ فاينډر يونيسيار له خوا په چايلډ پروټيکشن او جي بي وي باندې يو ټرېننګ د کميونټي يوتھ سنټر حسن ابدال له خوا زمون...
23/12/2023

نن د پاتھ فاينډر يونيسيار له خوا په چايلډ پروټيکشن او جي بي وي باندې يو ټرېننګ د کميونټي يوتھ سنټر حسن ابدال له خوا زمونږ د تکړه رضاکار حميد الله په ځای چوکړه کې تر سره شو چې په کې د تحصيل د مختلفو علاقو رضاکارانو قومي مشرانو او سپين ږيرو ګډون وکړو چې د ماشومانو او لويانو په تحفظ ګټورې خبرې وشوې چې دغه ټرېننګ د عطا اقبال او رفيق الله له خوا ورکړای شو چې د خپلو راغلو مېلمنو د زړه له تله مننه کوم
په درنښت
سيار سورجوال

نن د پات فاينډر يونيسيار له خوا په چايلډ پروټيکشن او جي بي وي باندې يو ټرېننګ د کميونټي يوت سنټر حسن ابدال له خوا زمونږ ...
22/11/2023

نن د پات فاينډر يونيسيار له خوا په چايلډ پروټيکشن او جي بي وي باندې يو ټرېننګ د کميونټي يوت سنټر حسن ابدال له خوا زمونږ د تکړه رضاکار صديق الله صافي په ځای جهاري کس کې تر سره شو چې په کې د تحصيل د مختلفو علاقو رضاکارانو قومي مشرانو او سپين ږيرو ګډون وکړو چې د ماشومانو او لويانو په تحفظ ګټورې خبرې وشوې چې دغه ټرېننګ د عطا اقبال او رفيق الله له خوا ورکړای شو چې د خپلو راغلو مېلمنو د زړه له تله مننه کوم
په درنښت
سيار سورجوال

نن د خپل ګران او دروند مشر محترم معروف خان بابکرخېل صېب خواته  ورغلی وم او ددافغان مهاجرينو په اوسني حالت مو خپل نظرونه ...
03/10/2023

نن د خپل ګران او دروند مشر محترم معروف خان بابکرخېل صېب خواته ورغلی وم او ددافغان مهاجرينو په اوسني حالت مو خپل نظرونه شريک کړل چې بابکرخېل صېب راته ډېرې ګټورې مشورې هم راکړې او ډاډ يې راکړو چې تل به په شريکه افغان مهاجرينو ته د تل په څېر رښتني خدمتونه کوو چې پدې ناسته کې زمونږ د اطلاعاتو مشر محمد رسول ضيا هم ګډون درلود چې د محترم بابکرخېل صېب نړۍ مننه چې له مونږ سره يې وعده وکړه چې کميونټي يوت سنټر حسن ابدال ته به ډېر تشريف راوړي او زمونږ کارونه به له نزدې ارزيابي کوي
په درنښت
سيار سورجوال

24/08/2023
نن مو د جهاري کس رضاکار صديق الله صافي په ځای کې خپله مياشتنۍ ناسته وکړه چې د هاغه ځای د افغان مهاجرينو په ستونزو مو تفص...
28/07/2023

نن مو د جهاري کس رضاکار صديق الله صافي په ځای کې خپله مياشتنۍ ناسته وکړه چې د هاغه ځای د افغان مهاجرينو په ستونزو مو تفصيلي خبرې وکړې چې پدې ناسته کې د افغان مهاجرينو د امن کمېټې مالي مسؤل ذبيح الله،د اطلاعاتو مسؤل محمد رسول ضيا،د برهان علاقې رضاکار محمد شاه خاکسار،د موهړه چوک رضاکار حميد خان،د غرشين رضاکار مکرم خان،د جميل اباد رضاکار اعجاز خان،او نعيم خان ګډون درلود چې په اخير کې د محرم په باب د عقيدت دعاييه هم وشوه
په درنښت
سيار سورجوال د افغان مهاجرينو د ستونزو د حل کمېټې مشر حسن ابدال

تېره ورځ مو په برهان علاقه کې د خپلو رضاکارانو سره مياشتنۍ ناسته درلوده چې د هاغه ځای د افغان مهاجرينو په ستونزو مو خپل ...
22/07/2023

تېره ورځ مو په برهان علاقه کې د خپلو رضاکارانو سره مياشتنۍ ناسته درلوده چې د هاغه ځای د افغان مهاجرينو په ستونزو مو خپل نظرونه شريک کړل
په درنښت
سيار سورجوال د افغان مهاجرينو د ستونزو د حل کمېټې مشر حسن ابدال

Address

Hassan Abdal

Telephone

+923059631606

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when CYC Hasan Abdal posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to CYC Hasan Abdal:

Share

Category