Pakhtunkhwa NAP مردان

Pakhtunkhwa NAP مردان official page of Pakhtunkhwa National Awami party (PNAP) Mardan خیبر پختونخوا

17/08/2026

خپل اتلان به نه هیروي
ځوانانو ته پیغام

دا پختونخوا نیشنل عوامي پارټۍ مرکزي او صوبايي مشران دا پارټۍ چيرمين او قامي اسمبلۍ غړي ګران خوشال خان کاکړ سره
15/08/2026

دا پختونخوا نیشنل عوامي پارټۍ مرکزي او صوبايي مشران دا پارټۍ چيرمين او قامي اسمبلۍ غړي ګران خوشال خان کاکړ سره

د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند چيرمين او د قومي اسمبلۍ غړی ګران خوشحال خان کاکړ د خیبر پښتونخوا صوبائي صدر اشرف خان هوتي، ډ...
15/08/2026

د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند چيرمين او د قومي اسمبلۍ غړی ګران خوشحال خان کاکړ د خیبر پښتونخوا صوبائي صدر اشرف خان هوتي، ډپټي چيرمين حمید خان لالا، مرکزي سیکرټري علي حیدر اعوان، مرکزي او د مردان ضلعې سیکرټري ګوهر علي، صوبایي ډپټي سیکرټریانو محمد زبیر خان او خورشید خان او دا جنوبي پښتونخوا قدرمن ملګي ملک آصف خان کاسي سره یو ځای سوات ته د ارواښاد شمشیر علي خان د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ. الله تعالی دې مرحوم ته جنت الفردوس نصیب کړي.

اروښاد محترم  #شمشیر علی خانپښتونخوا نیشنل عوامی پارټی ضلع مردان د ډیرې دردوونکې زړه سره د پارټۍ مرکزی سیکرټری، د سوات ق...
13/08/2026

اروښاد محترم #شمشیر علی خان
پښتونخوا نیشنل عوامی پارټی ضلع مردان د ډیرې دردوونکې زړه سره د پارټۍ مرکزی سیکرټری، د سوات قامی جرګې د کارنده کمیټۍ غړی او د حق او انصاف یو بې باکه سپاهی، *محترم شمشیر علی خان ټیکیدار سوات* د وفات په خبر خپل ژور غم او عقیده پېروزینه وړاندې کوي. شمشیر خان یو اصولی، بې غرضه او د مظلومو ملګری وو چې خپل ټول ژوند یې د طبقاتی او قومی حقوقو لپاره په جدوجہد کې تیر کړ. د هغه د قربانیو او خدماتو به تاریخ تل په زرینو حروفو یاد ساتي. مردان ضلعي پارټی د مرحوم د کورنۍ، په ځانګړي توګه د علی نامدار خان ایڈوکیټ او د ټولو ملګرو سره په دې غم کې شریکه دی او د الله تعالی نه دعا کوي چې مرحوم ته د جنت الفردوس اعلی مقام ورکړي او لواحقینو ته د زړه صبر ورکړي.
په ګور دي نور شه او یاد دې تل پاتې
12/8/026

12/07/2026

شهید مولانا خان زیب ته په اولنی تلین دي په قامي او وطني خدماتو دا عقیده او احترام پېروزيني وړاندې

د کوټې او منګي ډیم زیارت په پیښو کې د لسګونو پښتنو د شهادت په خبر سخت غم او غصه څرګنده کوو. د تیرو 20 کلونو راهیسې په ټو...
10/07/2026

د کوټې او منګي ډیم زیارت په پیښو کې د لسګونو پښتنو د شهادت په خبر سخت غم او غصه څرګنده کوو. د تیرو 20 کلونو راهیسې په ټول پښتونخوا کې پښتانه په سیستماتیک ډول وژل کیږي، خو پاکستان او بلوچستان حکومتونه یوازې تماشې ګوري. ده وویل دا د ریاست ناکامي نه بلکی پاليسي ده چې پښتانه له خپلو وسایلو محروم کړي. مونږ د روان احتجاج کلکه ملاتړ وکړه او حکومت څخه یې زر تر زره د امن د قیام او د ذمه وارو د نیولو غوښتنه وکړه، ګني ګوند به د احتجاج دایره نوره هم پراخه کړي
علی حیدر خان
مرکزي سیکرټري پښتونخوا نیشنل عوامي پارټۍ

د پښتونخوا نیشنل عوامي پارټي مردان ضلعي سیکرټري ګوهر علي خان د هنه وړک او زیارت منګي ډیم په شمول د جنوبي پښتونخوا په مخت...
10/07/2026

د پښتونخوا نیشنل عوامي پارټي مردان ضلعي سیکرټري ګوهر علي خان د هنه وړک او زیارت منګي ډیم په شمول د جنوبي پښتونخوا په مختلفو سیمو کې د ترهګرۍ پیښې په کلکو ټکو وغندلې. ده وویل چې د ریاست د ناکامۍ له امله نن په خپله خاوره کې پښتون غیر محفوظ دی. د استخباراتي ادارو لخوا د دهشتګردو ځای پر ځای کول او بیا د پښتنو د وسایلو د غصب کولو هڅې د دې ثبوت دی چې دا ټول د یوې منصوبې برخه ده. مونږ PNAP د کوټې د احتجاج سره مکمل ملګرتیا کوي او د حکومت نه د ولس مطالبو پوره کولو اپيل کوي

د جنوبي پښتونخوا ټولو ننګیالو ملګرو ته، او په ځانګړي ډول د کلاسیف اللّٰه ملګرو سید اکبر کاکړ، چيئرمېن اللّٰه نور خان او ...
22/06/2026

د جنوبي پښتونخوا ټولو ننګیالو ملګرو ته، او په ځانګړي ډول د کلاسیف اللّٰه ملګرو سید اکبر کاکړ، چيئرمېن اللّٰه نور خان او د هغه ټولو ملګرو ته د دومره لویې او کاميابې جلسې په انعقاد مبارکي او آفرین وایو.
ستاسو قربانۍ، منظم کار او د ولسي یووالي پیغام د ټولې پښتونخوا لپاره د فخر وړ دی. دا جلسه ثابته کړه چې د عثمان کاکړ لالا فکر ژوندی دی او د وصولي سیاست بیرغ لا هم پورته دی.
پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ ضلع مردان

21 جون 2026 - ملاکنډد پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ ملاکنډ لخوا د ملي شهید عثمان خان کاکړ د پنځم تلین غونډه په سخاکوټ، ملاک...
21/06/2026

21 جون 2026 - ملاکنډ
د پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ ملاکنډ لخوا د ملي شهید عثمان خان کاکړ د پنځم تلین غونډه په سخاکوټ، ملاکنډ کې ترسره شوه
د غونډې سټیج چارې سردار خان ترسره کړې. غونډې ته د پارټۍ ډپټي چيئرمېن حمید خان لالا، صوبايي صدر اشرف خان هوتي، مرکزي سیکرټري علي حیدر خان، ملاکنډ سیکرټري آیاز خان، سید رحمان او اخونزاده مراد علي ویناوې وکړې.
مشرانو په دې موقع وویل چې عثمان خان کاکړ یوازې د پارټۍ مشر نه وو، بلکې د پښتون قام د حق، آئین او پارلماني حاکمیت استازی وو. هغه خپل ټول ژوند د ولس د بې وسۍ، د جبری ورکېدلو او د اساسي قانون د بالادستۍ لپاره وقف کړی وو. نن هم د هر پښتون د زړه غږ دی.
عثمان خان کاکړ موږ ته د بې وېرې سیاست او د اصولو پر سر د ودرېدو درس راکړ. د هغه قرباني به راته د منزل تر لاسته کولو پورې مشال وي. د ملي شهید عثمان خان کاکړ شهادت ثابته کړه چې د حق خبره کول اسانه نه دي، خو د قامونو تاریخ همداسې شهيدان جوړوي.
نن د هغه د تلین په ورځ د هغه عقیدې، فکر، سوچ، نظري او عملي مبارزې ته د زړه له کومې عقیدت او احترام پېروزینه وړاندې کوو.
د غونډې کې د مردان ضلعي سينئر معاون سیکرټري زبیر خان، د مردان ضلعي پریس سیکرټري ماسټر شیربهادر، او صوبايي ډپټي سیکرټري خورشید خان ګډون درلود.
روح دې ښاد، یاد دې تل پاتې شهيد لالا!

      د مردان ضلعي پارټۍ عقیدې پېروزيني عثمان خان کاکړ د هغه مشرانو په صف کې ولاړ وو چې ژوند یې د اصولو، قلم یې د حق او ...
21/06/2026

د مردان ضلعي پارټۍ عقیدې پېروزيني
عثمان خان کاکړ د هغه مشرانو په صف کې ولاړ وو چې ژوند یې د اصولو، قلم یې د حق او سیاست یې د خدمت نوم وو. هغه خپل ټول ژوند د جمهوریت، آئین، بشري حقونو او محکومو قومونو د عزت لپاره وقف کړ. د سېنېټ په ایوان کې یې د بې غږو خلکو غږ شو، په میدان کې یې د "لر او بر یو افغان" فلسفه ژوندۍ وساتله، او د ظلم پر وړاندې یې هیڅکله سر ټیټ نه کړ. د هغه وصلي سیاست د شهرت نه، د قام د درد سیاست وو - هغه سیاست چې د ریاست مورولۍ او د انسان عزت خبره کوي.
نن د 21 جون په ورځ، د شهید لالا د پنځم تلین په مناسبت، د مردان ضلعي پارټۍ ټول مشران، کارکونکي او ملګري هغه ته د زړه له کومې عقیدت او درناوي پېروزینه وړاندې کوي. لالا، تا موږ ته درس راکړ چې سیاست د قربانۍ نوم دی، د سازش نه. ستا مبارزه، ستا خندا، ستا بې وېرې خبرې د مردان د هر کارګر او محصل لپاره مشال دي.
*عهد کوو چې ستا د فکر بیرغ به پورته ساتو، ستا د لارې مسافر به پاتې شو.*
روح دې ښاد، یاد دې تل پاتې شهيد لالا!
پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ ضلع مردان

Address

Mardan

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Pakhtunkhwa NAP مردان posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share