23/08/2026
*ګرانو مشرانو عزیزانو کلیوالانوں!
السلام علیکم
هیله ده چې تاسو ټول به خیر او ښه یاست. الله تعالی دې تاسو ټولو ته صحت او سلامتی نصیب کړي.
عرض دا دی چې زمونږ په کلي کې د تیرو څو میاشتو راهیسې څو مسئلې ډیرې زیاتې شوې دي. د دې وجه نه عام خلک ډیر پریشان دي. که چیرې دا مسئلې په وخت حل نه کړل شي، نو نورې به هم پیچدہ شي.
د اوبو مسئلہ دا ده چې کورونو ته په وخت اوبه نه رسیږي.
دویمه دا چې په کوڅو کې ډیرانوونه جوړ شوي دي، چې د دې له امله د ناروغیو خوریدو خطرہ شته،
دریم دا چې د معصومو ماشومانو سره ظلم او زیاتی کیږي. دا یو ډیر خطرناک او شرمناکه مسئلہ ده چې پرې فورا کار کول پکار دي.
جنازګاہ مسئلہ اھمہ دہ
او نور هم ډیرې سماجي مسئلې شته چې د دې لپاره د ټولو په اتفاق فیصله کول پکار دي.
*نو زمونږ د ټولو مشرانو او ذمه وارو څخه عاجزانه غوښتنه ده چې* _مهرباني وکړئ د دې مسئلو د حل لپاره ژر تر ژره یو د جرګه میټنګ ورور ولی جرګہ راوبلئ._
په دې جرګه کې دې د ټولو مسئلو په اړه په کولاؤ توګه خبرې وشي او _په اتفاق سره دې یو حتمي فیصله_ وشي، ترڅو زمونږ کلې یوه پرامن، ده دی مسلو نہ پاک کړې نہ وي۔
مونږ هیله منن یو چې تاسو به په دې مهمه موضوع سنجیده فکر وکړئ او د عوامو لارښود به وکړئ.
_الله تعالی دې مونږ ټولو ته د اتفاق، اتحاد او د خیر په لار د چلیدو توفیق راکړي.امین
عادل حبیب✍️