PTM Killasaifullah

PTM Killasaifullah PTM Killa Saifullah Official

په مايوسۍ کي د اميد بله ډيوه. ملي رهبر
31/08/2026

په مايوسۍ کي د اميد بله ډيوه.
ملي رهبر

د خیبر جرګې هلي ځلي رواني وې، د پښتنو زوږ او شور پاکستانی لوی درستیز سخت ناارامه کړی و.په دې وخت کې یې د پاکستان وزیراعظ...
27/08/2026

د خیبر جرګې هلي ځلي رواني وې، د پښتنو زوږ او شور پاکستانی لوی درستیز سخت ناارامه کړی و.

په دې وخت کې یې د پاکستان وزیراعظم ته ویلي وو چې ورشه، منظور پښتین ته ووایه چې د هر شهید پر سر یو یو کروړ روپۍ درکوم. ته لیسټونه راجوړوه، زه پیسې درکوم، خو تر خیبر جرګې تېر شه.

شهباز شریف دوهم وار بیا ورغلی و او ورته ویلي یې وو چې منظور پښتین د نورو سیاستدانانو غوندې نه دی چې په پیسو، چوکیو او امتیازاتو تسلیم شي. منظور پښتین جلا سړی دی؛ کومه خبره چې وکړي، تر پایه یې رسوي.

عاصم منیر په ځواب کې ورته ویلي وو: «هر څه چې غواړي ور یې کړه، د پاکستان د یوه کال بجټ ورکړه، خو د خیبر جرګې مخه ونیسه.»

شهباز شریف دا کار د خیبر پښتونخوا وزیراعلا ته سپارلی و او ورته یې ویلي وو چې منظور پښتین د پاکستان د یوه کال په بجټ رضا کړه؛ په بدل کې به عمران خان راایله کړم.

علي امین ګنډاپور په ډېره خوشحالۍ راغلی و او ویلي یې وو: «تاسو ته مې زېری راوړی دی. د پاکستان د یوه کال بجټ درکول کېږي، زموږ هم کار درسره سمېږي او عمران خان هم راایله کېږي. تر جرګې تېر شه، پیسې واخله او نور امتیازات هم درکول کېږي.»

منظور پښتین د ځانه د تېرېدو په خاطر ورته وویل چې موږ به له ملګرو سره مشوره وکړو.

منظور پښتین دا خبره له ملګرو سره شریکه کړه چې موږ ته د جرګې نه کولو په بدل کې د پاکستان د یوه کال بجټ راکول کېږي. دا دومره پیسې دي چې ګونۍ په ډکېږي، خونې په ډکېږي او زموږ نسلونه یې هم نه شي خلاسولای.

ملګرو خپلې خپلې رایې بیانولې؛ چا یوه او چا بله رایه ورکوله، خو اخیري پرېکړه منظور پښتین ته پرېښودل شوه.

منظور پښتین په ډېره سړه سینه وویل:

«دا پیسې زموږ ژوند بدلولای شي، خو د قام ژوند نه شي بدلولای. دا پیسې یو وخت خلاسېدونکې دي او تلپاتې نه دي. که نن یې فوځ راکوي، سبا به بیا څه کوو؟ راځئ بل کار وکړو؛ ازادي به واخلو او بیا به خپلې پیسې پخپله چاپوو.»

همدا اخیري پرېکړه وه چې د عاصم منیر، شهباز شریف او علي امین ګنډاپور د معاملې هیلې وشکېدې. له هغې وروسته یې د جرګې د مخنیوي لپاره زور ته ملا وتړله، خو په زور کې یې هم ماتې وخوړه او جرګه پر خپل ټاکلي وخت وشوه.

دا د PTM لویوالی دی، دا د PTM زور دی چې د وخت ټولواک د هېواد ټوله خزانه ورکولو ته چمتو کېږي.

تاسو باید یوه ټکي ته متوجه شئ چې دا خزانه نه عمران خان ته ورکول کېږي، نه نواز شریف ته او نه هم زرداري ته. دا خزانه نورو ګوندونو او سیاسي اتحادونو ته هم نه ورکول کېږي. آن د اپوزیسیون هغو اتحادونو ته هم نه ورکول کېږي چې د پاکستان لوی ګوندونه پکې راټول دي.

PTM ته دا ډول وړاندیزونه ځکه کېږي چې دوی ته د PTM زور معلوم دی، د PTM لویوالی ویني او د همدې قوت له امله ترې وېره لري.

د سیاستوالو او فوځ تر منځ پټې معاملې د پاکستان د سیاست یوه برخه ګرځېدلې ده. نږدې ټول ګوندونه او سیاستوال د فوځ له لوري په پیسو، چوکیو، بلیک مېلینګ او نورو لارو اوده شوي دي.

د PTM او فوځ اختلافات چې اوس تر ناحل پړاو رسېدلي دي، تر ټولو لوی لامل یې دا دی چې PTM په پاکستاني سیاسي فرهنګ کې د بدلون هڅه کړې ده. دا لومړی ځل دی چې یو لوی تحریک یوازې د ملت غوښتنې رااخیستي دي او هېڅ ډول معاملې ته غاړه نه ږدي.









ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

خیبر جرگے کی تیاریاں جاری تھیں اور پشتونوں کے شور و ولولے نے پاکستانی آرمی چیف کو سخت بے چین کر رکھا تھا۔

اسی دوران انہوں نے پاکستان کے وزیرِاعظم سے کہا کہ جاؤ، منظور پشتین سے کہو کہ ہر شہید کے بدلے ایک ایک کروڑ روپے دوں گا۔ تم فہرستیں تیار کرو، میں رقم دوں گا، مگر خیبر جرگے سے دستبردار ہو جاؤ۔

شہباز شریف دوبارہ منظور پشتین کے پاس گئے اور کہا کہ منظور پشتین دوسرے سیاستدانوں کی طرح نہیں ہیں جو پیسے، عہدوں اور مراعات کے سامنے جھک جائیں۔ وہ ایک مختلف شخصیت ہیں؛ جو بات کرتے ہیں اسے آخر تک نبھاتے ہیں۔

اس پر عاصم منیر نے جواب دیا: «جو کچھ مانگتا ہے دے دو، پاکستان کے ایک سال کا بجٹ بھی دے دو، لیکن خیبر جرگے کو روک دو۔»

شہباز شریف نے یہ ذمہ داری خیبر پختونخوا کے وزیراعلیٰ کو سونپی اور کہا کہ منظور پشتین کو پاکستان کے ایک سال کے بجٹ پر راضی کر لو؛ بدلے میں عمران خان کو رہا کر دیا جائے گا۔

علی امین گنڈاپور خوشی سے آئے اور کہا: «میں آپ کے لیے خوشخبری لایا ہوں۔ پاکستان کے ایک سال کا بجٹ دیا جا رہا ہے، ہمارا کام بھی بن جائے گا اور عمران خان بھی رہا ہو جائیں گے۔ جرگہ چھوڑ دیں، رقم لے لیں اور مزید مراعات بھی حاصل کریں۔»

منظور پشتین نے جواب دیا کہ وہ اپنے ساتھیوں سے مشورہ کریں گے۔

بعد ازاں انہوں نے اپنے ساتھیوں سے کہا کہ جرگہ نہ کرنے کے بدلے پاکستان کے ایک سال کا بجٹ پیش کیا جا رہا ہے۔ یہ اتنی بڑی رقم ہے کہ بوریاں بھر جائیں، کمرے بھر جائیں اور نسلیں بھی اسے ختم نہ کر سکیں۔

ساتھیوں نے اپنی اپنی آراء پیش کیں، مگر آخری فیصلہ منظور پشتین پر چھوڑ دیا گیا۔

منظور پشتین نے نہایت سکون سے کہا:

«یہ رقم ہماری زندگی بدل سکتی ہے، مگر قوم کی زندگی نہیں بدل سکتی۔ یہ دولت ایک دن ختم ہو جائے گی اور ہمیشہ باقی نہیں رہے گی۔ اگر آج فوج دے رہی ہے تو کل کیا ہوگا؟ آئیں ایک اور راستہ اختیار کریں؛ آزادی حاصل کریں اور پھر اپنی کرنسی خود چھاپیں۔»

اسی فیصلے کے بعد عاصم منیر، شہباز شریف اور علی امین گنڈاپور کی تمام امیدیں ٹوٹ گئیں۔ پھر انہوں نے جرگے کو روکنے کے لیے طاقت کا سہارا لیا، لیکن وہاں بھی ناکام رہے اور جرگہ اپنے مقررہ وقت پر منعقد ہوا۔

یہ PTM کی طاقت اور وسعت ہے کہ وقت کے حکمران ملک کا پورا خزانہ دینے کے لیے تیار ہو جاتے ہیں۔

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

Preparations for the Khyber Jirga were underway, and the growing voice and mobilization of the Pashtuns had reportedly caused great concern among Pakistan’s military leadership.

According to this account, Pakistan’s Prime Minister was told to approach Manzoor Pashteen and convey that one crore rupees would be paid for every martyr. Lists could be prepared and funds would be provided, provided that the Khyber Jirga was called off.

Shehbaz Sharif reportedly responded that Manzoor Pashteen was not like other politicians who could be persuaded through money, positions, or privileges. He was someone who remained committed to his word until the end.

The response allegedly was: “Give him whatever he wants, even the equivalent of Pakistan’s annual budget, but stop the Khyber Jirga.”

The matter was then reportedly passed on to the Chief Minister of Khyber Pakhtunkhwa, with the suggestion that Manzoor Pashteen be convinced through the offer of Pakistan’s annual budget, while political concessions would be made elsewhere.

Ali Amin Gandapur allegedly approached with what he described as good news, saying that an annual national budget’s worth of resources, along with other incentives, could be made available if the Jirga was abandoned.

Manzoor Pashteen reportedly replied that he would first consult his colleagues.

When he shared the proposal with his companions, he described it as an enormous amount of money—enough to fill sacks, rooms, and sustain generations.

After discussion, the final decision was left to him.

He reportedly said:

“This money may change our lives, but it cannot change the life of the nation. Wealth is temporary and will eventually run out. If it comes from the military today, what will happen tomorrow? Let us choose another path: let us achieve freedom and then print our own currency.”

According to this narrative, that decision ended any hopes of a deal. Efforts then shifted toward preventing the Jirga through pressure and force, but those efforts also failed, and the Jirga took place as scheduled.

Supporters view this as evidence of PTM’s strength, arguing that its commitment to principles and national demands distinguishes it from traditional political bargaining and reflects an attempt to reshape Pakistan’s political culture by rejecting compromise in exchange for personal gain.
ليک: زلمی زيارکښ هڅاند








تحرير، روزي خان ايثار      رېښتيا فقت ريښتيا نه وي بلکه ترخه هم ويدا زموږ د پښتون افغان ملت د وطن سرنوښت دی چي د نيژدې ت...
26/08/2026

تحرير، روزي خان ايثار
رېښتيا فقت ريښتيا نه وي بلکه ترخه هم وي
دا زموږ د پښتون افغان ملت د وطن سرنوښت دی چي د نيژدې تاريخ په څرخېدونکي مېچڼ کښې د يوو نه يوو استعماري قوت تر تسلط لاندي شوی دی، مقبوضه شوی دی، د جبر او استحصال تر پڅول لاندي راغلی دی،
په خپل باطن کښې زخمي زخمي شوی دی، آن تر دې چي پر منځ دوې برخي شوی دی، د هډ او د پوست له ميانه استعماري چاړه تيره شوې ده، دوني زيات اثرات شوي دي چي د غير مادي فکر او مادي مغزو تر منځ لا هم يوو واټن پيدا شوی دی،
پر موږ د ملت په توګه د مکمل محکوم کيدو په خاطر يوو سخت استعماري ځنځير را څرخيدلی دی، له دې ټولو کيفيتونو او تکليفونو باوجود دې خاوري له خپله وجود يوو يوو داسي خاورين شعوري مزاحمت هم پيدا کړی دی چي هغه د تاريخ دا جابره څرخيدونکي پيه که يې درولې نه ده خو د حرکت مخ ته يې يوو خنډ خامخا جوړ کړی دی
که څه هم دا د وخت اړتيا ده چي انسان دي بايد د زور په مسلط کړل شوې سانچه کښې دننه سوچ وکي او د تخليق کړل شوي امکان په دايره کښې دي حرکت وکړي،
خو دا سوچ او حرکت د مصلحت په جامه کښې داسي پوشل شوی دی چي بل آخر د غلام قام د ژوند تعبير او تعمير هم د دغه عمل رنګ اخيستی دی
دا چي محکوميت ډېر وخت واخلي بيا د محکوميت اثرات د محکوم قام له پاره بلکل د اجتماعي ژوند کړه وړه پاته شي، هلته بيا بيرته د ازادۍ غږ کول، ګټل او د غلام قام ژوند بدلول ډېر مشکل کار سي
د مصلحت تر پڅول لاندي چي کم ژوند کيږي هغه ډير تکليف لرونکی وي،
د امکان په دايره کښې روانه د محکوم قام کشتۍ د سمندر له جبري او وهشي څپو سره هر وخت مخامخ وي، دا نه فقت فکري ناروغۍ، ويره، ازيت د ازادۍ د ارمان لږي ډيري بلي ډيوې وژني ، بلکه انسان وژنه او له انساني ژوند سره تړلي د ژوند نور ضرورتونه هم سوکه سوکه استعماري بلا په خپل نس کښې اچوي،
دا ستونزه له پښتنو افغانانو سره ډيره منظمه او بيا بيا را څرخيدونکي طريقه روانه ده
قامي سياست د مصلحت په شکل‌ کښې فقت د ناوسۍ په معنی نه وي، بلکه د سياسي مصلحت په جامه کښې د رياستي جبر غندنه هغه سي ونه شوه څنګه سي کول په کار وه،
دويم له پريدي قابض او ظالم سره د خپل په څېر د چلند کولو بار بار ترغيب کيدلو
څوک څنګه و دوني لوی تاريخي جبر ته د يوو تکنيکي نمګړتيا نوم ور کولای شي
زموږ اجتماعي حالت چي څنګه وي دوي د الفاظو تر حده هم د هغه حالت اظهار نه پکښې کوي،
چي موږ فقت د الفاظو تر حده سخت شعارونه پيل کړل دوي ويل چي پښتون ژغورني غورځنګ تشدد کوي، او زموږ ورسره اختلاف پر تشدد دی، او موږ به دوي مين سټريم سياست ته را ولو
موږ چي په خپله سياسي تګلاره کښې د خپلي خاوري منظر کشي وکړله نو دا تور سم دستي رياست پوري کړ چي دوي رياست مخالف دي،
که څه هم دا هيڅ خبره نه ده ولي چي موږ د خپل قامي شناخت او خاوري د خپلواکۍ مبارزه کوو، خو له موږ سره د خپلو د بد نيت بنيادي وجه دا هم وه چي موږ خپله قامي مقدمه په خپل شعار کښې څرګنده کړله
زه نه پوهېږم چي ځيني پښتانه سياسي کارکنان پر کم بنياد دا خبره کوي چي د پښتون ژغورنې غورځنګ تر را تلو مخ کښې هم قامي بيانيه په دغسي انداز وړاندي کيده په کم انداز چي تحريک وړاندي کړه،
دا ټيک خبره ده چي د پښتون قام پاله ګوندونو په منشور کښې د خپلي خاوري د شناخت، امن او پر مختګ خبره موجوده وه خو هغه خبره خو هغه د يوو استعماري رياست د چوکاټ تابع وه او ده
مطلب دوي د خپل قام د بيانيې له پاره هدف يا د حق غوښتلو او حق ور کولو ځای د هغه استعماري نظام نغرای يعني ټاکلی وي د کم نظام له کبله چي زموږ قامي شناخت ختم شوی دی، نو دا خبره په خپله دلته خپل اثر ښکاره کوي
دويم تر پښتون ژغورني غورځنګ مخ کښې د خپل قام بيانيه دوني په شدت سره، هر اړخيزه او د اولس له لاري هيڅ کله هم په ټول تاريخ کښې داسي نه ده شوې،
کيده به خو لنډ مهاله، کيده به خو د يوو ګوند د پارلمان د کرسۍ د حاصلاتو له پاره، کيده به خو د يوو پرېشر ګروپ په څېر ..
داسي هم نه ده چي زموږ پښتون قامي خوځښت په اجتماعي توګه د مصلحت ښکار دی،
دا سي هم نه ده چي زموږ د قام په اجتماعي توګه د خپلواکۍ تصوير په فکر کښې نشته،
که څه هم زموږ قامي غيرت لږ په مسلط کړل شوي غالب کښې حرکت کوي خو ځينې داسي سره بڅرکي هم شته چي د خاوري او قام د خپلواکۍ له پاره هم تر خپل انفرادي ګټو تېر دي او هم د مصلحت پر ځای د حالاتو په جوړ کړل شوي وجود کښې د خپل پښتني ننګ په زور لاره پيدا کوای شي خو بد بختانه
له تيرو څلوېښت کلونو په پښتون سياست کښې داسي يوو فکر داخل کړل شو چي ګواه دا ولاړه کيږدۍ زموږ خپله ده او موږ به هم دلته په دې سيوري کښې ژوند کوو،اول خو په قامي ګوندونو کښې ټول داسي وګړي نه ؤ چي هغوي به پر پښتون قامي ازادي ټول متفق ؤ يا چي له پښتنو سره له کم لوري څه کيدل نو هغه ته داسي نيغه ګوته په شريکه نه نيول کيده، د مثال په توګه د کويټه د وکيلانو د شهادت واقعه چي پاکستان په کمه طريقه مبهم کړله هم هغه بيانيه ډيرو پښتنو خپله کړله او ځيني خو لا تر اوسه هم هغه ډول وهي..
د مصلحت په نامه دغه روانه سياسي لوبه پرته د غلامۍ بې ښې جامو بل هيڅ نه دي،
له استعمار سره په کم جواز د يوو محکوم قام ژوند کوای کېدای شي پرته له دې چي تر خپل شناخت او اجتماعي قامي خوداريت تېر شې...
د پښتون ژغورني غورځنګ له را تګ سره بيرته د پښتنو هغه لږ ګړځ لاندي کړې دعوه لږ ډېره روښانه شوه
له تيرو اتو کلونو دا بحث بيرته شروع سو چي موږ څوک يو او بايد څوک و اوسېږو ...
زه هيڅ کله دا دعوه نه کوم چي يا دا فکر يوازي موږ جوړ کړ لا پر ميدان يوازي موږ ولاړ ؤ ځکه که څه هم دا رښتيا دي خو ريښتيا صرف رېښتيا نه وي ....
دا ټيک ده چي يوه بيانيه تر پښتون قام غورځنګ وړاندي هم موجوده وه خو دا سي هيڅ کله واضع نه ؤ چي موږ بطور قام خپل قامي شناخت غواړو که دلته حقوق او صوبائي خودمختاري، ؟
زه خپلي ولګي نه پرې کوم نه شعور يتيم کوم چي مرشد يې نه وي
خو دا لازمي ده چي بيان کړل شي چي دا وخت موږ بحيثت قام او د قام په نمايندګۍ پښتون ژغورني غورځنګ تر کم جبر لاندي يو، هم دا د قامي سياست اصلي رد عمل دی د استعمار په وړانډي
په پښتون قامي سياست کښې ځوانان نه بلکه ډېرای د پاخه عمر سياست کونکي مشران د پاکستان د پارلمان د يوې څوکۍ له پاره په کم اتڼ ګډ نه شول خو يوو ځوان مشر منظور پښتون او د هغه پاخه سپېڅلي ملګري لا تر اوسه کمي څوکۍ او کمي ويري له خپلي بيانيې پر شا نه کړل
زه بلکل په هيڅ شخصيت پرستي کښې بند نه يم، د يوو سياسي طالب علم په څېر د خپل تحريک د باتور مشر او هغو ملګرو چي ځيني ورک دي، ځينې بنديان دي، ځينو ته رياستي ادارې په بيلابيلو طريقو د وژلو دهړکې ور کوي خو دوي لا پر خپل ميدان ولاړ دي، دغه يوه ځانګړتيا زما فرض جوړيږي چي بيان يې کړم.

د شناخت بحران identity crises د شناخت له بحران سره اکثره هغه قامونه مخ کېږي چي بې واکه وي.قامي شناخت هغه ګډ هویت، ملي شع...
22/08/2026

د شناخت بحران identity crises

د شناخت له بحران سره اکثره هغه قامونه مخ کېږي چي بې واکه وي.

قامي شناخت هغه ګډ هویت، ملي شعور او پېژندنه ده چې د یو قام خلک یې د خپلو ګډو تاریخي، ژبنیو او کلتوري اړیکو پر بنياد احساسوي. دا شناخت فقط نوم نه وي، بلکې د تاریخ، ژبې، کلتور، دودونو، ارزښتونو، جغرافیې او ګډو ملي ګټو مجموعه وي.

قامي شناخت په څو مهمو برخو ولاړ وي.

1.( ژبه ) د قام د فکر، ادب او کلتور بنياد.

2. (تاریخ ) ګډې خاطرې، بریاوې، قربانۍ او تاریخي تجربې.

3.( کلتور او دودونه ) رواجونه، لباس، موسیقي، ادبیات او ټولنیز ارزښتونه.

4. (جغرافیه ) هغه سیمه چې قوم ورسره تاریخي تړاو لري.

5.( ګډې ګټې او ستونزې ) هغه مسائل او اهداف چې خلک سره یوځای کوي.

6.( سیاسي او ټولنیز شعور ) د خپل حق، مقام او راتلونکي په اړه پوهاوی.

قامي شناخت په کوم لوري وده کوي؟

د خپلې ژبې د ساتنې او پرمختګ له لارې.
د خپل تاریخ د زده کړې او خوندي کولو له لارې.
د کلتوري ارزښتونو د ژوندي ساتلو له لارې.
د تعلیم او فکري بیدارۍ له لارې.
د قامي یووالي او متقابل احترام له لارې.
د خپلو حقوقو او ګډو ګټو لپاره د شعوري او منظمې مبارزې له لارې.

په لنډه توګه، قامي شناخت هغه احساس دی چې یو انسان ته وایي: "زه څوک یم، له کوم تاریخ او کلتور سره تړاو لرم، او د خپل قام په راتلونکي کې څه رول لرم.

1: (ژبه) نن که چيري موږ د خپله ژبي مقام وګورو په پاکستاني رياست کي، هېڅ ارزښت نه لري، نه زما ژبه د مارکېټ ژبه ده، نه زما ژبه د نصاب ژبه ده، نه زما ژبه دفتري ژبه ده، نه زه په خپله مورنۍ ژبه باندې زدکړې کولای شم، اند تر دې پوري چې زه د خپلي ژبي څخه پردی شوی يمه، په خپله ژبه باندې شرم محسوسه وم،
دا ټول اخر ولي ؟
دا ځکه چې خپل رياست نه لرم، پردی رياست دئ، پردی فکر دئ، پردی نصاب دئ، پردي رياستي مشنيري چلولو لره تياريږم.
ځکه خو ترقي هم نه سم کولای، ځکه خو د نوي فکر تخليقي زاويې بندي پاتي دي. کم تعميري فکر چې په خپله ژبه کي کولای سم، هغه فکر په پردی ژبه کي نه وي، که وي هم عملي کېږي نه.
له خپل ادب څخه پردی شوی يم، ستر خوشحال خان خټک پر ځای مو اقبال ته ډېره ترجيح ورکړې ده، د خپلي ژبي شاعري يا شاعر نه پېژنم ، کوم څه چې په اسکول، کالج او يونيورسټي کي راته ويل کېږي هغه مو خپل ګڼلي دي. اصل کي دا مي خپل نه بلکې استعماري فکر منلو ته يوه قانوني لار هوارولو دپاره وي. چې نور هم د خپلي ژبي څخه پردی سم.
ژبه او کلتور دا سره تړلي دي، ما نه چې کله خپله ژبه ځي ، نو ورسره ورسره خپل کلتور هم پر ورکېدو سي.

2:( تاريخ) زما اصل originate چي څه ده، په هغه باندې اوس پښتانه شرمېږي، ټول تاريخ د 47 پوري تړي، افغان او افغانيت بېخي له سره پېژني نه. خپل اصل چې چيري دئ، هغه ته اوس د بل هيواد په سترګه ګوري.
زموږ ملي هويت د تاريخ په بيلابيلو پاڼو کي ، د سپڅلي اريايي دورې څخه بيا تر اوسني ازاد افغانستان او محکوم افغانستان (پښتونخوا) پوري. دا تاريخ زموږ اصل دی خو پردي نصاب داسي پردي کړي يو، چې هيڅ ارزښت نه راته لري. په ناخبرتيا او استعماري دورو کي کله مو نسل د عربو څخه سي، کله راته اسراییل وايي او کله راته د پيروانو اولاد وايي،
خو زموږ اصل له موږ څخه پټوي چې آرين يو.
د خپلو تاريخي تجربو، ملي لشکرو څخه بې برخي هم او بې خبره هم يو. یو وخت زموږ لښکري تر ډهلي او اصفهان پوري ترپېدلې، نن د هغو ملي لښکرو فکر هم له منځه تللی دئ. هغه یوالی چې د وطن ساتلو او دشمن وهلو دپاره وی، هغه هم نسته.
دا هر څه دې پردي نصاب ( پاکستاني نصاب/ استعماري نصاب ) راسره کړي دي. تر څو چې خپل نصاب، خپل رياست په خپل نامه، خپلي قامي ګټي په نظر کي ونه لرو، تر هغه پوري موږ او ښه ورځ امکان هم نه لري.
3:( جغرافيايه ) احمد شاهي جغرافيايې وجود مات سوی دئ نن، لوی افغانستان ټوټي ټوټي سوی دئ، تر څو چې دا پرې وجود بيا سره نه وګنډل سي، تر هغه ورځي پوري به زموږ شناخت نيمګړی وي. زما له جغرافيايي سره زما شناخت تړلی دئ، که چيري دا جغرافيايه پر وجود دوې يا درې دړي کېږي، دا به زما د وجود ماتېدل وي.
پوره کامل شناخت به زموږ په لر او بر يو افغان ملت کي وي، نه په نام نهاد پاکستاني کالوني کي او نه په بل يو هيواد کي. تاريخي رېښې يا تړاو چي چيري ځي زموږ غه، هغه زموږ اصليت دئ، هغه موږ يو. دا اصليت لوی افغانستان دئ، دا مات ګوډ وجود يې يو کول دي اوس.
5: (ګډي ګټي او ستونزې)
زموږ ګډي ملي ګټي په لوی او خپلواک افغانستان کي دي، چې رياست دي هم خپل وي ، پاليسۍ دي هم خپلي وي، ملي شتمنۍ دي هم خپلي وي، د ملت ارزښتونه دي هم يو وي. بيا يو پر مخ تللی هيواد او د دنیا د سيال قامونو په صف کي درېدلی شو، ما سوا د دې هيڅ امکان نه لري. په پردي هیوادونو کي يا په کالونيو کي دي هيڅ ستونزې نه شي حل کېدای ، ځکه د بادار ګټه ستا په غلام ساتلو کي وي، د غلامانو ژوند له بلها ډېرو ستونزو سره مخ وي.
ډاکټر شير علي باچا به ويل : که چيري په دنيا کي د غلامانو ښکر وایه، نو د پښتنو غه به تر ټولو لوی او غټ ښکرونه وو.
6: سياسي او ټولنيز شعور.
کله چې هم یو قام بلواکه وي، د هغه ټولنيز شعور د دوړو لاندې وي، لکه د مثال په توګه پښتانه په پاکستان کي.
تر 2018م پوري چې موږ د پرديو ازادۍ لمانځلې ، هم دا زموږ ټولنيز شعور وو، نن لږ ډېر پښتانه د غلامۍ احساس چې ورته شوی دئ، نو د پاکستان ازادۍ د ځان ازادي نه ګڼي بلکې د خپلي ازادۍ په مورچل کي ځای پر ځای شوي دي. د خپل راتلونکي دپاره مزاحمت کوي، په دې لار کي پراته خنډونه ورته څرګند شوي دي، دا څرګندونې زياتره د پښتون ژغورنې غورځنګ په وجود کي د راتللو ورسته شوي دي. پوخ او قوي امکان دئ، چې تر څو پوري دا فکر په دې ملت کي وي نو پښتون ژغورنې غورځنګ به هم دغه ټوټې شوی وجود بيا سره پيوند کوي.
د پاکستان په څېر کالوني کي د محکومو قامونو هيڅ ارزښت نه وي په هر لحظ سره. اوس دا فکري بیداري څوک هم نه شي ماتوالی ، دا به د ملت د ملي ګټو د پوره کولو اخري سلګۍ وي.
قامي شناخت د بچ کېدلو دپاره ، خپل رياست ضروري دئ، نه کې پردي رياستونه.

ليک: انور سالار

د قامي خپلواکۍ په تاريخ، د خپلي خاوري د ملکيت په خاطر که په پښتون تاريخ کښې چا ډېر ازيتونه وړي وي نو ستاسو شمار هم په هغ...
22/08/2026

د قامي خپلواکۍ په تاريخ، د خپلي خاوري د ملکيت په خاطر که په پښتون تاريخ کښې چا ډېر ازيتونه وړي وي نو ستاسو شمار هم په هغو کښې کيږي
موږ پوهېږو چي تاسو پر خپل قام احسان نه کوي، موږ پوهېږو چي تاسو دغه ازيت په غلام حيثيت د کم زاتي اسايش له پاره هم نه تېروي
ستاسو پر وجود چي کم تکليف تيريږي دا هغه خلګ احساس کولای شي کم څوک چي په خپله د دې تکليف ښکار شوي يا د تاريخ هغه طالب علمان چي د خپل قام د سپېڅلو باغي قيديانو تاريخ يې لوستلی وي
دا چي په پښتون وطن کښې د امن، د خپلواکۍ او حقوقو سياست د مصلحت په شکل د پاکستان تر پارلماني چتر لاندي هم شروع دی خو ستاسو غوندي په ازيت ناکه طريقه يې هر څوک چرته کولای شي ځکه چي روښتيا خو روښتيا هم دي او ترخه هم
پښتانه د خپل تقسيم وجود پر غميزه دوني نه دي پريشانه لکه د پاکستان د پارلمان په لوبه
کم وهشي جنګ زموږ پر وطن نه دی، او کم اختلاف په پښتون سياست کښې نه دی روان، بل د هيڅ اتفاق امکان نشته پرته د پاکستان د جمهوريت او پارلمان د څوکۍ، د خپلي خاوري او خپل اولس د ښه ژوند په دعوه اخته پښتانه سياسي مشران فقت د پاکستان پر رسنيو د ښکاره کيدو له پاره او خپل ځان د حافظ صاحب په نظر کښې را وستلو له پاره لوړ لوړ تقريرونه کوي
يا خو د پښتون وطن سياست سم تجزيه شوی نه دی، که هر څه واضع دي بيا چي هم پښتانه مشران د خپل وطن او قام پر غميزه نه سره پيوست کيږي نو بيا بايد فکر وکړو چي نيم دوښمن زموږ په خپل زات کښې دی
د غربت تر کمه تبۍ پښتانه نه دي لاندي، اوس پر بد امنۍ هم اجتماعي کيفيت خاموشۍ ته روان دی، ښکاري داسي چي عام اولس فقت د خپل وار په انتظار دی، هيڅ د ژوند امکان نشته
نور الله ترين، حنيف پشتون لا تر اوسه دا درک نشته چي چرته دي
علي وزير او صمد لالا تاسو ويني چي د رياست له کم برخورد سره مخامخ دي ...
خيبر پښتونخوا له تيرو دوو کلونو تر کم وهشت نه ده لاندي، زموږ اجتماعي تدبير هم وګورئ پښتانه له يوې اونۍ پرته بيا پر يوه ځای نه سره کښې ني
اوس به بيا د پارلمان نوې لوبه شروع شي، د چوکيو خاوندان به بدل شي، عاصيم منير د جنوبي پښتونخوا را روانه سياسي کابينه اوس لا منتخبه کړله او له هغوي سره يې ناسته کړې ده
را روان وخت به هغه خلګ چي د رياست پر تال را لوی شوي دي اولس ته ځي او په يو نه بل نامه د خلګو ذهن د خپل ځان په حق کښې جوړوي تر څو دوي هم اخؤر ته و رسيږي او د خپلي برخي خوراک وکي
ليک: روزي خان ايثار

د علي وزیر مبارزه؛ زندانونه یې هوډ نه شي ماتولاینن علي وزیر د دادو، سند په محکمه کې د خپلې قضیې د اورېدنې لپاره په سخت ا...
21/08/2026

د علي وزیر مبارزه؛ زندانونه یې هوډ نه شي ماتولای

نن علي وزیر د دادو، سند په محکمه کې د خپلې قضیې د اورېدنې لپاره په سخت امنیت کې محکمې ته وړاندې شو. د اضافي سیشن جج نمبر 3، سید احسان علي شاه په محکمه کې د مقدمې اورېدنه ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د مدعي اسسټنټ سب انسپکټر سجاد حسین زئونر او شاهد کانسټیبل محمد نواز بیانونه ثبت شول او مدافع وکیل امداد حیدر سولنګي پرې جرح وکړه.

محکمې د پاتې شاهدانو ذوالفقار علي او سکندر علي د حاضرولو لپاره د نیولو وارنټونه صادر کړل او د راتلونکې اورېدنې پر مهال یې د هغوی د وړاندې کولو امر وکړ. د علي وزیر د مقدمې راتلونکې اورېدنه به د 27 اګست 2026 نېټه ترسره کېږي.

علي وزیر هغه سیاسي مبارز دی چې له کلونو راهیسې د پنجاب او سند په زندانونو کې د بند، قضیو او سختو شرایطو سره مخ دی. خو د زندانونو اوږدې شپې او سختۍ یې د پښتنو او نورو مظلومو ولسونو د اساسي حقونو لپاره د مبارزې هوډ کمزوری نه کړ.

علي وزیر یوازې یو زنداني نه دی؛ هغه د پښتون ولس د مېړانې، مقاومت او نه ماتېدونکي هوډ یو غږ دی. د هغه دریځ دا دی چې د زندانونو دروازې، بندیزونه او سختۍ د حق غوښتنې مبارزه نه شي درولای.

د علي وزیر مبارزه یوازې د یوه کس مبارزه نه ده؛ دا د عدالت، انساني کرامت، مدني حقونو او د پښتنو د بنسټیزو حقونو لپاره د مقاومت یوه برخه ده.

علي وزیر به ماتې نه مني؛ مقاومت به روان وي!

د حنیف پښتین د جبري بې‌درکۍ 284 ورځې، د عدالت غوښتنه لا هم روانه ده!284 ورځې کېږي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال حنیف پښت...
21/08/2026

د حنیف پښتین د جبري بې‌درکۍ 284 ورځې، د عدالت غوښتنه لا هم روانه ده!

284 ورځې کېږي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال حنیف پښتین د پاکستاني ریاست له لوري په جبري توګه بې‌درکه کړل شوی او تر اوسه یې کورنۍ د هغه د ځای او حالت په اړه له روښانه او رسمي معلوماتو بې‌برخې ده.

که پر حنیف پښتین کوم قانوني تور وي، نو ولې د قانون له مخې محکمې ته نه وړاندې کېږي؟

که کومه مقدمه پرې موجوده وي، نو ولې شفافه قضايي پروسه نه ترسره کېږي؟

او که کوم جرم پرې ثابت نه وي، نو د هغه 284 ورځنۍ بې‌درکي د کوم قانون له مخې روانه ده؟

جبري بې‌درکي نه عدالت دی او نه قانون.

موږ د حنیف پښتین د برخلیک په اړه روښانه ځواب غواړو. نوموړی دې سمدستي له جبري بې‌درکۍ څخه را وایستل شي؛ که کوم تور پرې وي، د قانون له مخې دې محکمې ته وړاندې او د دفاع حق دې ورکړل شي، او که تور پرې نشته، نو بې له ځنډه دې خوشې شي.

284 ورځې تېرې شوې؛ حنیف پښتین به نه هېرېږي او د هغه د حق غوښتنې غږ به نه چوپېږي!



284 ورځې کېږي نورالله ترین چېرته دی؟284 ورځې کېږي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ فعال او ایالتي مشر نورالله ترین د پاکستا...
21/08/2026

284 ورځې کېږي نورالله ترین چېرته دی؟

284 ورځې کېږي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ فعال او ایالتي مشر نورالله ترین د پاکستاني ریاست له لوري په جبري توګه بې‌درکه کړل شوی، خو تر اوسه یې کورنۍ د هغه د ځای او حالت په اړه هېڅ رسمي او باوري معلومات نه لري.

که پر نورالله ترین کوم جرم ثابت وي، نو ولې محکمې ته نه وړاندې کېږي؟

که کومه مقدمه پرې موجوده وي، نو ولې د قانون له مخې یې شفافه اورېدنه نه ترسره کېږي؟

او که هېڅ قانوني تور پرې نشته، نو بیا د هغه دا 284 ورځنۍ بې‌درکي د کوم قانون او کوم عدالت له مخې روانه ده؟

جبري بې‌درکي نه قانون دی، نه عدالت او نه د یوه متمدن دولت نښه.

نورالله ترین باید له قانوني بهیر څخه پرته په پټه ساتل کېدل پای ته ورسوي. که کوم تور پرې وي، له بشپړ قانوني حقونو، وکیل او عادلانه محاکمې سره دې محکمې ته وړاندې شي؛ او که کوم تور پرې نشته، نو سمدستي دې خوشې او خپلې کورنۍ ته وسپارل شي.

نورالله ترین چېرته دی؟
د هغه کورنۍ ځواب غواړي!
284 ورځې چوپتیا نور د منلو نه ده.



د پیرنګیانو څخه د استقلال بېرته ګټلو ورځ دې ټولو ته نېکمرغه وي.هم د دې تاریخي ورځې لوی نښان او د افغانیت نمائندګي، ملي ب...
19/08/2026

د پیرنګیانو څخه د استقلال بېرته ګټلو ورځ دې ټولو ته نېکمرغه وي.
هم د دې تاریخي ورځې لوی نښان او د افغانیت نمائندګي، ملي بیرغ، د ورځې د لمانځلو په موخه په ټولنیزو رسنیو کې د پوسټ کولو په بنیاد، شپاړس ورځې مخکې په خوست کې طالبانو زموږ ملګری احسان سعادت بندي کړ او له سختو تکلیفونو وروسته یې له متعدینو سره په سیل کې بند کړ، چې تر اوسه هم بندي دی.
د تحریک د ملګرو حوصلې ته هم سلام، چې د پنجاب ادارو په دې تور لادرکه کړل چې ولې د پنجابي استعمار له ترانې څخه منکر دي، او طالبانو په دې تور بندي کړي چې ولې ملي بیرغ ته احترام لري؛ خو دوی د خپل ملت د اقدارو په هکله هېڅکله نه ټیټ شول او نه مات شول.

ملي رهبر مشر منظور پښتون

19/08/2026

د ګران او ویاړلي افغانستان د خپلواکۍ 107 کلېزه دې ټولو افغانانو ته په مینه امبارک او نیکمرغه وي، لاس په دُعا ېو چې الله دې په لر او بر افغان کې امن او سوله راولي. د يو موټي سوکاله او پرمختللي افغانستان په هيله

د خپلواکۍ کلیزه دې دپښتون سپېڅلې سالار منظور پښتین ته خاص مبارک وي.
هغه منظور ته چې د غازي پر لاس د مات سوي انګرېز له زوی سره یې جنګ دی.

️⁩⁦🇦🇫⁩⁦

Address

Quetta

Telephone

+923332372847

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when PTM Killasaifullah posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share