Afghanistan Tv

Afghanistan Tv کره خبرونه، مهم معلومات او تازه پېښې
(1)

د دفاع وزارت: افغانستان ۸۰ زره ځانګړي ځواکونه لريد افغانستان د دفاع وزارت لوی مفتش وایي، هېواد اوس شاوخوا ۸۰ زره ځانګړي ...
02/09/2026

د دفاع وزارت: افغانستان ۸۰ زره ځانګړي ځواکونه لري

د افغانستان د دفاع وزارت لوی مفتش وایي، هېواد اوس شاوخوا ۸۰ زره ځانګړي ځواکونه لري چې د ټاکلو مسلکي معیارونو له مخې جذب او له تخصصي پوځي روزنې وروسته په امنیتي لیکو کې شامل شوي دي.

د نوموړي په وینا، اوسنی پوځي جوړښت منظم او مجهز دی او د ځانګړو ځواکونو د روزنې او استخدام بهیر د مسلکي معیارونو پر بنسټ ترسره کېږي.

هغه زیاتوي چې په بدخشان کې د وروستیو امنیتي عملیاتو چټک پای ته رسول د دغو ځواکونو له مهمو لاسته راوړنو څخه بلل کېږي.

ایا د دغو ځواکونو د شمېر ترڅنګ به د هغوی وړتیاوې او تجهیزات هم په راتلونکې کې لا پیاوړي شي؟
Afghanistan Tv

د افغانستان سفیر: د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارېږيپه اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر د ملي دفاعي پوهنتون په...
02/09/2026

د افغانستان سفیر: د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارېږي

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر د ملي دفاعي پوهنتون په یوه وینا کې ویلي، افغانستان او پاکستان یوازې ګاونډي هېوادونه نه دي، بلکې ژورې اړیکې لري.
نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان نه غواړي او نه به چاته اجازه ورکړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي.
خو پوښتنه دا ده: ایا دا دریځ به په عملي توګه هم پلي شي؟
Afghanistan Tv

مجاهد: په وروستیو نښتو کې پاکستان ته د پام وړ زیان اوښتید اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد یو ځل بیا ویلي چې د افغانست...
02/09/2026

مجاهد: په وروستیو نښتو کې پاکستان ته د پام وړ زیان اوښتی

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد یو ځل بیا ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په وروستیو نښتو کې پاکستان ته د پام وړ زیانونه اوښتي دي.

نوموړي ادعا کړې چې د جګړې پر مهال پاکستان د پرسونل او پوځي تجهیزاتو په برخه کې درانه زیانونه لیدلي دي. د مجاهد په وینا، افغان ځواکونو د خپلو سیمو د دفاع پر مهال د پام وړ مقاومت کړی او د پاکستاني لوري بریدونو ته یې ځواب ورکړی دی.

مجاهد ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو دوام د سیمې د امنیت او ثبات لپاره د اندېښنې وړ دی او د ستونزو د حل لپاره باید د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې لارې چارې ولټول شي.

خو پوښتنه دا ده: د دواړو لورو د ادعاوو د کره والي لپاره به خپلواک او باوري معلومات کله خپاره شي؟
Afghanistan Tv

د دفاع وزارت چارواکی: پښتو د افغانستان ملي ژبه دهد دفاع وزارت لوی مفتش لطف‌الله حکیمي د افغانستان د ژبني جوړښت په اړه په...
01/09/2026

د دفاع وزارت چارواکی: پښتو د افغانستان ملي ژبه ده
د دفاع وزارت لوی مفتش لطف‌الله حکیمي د افغانستان د ژبني جوړښت په اړه په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په هېواد کې ۲۲ رسمي ژبې شته او پښتو د افغانستان ملي ژبه ده.
حکیمي ټینګار کړی چې پښتو د هېواد د ملي ژبې حیثیت لري او د افغانستان د ژبو په اړه یې دغه څرګندونې کړې دي.
Afghanistan Tv

د سمیع سادات په مشرۍ د یوې وسلوالې ډلې تازه ادعاوېد سمیع سادات په مشرۍ یوې وسلوالې ډلې ادعا کړې چې د تېرې یوې میاشتې په ...
01/09/2026

د سمیع سادات په مشرۍ د یوې وسلوالې ډلې تازه ادعاوې

د سمیع سادات په مشرۍ یوې وسلوالې ډلې ادعا کړې چې د تېرې یوې میاشتې په جریان کې یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۴۳ عملیات ترسره کړي دي.

د دغې ډلې په وینا، په یادو عملیاتو کې یې د حکومت یو شمېر سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اړولې او د هلمند د نوزاد ولسوالۍ په یوه پوځي مرکز یې هم د برید پر مهال کنټرول ترلاسه کړی دی.

دغه ډله زیاتوي چې د یاد مرکز له نیولو وروسته یې یو شمېر وسلې او پوځي تجهیزات هم ترلاسه کړي دي.

بلخوا، افغان حکومت په تېرو مواردو کې د ورته وسلوالو ډلو ادعاوې رد کړې او بې‌اساسه تبلیغات یې بللي دي.
Afghanistan Tv

 #ﻋﺎﺟﻞ 🚨 بېړنی خبر | په ایران کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شويد راپورونو له مخې، د ایران په چابهار، بندرعباس، قشم ټاپو، ک...
01/09/2026

#ﻋﺎﺟﻞ
🚨 بېړنی خبر | په ایران کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي

د راپورونو له مخې، د ایران په چابهار، بندرعباس، قشم ټاپو، کنارک، جاسک، سیریک او میناب ښارونو کې تر دې دمه د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

تر اوسه د دغو چاودنو د لامل او احتمالي زیانونو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

Afghanistan Tv

د حکومت ویاند نن وویل: «موږ په افغانستان کې د امریکا سفارت پرانستل غواړو.»خو کله چې ترې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په...
31/08/2026

د حکومت ویاند نن وویل: «موږ په افغانستان کې د امریکا سفارت پرانستل غواړو.»

خو کله چې ترې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه پوښتنه وشوه، ځواب یې دا و: «اوس یې وخت نه دی.»

نو پوښتنه دا ده: که د امریکا د سفارت د پرانیستلو وخت رارسېدلی وي، د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو وخت لا ولې نه دی رارسېدلی؟

ایا د «امر ثاني» او نورو ژمنو تر شا اصلي خبره همدا نه ده چې د نجونو ښوونځي اصلاً نه غواړي پرانیزي؟
Afghanistan Tv

د باور له لاسه ورکول؛ هغه تشه چې بیا ډکول یې اسانه نه ديافغانان داسې ولس دی چې که یو ځل د یوې سرچینې یا ډلې پر وړاندې با...
30/08/2026

د باور له لاسه ورکول؛ هغه تشه چې بیا ډکول یې اسانه نه دي

افغانان داسې ولس دی چې که یو ځل د یوې سرچینې یا ډلې پر وړاندې باور له لاسه ورکړي، بېرته ترلاسه کول یې ډېر ستونزمن وي.

د وروستیو ادعاوو په اړه هم د خلکو د باور کچه کمه شوې ده؛ ځکه د ځینو په باور، له خپرېدونکو ګڼو ویډیوګانو او ادعاوو څخه یوازې یوه برخه یې رښتینې وي او پاتې نورې یې د تبلیغاتي موخو لپاره جوړې شوې صحنې ګڼل کېږي.

بل لور ته، د حکومت د معلوماتو د خپرولو تګلاره هم تر پوښتنې لاندې ده. نیوکه دا ده چې د مخالفو ډلو پر وړاندې د تبلیغاتي مبارزې په ترڅ کې، د امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړه ټول معلومات له خلکو سره نه شریکېږي؛ څو د مخالفو ډلو مورال لوړ نه شي.

په داسې حالت کې اصلي پوښتنه دا ده: د ولس له لاسه تللی باور به څوک او څنګه بېرته ترلاسه کوي؟
Afghanistan Tv

د جمعه خان له مرکزونو لسګونه لرې‌واټن ویشتونکي توغندي ترلاسه شولځانګړو ځواکونو د نسۍ ولسوالۍ کې د جمعه خان اړوندو مرکزون...
30/08/2026

د جمعه خان له مرکزونو لسګونه لرې‌واټن ویشتونکي توغندي ترلاسه شول
ځانګړو ځواکونو د نسۍ ولسوالۍ کې د جمعه خان اړوندو مرکزونو څخه لسګونه لرې‌واټن ویشتونکي توغندي ترلاسه کړي دي. ویل کېږي، دغه مهمات د اوږدې جګړې لپاره ساتل شوي وو.
پوښتنه: که جمعه خان نه وای تسلیم شوی، دا مهمات به تر کومه ساتل شوي وو؟
Afghanistan Tv

وزیر صاحب! د ولس غوښتنې واورئ؛ افغانستان بیا د جګړې توان نه لريولس نه غواړي چې له پخوانیو غلو، سیاسي ټیکدارانو او خا.ینی...
30/08/2026

وزیر صاحب! د ولس غوښتنې واورئ؛ افغانستان بیا د جګړې توان نه لري

ولس نه غواړي چې له پخوانیو غلو، سیاسي ټیکدارانو او خا.ینینو سره د څوکۍ پر سر مذاکرات وشي؛ خو د ملت مشروع غوښتنې باید له پامه ونه غورځول شي.

د نجونو د زده‌کړو او کار حق، د مسلکي او وړ افغانانو ونډه، د هېواد نړیواله انزوا، بې‌کاري، اقتصادي ستونزې او د ځوانانو د کډوالۍ مسله هغه موضوعات دي چې ولس یې د حل غوښتنه کوي.

افغانستان د هیچا شخصي ملکیت نه دی او هېڅ واکمني تلپاتې نه وي. د هېواد د ثبات لپاره اړینه ده چې د ولس غږ واورېدل شي، له وړتیا او تخصص څخه کار واخیستل شي او د اختلاف پر ځای د ملي تفاهم لاره غوره شي.

د جمهوریت پر مهال هم د «مذاکراتو اړتیا نشته» خبرې کېدې؛ خو تاریخ وښوده چې سیاسي کړکېچونه په پای کې د خبرو او تفاهم اړتیا رامنځته کوي.

پوښتنه: ایا د ولس مشروع غوښتنو ته ځواب ورکول د نظام د پیاوړتیا تر ټولو مهم ګام نه دی؟
Afghanistan Tv

Address

United State
London

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghanistan Tv posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category