07/30/2026
په خپل کور بساينه
حيات الله پياوړی
کورنی پرسونل مو د بې ځايه او لوړو معاشونو او نورو لګښتونو او کورني توليدات مو د پرديو وارداتو له احتياج څخه ژغوري او صادرات مو شخصي او ملي اقتصاد پياوړی کوي. دا ډول هڅې زمونږ په ټولنه او هيواد کې د هر اړخيز ثبات سره په مستقيمه او غيری مستقيمه توګه مرسته کوي.
۱۳۵۶ ام لمريز کال وه. زه هم په همدې کال د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځي د ژورناليزم څانګې ته بريالی شوی وم.
په همدې کال د افغانستان حکومت يوازې د کابل پوهنتون د انجنيرۍ پوهنځي زر (۱۰۰۰) کسه محصلين منلي وو. دا هغه وخته غټه خبره وه. هغه مهال به خلکو ويل چې ولس مشر داوود خان غواړي د خپلو پلانونو د پلي کولو لپاره خپل کورنی متخصص پرسونل و روزي تر څو د لوړ لګښت او معاش لرونکي بهرني پرسونل او سلا کار له احتياجه خلاص شي. داوود خان د وخت جوړ شوي پلانونه زياتره نيمګړي پاتې دي او ځينې غټې پروژې چې د هغه د واکمنۍ وروسته د نورو حکومتونو له خوا پلي کيږي د هم هغه د جوړ شوي عمومي پلان برخه دي.
زما په نظر دا په خپل کور بساينې لپاره ډير پر ځای او پر وخت اقدام وه. داوود خان ملاحظاتو سره سره (د اعليحضرت محمد ظاهر شاه په خبره چې بي بي سي راډيو ته يې ويلي وو چې سردار صاحب يو ملي او وطن دوست خو له بده مرغه يو ځان خوښونکی انسان وه) ډير اړين او مناسب پلانونه په پام کې درلودل خو ای کاش چې په دې خاوره او ولس د نړۍ د شرقي او غربي ښکيلاکي او تيري کونکو بلاکونو له يرغلونه نه وای شوي او افغانستان د هغوی د لنډ مهاله او اوږد مهاله شومو او مداخله ګرو پلانونو، دسيسو او جګړو قرباني شوی نه وای.
فکر کوم چې نور ملحوظات به هم وي خو افغانستان د يو پلوه رښتيني مسلکي پرسونل او له بله پلوه کار د هغوی اهل ته د نه سپارلو د ستونزې سره لاس او ګریوان دی نو ځکه په پردي (بهرني) پرسونل تکيه کوو.