Afghanistan Focal Vision

Afghanistan Focal Vision We Focus On Real Needs For Afghanistan

د جرمنی هیواد TU Clausthal  پوهنتون کی د زده کړو فرصت!link: https://www.izc.tu-clausthal.de/en/ways-to-clausthal/degree-...
09/07/2024

د جرمنی هیواد TU Clausthal پوهنتون کی د زده کړو فرصت!
link: https://www.izc.tu-clausthal.de/en/ways-to-clausthal/degree-seeking-students/application
هغه زده کوونکی چی غواړی د یاد پوهنتون ټکنالوژی برخه کی داخله ترلاسه کړی نو یاد پوهنتون ورته ښه فرصت په لاس ورکوی.
#که تاسو جرمنی هیواد کی کوم خپلوان یا دوست لری ترڅو ستاسو اسناد یاد پوهنتون ته پوست د لاری ولیږی نو تاسو ته ښه فرصت دی.
#دداخلی نیټه ستاسی د اپلیکشن ډکولو پوری اړه لری
د داخلی طریقه:
۱:انلاین اپلیکیشن
زده کوونکی لمړی باید یاد پوهنتون ته خپل اپلیکیشن ډک کړی او ورته یی ولیږی. که ستاسو اپلیکیشن کامیاب پراسس شو نو له هغه وروسته تاسی ته د داخلی اجازه درکوی او نور کارونه مو په ترتیب سره مخکی ځی.
۲: اړین اسناد
• یاد پوهنتون ته اپلیکشن استول
• ستاسی تعلیمی اسناد لکه ټرانسکرپټ، ډیپلوم او شهادتنامه
• CV
• د اسناد د پراسس کولو لپاره د فیس ادا کولو سند
• پاسپورټ ( ستاسی خوښه)
۳: ژبی اړتیاوی
ژبی اړتیا ستاسی د انتخاب شوی کورس پوری اړه لری چی ایا انګلیسی کی تدریس کیږی که جرمنی کی
• که کورس مو انګلیسی کی تدریس کیږی نو تاسو باید د انګلیسی اعتباری سند ولر ی
• که کورس مو جرمنی ژبه کی تدریس کیږی نو تاسی باید د جرمنی ژبی زده کړی کورس ترلاسه کړی چی ممکن 280€ مصرف ولری
۴: مصارف
یاد پوهنتون د جرمنی هیواد سکالرشپونو وړاندی کوونکو ادارو سره همکاری لری چی تاسی کولای شی د خپل وړتیا، ټولنیز فعالیت او یادو ادارو سره همکاری له مخی ترلاسه کړی.
۵: د زده کړو څانګی
یاد پوهنتون په ټکنالوژی په ۱۷ څانګو کی د لیسانس، ماسټری او دکتورا کچه زده کړی وړاندی کوی.
• Chemistry
• Digital Management & Technology)
• Energy and Material Physics
• Material Science and engineering
• Electrical and Computer Engineering
• Energy and Material Physics
• Environmental science and Engineering
• Energy System engineering
• Computer Science
• Mechanical Engineering
• Intellectual Management
• Mining engineering
• Petroleum Engineering
• Business Administration
• more
د نورو معلوماتو لپاره سره رابطه وکړی.
Whatsapp: +93789050290

اللَّهُمَّ اسْقِنَا غَيْثًا مُغِيثًا مَرِيئًا مَرِيعًا نَافِعًا غَيْرَ ضَارٍّ عَاجِلًا غَيْرَ آجِلٍ
01/28/2024

اللَّهُمَّ اسْقِنَا غَيْثًا مُغِيثًا مَرِيئًا مَرِيعًا نَافِعًا غَيْرَ ضَارٍّ عَاجِلًا غَيْرَ آجِلٍ

دا چی د هیواد په ځینو سیمو کی اورښت پیل شوی او یا ان شاءالله شروع کیږی نو موږ او تاسی باندی لازمه ده چی ورستیو وچکالیو ن...
01/25/2024

دا چی د هیواد په ځینو سیمو کی اورښت پیل شوی او یا ان شاءالله شروع کیږی نو موږ او تاسی باندی لازمه ده چی ورستیو وچکالیو ننګونو ته په کتو هغه تر خپلی وسی مدیریت کړو.
حداقل هغه اورښت چی زموږ او ستاسی کور کی جمع کیږی خوړونو ته وتو څخه را بند کړو او خپل د کور حویلی کی یا په لوښو کی جمع کړو که دا امکان نلری نو باید یو داسی ځای ته یی جمع کړو چی هملته جذب شی.
لاندی تصویر یوه نمونه ده او هغه اوبه چی موږ یی له بام څخه جمع کوو مختلفو ځایونو کی لکه شنی ساحی اوبه کوونه، تشناب، لوښو او جامو مینځنه کی استعمال کولای شو.

سلامونه درنو ملګرو!یوځل بیا د اوږد ځند څخه وروسته بیا راغلو او پیل به په دی وکړو چی الحمدلله هیواد کی مو اورښتونه پیل شو...
01/25/2024

سلامونه درنو ملګرو!
یوځل بیا د اوږد ځند څخه وروسته بیا راغلو او پیل به په دی وکړو چی الحمدلله هیواد کی مو اورښتونه پیل شو هیله ده چی په ښه دول ترینه استفاده وکړو.
موږ به هڅه وکړو چی تاسی ته دلته هر اړخیز معلومات تعلیم، چاپیریالی، ساينسي، تجارتی او نړی پرمختګونه شریک کړو.

توتکۍ د ورځی ۳۲۲ کیلومټره مزل کوی او کولای شی چی د ورځی ۸۰۰ پوری ماشی، مچان او حشرات خوری.په طبعيت کی هرڅه خپله دنده لری...
05/09/2022

توتکۍ
د ورځی ۳۲۲ کیلومټره مزل کوی او کولای شی چی د ورځی ۸۰۰ پوری ماشی، مچان او حشرات خوری.
په طبعيت کی هرڅه خپله دنده لری او د انسان په فایده کار کوی. لطفا د توتکی جالی له منځه مه ږدئ.

دیر زیات جالب دی!!!د جاک سوی Jak Rabbit د اوږدو غوږونو جالب راز.نړی کی چی هرڅه وینی تر شا یی ځانګړی علم پروت دی. د جاک پ...
01/12/2022

دیر زیات جالب دی!!!

د جاک سوی Jak Rabbit د اوږدو غوږونو جالب راز.

نړی کی چی هرڅه وینی تر شا یی ځانګړی علم پروت دی. د جاک په نامه سوی د نورو سويو په پرتله اوږده غوږونه لری چی ځانګړی حکمت پکی نغښتل شوی. ددغه سوی غوږونو ته زیات رګونه راغلی. او ځانګړی جوړښت یی په دیر ښه دول تودوخه د تشعشع په طریقه (چی د فزیک علم ځانګړی موضوع ده) محیط ته خپروی. په اوړی کی د ګرمي سره مقاومت لپاره د بدن وینه د رګونو په مرسته غوږ ته رارسیږی او بیا د تشعشع په طریقه د بدن څخه بهر ته ليږدوي.
که مو معلومات خوښ شوی وی له نورو سره یی هم شریک کړی.
موږ هڅه کوو چی طبعيت کی پیښی تاسی ته په علمی دول وړاندی کړو.

 #ایا پوهیږی چی کله باران یا واوره وریږی هوا ګرمه وی.کله چ ودريږي هوا پاکه شی بیرته هوا یخه شی.ولی؟اتموسفیر کی ټول تغیرا...
01/11/2022

#ایا پوهیږی چی کله باران یا واوره وریږی هوا ګرمه وی.کله چ ودريږي هوا پاکه شی بیرته هوا یخه شی.ولی؟

اتموسفیر کی ټول تغیرات او پیښی ترسره کیدو لپاره انرژی ته اړتیا شته. په اتموسفير کی دوه عمده پروسی اورښت کیدل او بیرته بخار کیدل هم انرژی ته اړتیا لری چی ورته پټه تودوخه یا latent heat وای. دا هغه تودوخه ده چی یوی مادی یو حالت څخه بل حالت ته بدلیدو لپاره ورته اړتیا ده. کله چی اوبه په بخار بدليږي نو هغه انرژی (تودوخه) چ اوبو کی وه یا د اوبو بخار کیدو لامل شوه د اوبو په بخار کی جذبيږي(پټ یږی) له همدی امله ورته پټه تودوخه وای.

کله چی د چاپيريال تودوخی پواسطه اوبه په بخار یا غاز بدليږي نو د چاپیریال همدا تودوخه د اوبو په بخار کی جذبيږي او له محیط څخه لری کیږی چی دی سره محیط یخ کیږی ښه مثال یی د اوبو سپري کول دی.
اوس هرکله چی اوبو بخار په باران یا واوره بدليږي نو هغه تودوخه چی د اوبو بخار یی لری محیط کی جذبيږي او له دی سره د محیط تودوخه زیاتیږی نو همدی خاطره کله چ باران یا واوره وریږی هوا نسبتا وروسته د اسمان شین کیدلو ته ګرمه وی.
اخره کی ویلی شو چی واوری اوبه کیدل او اوبه په غاز بدليدل یوه يخه وونکی پروسه ده یعنی هوا یخ وی.
او اوبو بخار په اوبو بدليدل، اوبو بدليدل په واوره باندی یوه ګرم کونکی پروسه ده یعنی هوا ګرموي. تاسی کولای شی چ یخ فابریکی نه لیدنه وکړی هلته چ اوبه په یخ بدلوي نو شاوخوا هوا دیره ګرمه وی.

تاسو ته دغه معلومات څومره اغیزمن دی؟ کمنټ کی یی راته ولیکی

د مخکنی پوښتني په تعقیبلمره شعاع هغه وخت په تودوخه بدليږي کله چی د یو شی سره ولږیږی.هوا ګرموالی د لمر څخه فاصلی پوری مرب...
01/10/2022

د مخکنی پوښتني په تعقیب
لمره شعاع هغه وخت په تودوخه بدليږي کله چی د یو شی سره ولږیږی.
هوا ګرموالی د لمر څخه فاصلی پوری مربوط ندی بلکی د شعاع د لګیدلو زاویی پوری اړه لری هر څومره چ د شعاع لګیدلو زاویه عمود ته نژدی وی هومره زیات ځمکه کی جذبيږي څومره چ زیات جذب شی هومره زیاته تودوخه توليدوي.
زموږ هیواد کی لمر شعاع په اوړی کی تقریبا په ۶۶ درجه زاويه د ځمکی سره لګيږي او ژمی کی په ۲۳ درجو لګيږي. نو په همدی خاطر اوړی کی که څه هم فاصله د لمر څخه زیاته وی خو په عمود ته نژدی زاويه لګيږي نو ځکه هوا ګرمه وی.

پوښتنه؟زموږ هيواد کی ژمی د جدی په لمړی یا دسمبر په یویشتمه پیل کیږی په دغه وخت کی ځمکه له لمر څخه ۱۴۷ ميلون کیلومټره  کی...
01/08/2022

پوښتنه؟

زموږ هيواد کی ژمی د جدی په لمړی یا دسمبر په یویشتمه پیل کیږی په دغه وخت کی ځمکه له لمر څخه ۱۴۷ ميلون کیلومټره کی واقع وی او اوړي د سرطان په لمړی یا د جون په ۲۲ شروع کیږی چی په دغه وخت کی ځمکه له لمر څخه په ۱۵۲ ميلون کیلومټر فاصله کی واقع وی.
که دغه فاصلو ته وګورو ځمکه په ژمی کی لمر ته نژدی او اوړی کی لمر څخه لری واقع وی.
سره لدی چی ژمی کی ځمکه لمر ته نژدی واقع وی بیا هم موسم یخ وی، ولی؟
کولای شی چی تصویر وګوری او تفاوت معلوم کړی

ایا پوهیږی چی رادیو څه دول کار کوی؟که فکر مو وی د رادیو AM سټیشڼ د شپی لخوا صفا رانيول کیږی ایا پوهیږی چی ولی؟د اتموسفیر...
01/07/2022

ایا پوهیږی چی رادیو څه دول کار کوی؟

که فکر مو وی د رادیو AM سټیشڼ د شپی لخوا صفا رانيول کیږی ایا پوهیږی چی ولی؟

د اتموسفیر یوه برخه د ایونو سفیر په نوم یادیږی چ ضخامت یی له ۱۲۰ کیلو مټر زیات دی. لکه څنګه چ تصویر کی ښکاری دری طبقی لری D, E, F. کله چی څپه د رادیو ټرانسمټر څخه وليږدول شی دغه برخی څخه بیرته منعکس کیږی او تر ستاسی رادیو رسیږی او د رایدیو ریسور په واسطه اخیستل کیږی.
د D طبقه زیاتی څپی جذبوي او بیرته یی نه منعکس کوی څرنګه چی دغه طبقه د ورځی لخوا موجوده وی او د شپی لخوا ورک کیږی نو د ورځی لخوا زیاتی څپی د دغی طبقی پواسطه جذبيږي په همدی خاطر د ورځي لخوا رادیو صفا کار نکوی.
کله چی شپه شی د D طبقه له منځه لاړه شی د ټرانسمټر څخه څپی د E او F طبقی ته رسیږی او په دیر ښه دول او په اوږدو څپو یی ځمکی ته منعکس کوی چ ورسره د شپی لخوا رادیو ښه کار کوی.
د FM څپی د دغو طبقو پواسطه نه منعکس کیږی بلکی دا لندی څپی دی چی تر یو محدودی ساحی پوری کار کوی نور یی نکوی.

Address

30 N Gould Street
Sheridan, WY
82801

Opening Hours

Monday 9am - 5pm
Tuesday 9am - 5pm
Wednesday 9am - 5pm
Thursday 9am - 5pm
Saturday 9am - 5pm
Sunday 9am - 5pm

Telephone

+93789050290

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghanistan Focal Vision posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to Afghanistan Focal Vision:

Share