Pashto Poetry/ پښتو شاعري

Wegbeschreibung

Pashto Poetry/ پښتو شاعري شاعري، انځورونه،‌ د کلي خوندور کليپونه.
راسره مل اوسۍ!
مننه

11/11/2026

ډير درانۀ خلک ډير سپکو ته محتاج شول

#بډيالۍ #پشتو

خالقه! دومره، توان خو به نۀ وي، په بنيادم کېچې مور يې مړه وي، او غلی کيني، داسې لوی غم کېکوم چا چې وران کړل، زموږ کورونه...
11/11/2026

خالقه! دومره، توان خو به نۀ وي، په بنيادم کې
چې مور يې مړه وي، او غلی کيني، داسې لوی غم کې

کوم چا چې وران کړل، زموږ کورونه، د خدای کورونه
هغه ناولي، خلک تاويږي، په پاک حرم کې

په ښاريه کې، شعرونه ليکم، ښۀ د بې ذوقو
خو ګوره ډېر وي، د څراغونو، ارزښت تورتم کې

لار کې ولاړ يم، کيدای شي ستون شم، ځکه چې دا وار
دومره تاب نشته، چې مخکې درشم، زما قدم کې

تۀ ملامت يې، احساس دې مړ دی، چې شريک نۀ يې
د خپلو خلکو، په خوشحالۍ کې، او په ماتم کې

دلته کيدلو، تول د املوکو، دوه پښتانۀ وو
هۍ جهالته، يو بل يې مړۀ کړل، په زيات او کم کې

حماده! هلته، منافقين دي، څوک په مکه کې
خو څوک وليان دي، دلته عجم کې، زموږ په چم کې

غزل: فضل الرحیم حماد
#حماد

يو څو لمحې يې پرې د غم دا داستان نۀ دی پېرزو توبه، توبه، ژوند د انسان په انسان نۀ دی پېرزوچې ښکلي وويني کوم څوک او زړۀ ي...
09/11/2026

يو څو لمحې يې پرې د غم دا داستان نۀ دی پېرزو
توبه، توبه، ژوند د انسان په انسان نۀ دی پېرزو

چې ښکلي وويني کوم څوک او زړۀ يې نۀ شي زخمي
په داسې دښته خو مې څاڅکی باران نۀ دی پېرزو

سره د دې چې له ژوندون دومره ګيلې کومه
خو بيا هم خدايه! زما مرګ باندې ځان نۀ دی پېرزو

چې مينه در نۀ کړي څو چنده ستا له حُسنه ډيره
پۀ تا مې داسې بې انصافه مکان نۀ دی پېرزو

حماده! زۀ يې د کټونو لنګې نۀ راکاږم
دغه يو خوی په ما د کلي د خان نۀ دی پېرزو

غزل: فضل الرحیم حماد
#حماد

09/11/2026

زۀ کله کله هسې فکر کوم

07/11/2026

غېږه د ادې نشته

پريږدي په لار کې آرمانونه د چاژوند تر منزل نۀ وړي، بارونه د چاځان به د شک له قيده خلاص نۀ کانديکۀ يو ځل مات شول، باورونه...
07/11/2026

پريږدي په لار کې آرمانونه د چا
ژوند تر منزل نۀ وړي، بارونه د چا

ځان به د شک له قيده خلاص نۀ کاندي
کۀ يو ځل مات شول، باورونه د چا

چا کله وليدل دردونه زموږ؟
موږ کله وليدل دردونه د چا؟

د لور ولور کې او د خور په حق کې
ما پيمانه کړل، ايمانونه د چا

يوازې يمه، خو يوازې نۀ يم
راسره مل دي لا يادونه د چا

حماده! زۀ لولمه ستا شعرونه
حماده! تۀ لولې شعرونه د چا؟
#حماد

سهار پخير ❤️🙏
06/11/2026

سهار پخير
❤️🙏

04/11/2026


#بډيالۍ

Adresse

Münster
Ochtrup

Website

Benachrichtigungen

Erfahren Sie als Erste/r von Neuigkeiten und Aktionen: Wir schicken Ihnen eine E-Mail, wenn Pashto Poetry/ پښتو شاعري etwas veröffentlicht. Ihre E-Mail-Adresse wird für keinen anderen Zweck verwendet, und Sie können sich jederzeit abmelden.

Verknüpfungen

Teilen

Behörden in der Nähe