10/09/2026
د شهید معصوم ماشوم روشن حسین د قاتلانو د نیولو لپاره درېیمه ورځ هم پرلت روان دی
نن درېیمه ورځ ده چې د شهید معصوم ماشوم روشن حسین د قاتلانو د نیولو او د عدالت غوښتنې لپاره د منګوپیر پولیس تاڼې مخې ته پرلت دوام لري.تېره شپه پولیسو د قاتلانو د نیولو لپاره د سهار تر پنځو بجو پورې وخت غوښتی و، خو ټاکلی وخت تېر شوی او تر اوسه د روشن حسین قاتلان نه دي نیول شوي.اوس مهال د پولیسو او د پرلت د ګډونوالو ترمنځ د مذاکراتي کمېټې ناسته روانه ده. په دې ناسته کې به د راتلونکو اقداماتو په اړه پرېکړه کېږي، او هره هغه پرېکړه چې د مذاکراتي کمېټې له لوري وشي، د هغې پر بنسټ به عملي ګامونه پورته کېږي.د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) مرکزي کمېټې غړی محمدالله پښتون هم د مذاکراتي کمېټې غړی دی، او د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼ ملګري هم د پرلت ترڅنګ حضور لري.زموږ غوښتنه روښانه ده: د روشن حسین قاتلان دې ژر تر ژره ونیول شي، قانوني سزا دې ورکړل شي او د دې معصوم ماشوم کورنۍ ته دې عدالت ورکړل شي.د معصوم ماشوم وینه به هیره نه شي؛ عدالت زموږ حق دی.