20/02/2026
نن شلمه فروري د ستر خوشحال بابا د وفات ورځ ده--- پښتانه بويه چې بيا چرته خوشحال پيدا کري--- بلکې په نړيوالو شخصياتو کښې به هم په ګرانه چرته خوشحال پيدا شي--- په يو وخت--- جنګجو --سپه سالار-- سياستدان-- سردار-- ښکاري-- د طب ماهر--مفکر -- د مذهب او فقهي مسلو ماهر--- فلسفي-- نفسيات دان-- تاريخ دان-- --جغرافيه دان -- خطاط -- مترجم او اديب---- تر دې چې ساينس پوه هم -- ګويا ادب د بابا د ژوند يو جز وو-- خو دغه جز يې هم د کل حيثيت لرلو---نثر ليکونکی او شاعر دواړه---په شاعرۍ کښې بيا نه يواځې د خپل دور هره موضوغ بلکې د راروان وخت موضوعاتو ته هم اشارې-- لکه چې د خپل وخت نه په سوونو کاله مخکښې پيدا شوی شخصيت وي--- چې نړۍ نن هم د هغه د فکر ډيرو اړخونو ته نه ده رسيدلې-- په هر څه کښې اول---خوشحال بابا نه مخکښې د پښتو شعري کتابونو او ديوانونو کښې صرف يوه موضوع وه د تصوف او وحدت الوجود--- خوشحال بابا پښتو د هر نوي مضمون او صنف سره مخ کره--- په هر څه کښې وړومبی---
سوات نامه--- وړومبی سفرنامه ليکونکی او وړومبی جغرافيه دان--
هندوکوه نامه --- وړومبی رپورتاژ ليکونکی---
تاريخ مرصع کښې د هغه د بياض برخه ځکه نو وړومبی تاريخدان--
PSO Multan Official