12/08/2026
د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) ضلع خیبر، باړه تنظیم مهمه میاشتنۍ غونډه ترسره شوه
نن د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) ضلع خیبر، باړه تنظیم لویه غونډه د منډیکس ګراونډ په میدان کې د PTM خیبر باړه کواډینټر مقیب افریدي په مشرۍ ترسره شوه.
د غونډې پیل د کلام پاک له تلاوت څخه وشو، چې د کاري یوسف لخوا ترسره شو.
په نننۍ غونډه کې د PTM خیبر باړه تنظیم د باړه تحصیل کونسل غړو، د قومونو کواډینټرانو، د کلیو کواډینټرانو، د غورځنګ د بېلابېلو څانګو غړو او د تیرآ میدان تنظیم کابینې ګډون کړی و.
په غونډه کې د PTM صوبايي کور کمېټۍ غړي لغمان افریدي، د تیرآ میدان کواډینټر عبدالکریم افریدي، د خیبر لیګل کواډینټر نقیب الله افریدي، د پښتون طلبا تنظیم صدر واجد افریدي، د قمبر کواډینټر نثار احمد، طاهر، انعام، شاه زيب، تيراه پخواني کواډينټر عبدلجليل او ګڼو نورو ملګرو ګډون کړی و.
یاده دې وي چې د PTM خیبر باړه تنظیم دا میاشتنۍ غونډه د تنظیمي چارو د ارزونې او راتلونکو فعالیتونو د تنظیم په موخه ترسره کړه. په غونډه کې ټولو ذمه دارانو ته لارښوونه وشوه چې په خپلو قومونو او سیمو کې اولسي غونډې ترسره کړي.
همدارنګه پرېکړه وشوه چې د تیرآه میدان نوې کابینه به په راتلونکو ورځو کې وټاکل شي او د غورځنګ د بېلابېلو څانګو د غونډو مهالوېش هم اعلان شو.
په غونډه کې د ریاستي سختدریځۍ، پنجابی فاشيسټي پوځ ظلم او جبر په ضد سختې نوکې وشوې او د اولسونو د یووالي او منظم کولو پر لارو چارو بحث وشو. ورسره د باړه په چيک پوسټونو مين شهرا ګانو، بتاخوری اغوا ګردي په خلاف عملي احتجاجي لايحه عمل تيار کړی شو!!
د تیرآ میدان له متاثرو کورنیو سره د هر ډول سولهییز او ولسي ملاتړ ډاډ څرګند شو او وویل شول چې د متاثرو خلکو د غوښتنو او حقونو په برخه کې به د غورځنګ ملګري ورسره اوږه په اوږه ولاړ وي.
همدارنګه پرېکړه وشوه چې د اګست 14مه به د تورې ورځې په توګه ولمانځل شي. د غورځنګ ملګري به د خپلو شهیدانو قبرونو او کورنیو ته ورځي او دا ورځ به د شهیدانو د یاد، غم او ویر په توګه، د بابړې د تاریخي غمیزې په یاد، ولمانځل شي.
پښتون ژغورنې غورځنګ — ضلع خیبر، باړه تنظیم